نیمګړی سفر

عبدالباري جهاني

199

بیګاه می ټوله شپه له تا سره خواله کوله
لیک دي راغلی وي کلونه وروسته
لکه بادونو وي تر ما راوړی
کله یې کرښي لولم
کله یې ګورمه چي توري یې باران پرېولي
څاڅکي پر کرښو ځغلي
بس پکښی وینمه د سیوري توری
او را یادیږي راته
تر یوه سیوري لاندي
چي د دېوال وو که د وني خو په یاد مي نه وي
ګوښه له خلکو په ساړه سیوري کی
چي یوه بل ته مو خبري د پرون کولې
یا د روښانه سباوون کولې
د نوي کال او د بل کال خبري نه ختمېدې
د یوه بل غېږي ته ولوېدلو
او د خیالونو پر وزر تر بل جهانه تللو
د غرونو څوکو د نړۍ بام ته ور وختلو
ته لکه زرکه لکه بته په ښکلا مغروره
لکه سپوږمۍ د څوارلسمي په ځلا مغروره
زه ستا په مینه، زه په تا، او ته په ما مغروره
ته ملکه د تاج محل زه شهنشاه د جهان
زه بې پروا له حادثو د زمان
لکه چي زما په حکم ګرځي اسمان
چي یو ناڅاپه راغلل باد او باران
د خیال په کورکي سو هی هی د توپان
له لوړي څوکي څخه پرېوتلو
ذره ذره پر مځکه ولوېدلو
پر ون مو هېر سو سباوون عزراییل وتښتاوه
نه ملکه نه تاج محل نه شاه جهان پاته سو.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۴ کال د جنوري د میاشتي یوولسمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.