د افغان سید جمال الدین د مسلمانۍ په اړه خو به – ان شاءالله- څه شک و شبهه نه وي؟
انګریزانو د اسلامي نړۍ همدغه ویښوونکی مفکر هم د خپلو پټو کړیو په خوله، له څو هېوادونو څخه د بدعت او کفر په تور وشاړه. سید په ۱۹ کلنۍ کې د امیردوست محمد خان دربار ته لار وموندله، یوه موده د سردار محمد اعظم خان ښوونکی و. کله چې امیرشېرعلي خان واک ته ورسېد، افغان سید د اصلاحاتو او مشروطه افکارو طرح ور وړاندې کړه. په دې طرحه کې د موډرنو او عصري زدکړو، مدني قوانینو، اقتصادي اصلاحاتو، فردي ازادیو او د یوه موډېرن مرکزي حکومت رامنځته کولو وړاندیزونه شوي ول…
انګریزي ځریو امیرشېرعلي خان د سید په وړاندې په دې نامه راوپاروه، چې ګواکې تر ده یې سردا محمداعظم خان د پاچايي لپاره غوره ګاڼه، ځینو دا ډنډوره هم وغږوله، چې سید کفري فکرونه لري… امیر شېرعلي خان مجبور شو د خپلې پاچاهۍ دغه خیرغوښتونکی له هېواده وشړي.
اعلیحضرت امان الله شاه غازي او مشروطه ملګري یې او تر دوی راروسته تېر ټول سل کلونه هر ریفورمیست، هر موډېرنیست او هر هیومانیست چې ملي ویښتیا، ښکېلاک ضد تفکر او یوه پیاوړي افغانستان جوړولو فکر لرلای دی، خامخا تکفیر شوی دی.
په هغه غونډه کې زه هم ناست وم، چې پیاوړی استاد اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد د دې لپاره وګواښل شو، چې د ویښ زلمیانو د غورځنګ غړی و. استاد هسکه غاړه ودرېد او ویې ویل: ویاړم، چې ویښ زلمی وم، ویښ زلمی یم او ویښ زلمی به یم! د مشروطه غوښتونکیو دوهم نسل ( ویښ زلمیان) هم د تکفیر له ګواښ سره مخامخ ول.
یو مهال د تکفیر لپاره د زندیق کلیمه کارېدله. (زند) د اوستا پهلوي تفسیر و او چې په (دین دبیره) لیکدود وکاږل شو، (پازند) یې و نوماوه. زندیق به یې هغه چاته ویل، چې ګواکې زردشتی دین یې درلوده یا یې زند د کتاب په توګه مانه. نن سبا د اوستا په اړه پراخې څېړنې کیږي، خو که همدغو څېړونکو ته څوک زندیق ووايي، نو ښايي غوسه شي. له دې څه زده کوو؟ موږ د تکفیري اصطلاحاتو په مانا نه پوهیږو. د سړې جګړې پرمهال لکونه کسان د کومونیست په نامه ووژل شول، کومونیست هم داسې مانا شوی و:
کومو = خدای او نیست = نشته، یعنې- نعوذبالله- (خدای نه شته!).
د کومونیسم لغوي مانا ګډونواله ده. دا خو یې لا پرېږده، هغه لکونه خلک چې په دې نامه ووژل شول، ښايي ۹۹سلمه یې د کومونیسم پر الفبا لا خبر نه وو.
دا اصطلاحات نوي کیږي، په نوې زمانه کې سیکولر(سیکولار) د تکفیر نوې تمغا(ټاپه) ده. د سیکولریسم مفهوم هم پېژندل شوی نه دی.
خبره یوازې پر اصطلاحاتو ناپوهاوی هم نه دی. کیسه تر دې ژوره ده، اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې ټول اصلاحي، ولس پلوي، د پرمختګ، هوسایېنې، ښه ژوند، ملي پیاوړتیا، معاصرو علومو، ویښتیا، روښانتیا او بدلون پلویان تکفیر شوي دي؟
د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال انګریز بوخت او پاکستان نوی زېږېدلی و، دا مهال په افغانستان کې شاهي او د جمهوریت لومړۍ دوره د تکفیر له ګواښه یوڅه په امن ول. کراره کراري وه. خو د سړې جګړې په ګرمېدو سره ښکېلاک بیا د تکفیر بټۍ هم له دوزخۍ لمبو راډکه کړه.
تېره ورځ یوه روښانه ملګري دا خبره کوله، چې ولې افغانان په نومهالي (معاصر) تاریخ کې د نورو ملتونو په شان ملي اتل نه لري؟
لنډ ځواب دا و: هر ملي شخصیت، چې روښانتیا ته د افغاني ټولنې د وررسولو هڅه کړې ده، د ښکېلاک له خوا تکفیر شوی دی. دا کار د شلمې پېړۍ تر اویایمې لسیزې پورې مخامخ انګریز کاوه او تر دې لسیزې روسته یې د تکفیر ټېکه پنجاب ته وروسپارله، نو د داسې تورې ټاپې په شتون کې به څنګه څوک د ګڼو افغانانو لپاره اتل شي؟
ښکېلاک پوهیږي، چې ښوونځی، پوهنتون او د نړۍ له حالاتو خبرتیا دغه ټاپه کمزورې کوي، ځکه یې لومړۍ دوښمني له دې بنسټونو سره ده.
نن سبا، چې د ګڼو خلکو په جیبونو کې د پوهنو او زدکړو یوه برېښنايي زېرمه شته، بېوزله کلیوال او له زدکړو محروم خلک د ښکېلاک لپاره د تکفیر کرونده ګڼل کیږي.
یوه لنډه پایله دا اخلو، چې د ټولنیز شعور او پوهې لوړېدل، د ښکېلاکي تکفیر بې ارزښته کېدل دي او له ښکېلاکي تکفیره د ویرې کمېدل، د پرمختګ او ښه انساني ژوند موخې ته وررسېدل.
Comments are closed.