غزل

عبدالباري جهاني

269
زه غزل درته لیکمه ته به نه وایې بل چاته
زه به ستا یم ته به زما یې حال به نه وایو مُلا ته
تر منزله به مزل وي پور دي پاته پر ازل وي
موږ به ځو کاروان به درومي سپي دي خوشي وي غپا ته
له پانوسه تورېدلی محتسب لېونی سوی
د پتڼ پوښتنه وکړی شمع نه پرېږدي رڼا ته
د شبقدر په کیسو چي مُلا ستونی و څیرلی
دغه نن شپه یې ښودله چي ونه ګورې سبا ته
پر لکړه چي پړکیږي د زمان د حکم زور دی
ستا نوبت هم را رسیږي کاږه مه ګوره بوډا ته
له تیاره محفله ځمه پر خپل سر اور بلومه
موږ خو غم لره پیدا یو کیسه مه کوه بورا ته
که رواني قافلې وې د ړانده سالار پر پلونو
دا د مرګ د سراب لار ده موږ دي پاته یو مولا ته
لمونځ روا دی مُلاجانه زموږ د پېغلو پر ټیکریو
په خپل کور کي بېګانه یې تا به څوک بولي فتوا ته
شمعی ځه الله دي مل سه رڼا نورو شپو ته یوسه
د تیارې قاصد راغلی لمبه نه پرېږدي ځلا ته
جهاني لمبې بلیږي د بابا پر میراثونو
بې ډېوې سولې تور سري « امان» تللی دی الله ته
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۴ کال د جنوري پنځه ویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.