غزل

عبدالباري جهاني

142
چي پیدا دي پسرلی کی نو خزان ولي راځي
هره شپه مي تر خوبونو ارغوان ولي راځي
ما مرګي ته وې سپارلي د ځلمي کلونو ورځي
تر یادونو مي خاونده مړه یاران ولي راځي
ما لیدلي جنازې دي هم د ګل هم د بلبلو
دې سوځلي ګلستان ته لا باغوان ولي راځي
دا یوه شپه مي ژوندون دی چي یو زه یو مي ساقي وای
د زاهد مکاري سترګي تر مُغان ولي راځي
ما په لار کي وه کرلي درمندونه د اغزیو
لا مي پلونه د اغیارو تر جانان ولي راځي
زه خو تږی وم اسمانه لکه فصل له عمرونو
چي باران درڅخه غواړم دا توپان ولي راځي
چي هر څو یې صبرومه مینه نه مني د عقل
د پانوس تر سره انګاره پتنګان ولي راځي
ستا قلم مي په تندي کي دا یو نوم دی رالیکلی
تر سجدې پوري خالقه دا بُتان ولي راځي
محتسب ته مو پرې ايښي په غلمانو کي خوبونه
د رندانو تر محفله جنتیان ولي راځي
جهاني په دې وطن کي بزم نسته د غزلو
ربابونه ګناه کار دي مطربان ولي راځي.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۴ کال د اپریل د میاشتي اووه لسمه، ویرجینیا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.