دردیدلی لکه زه شې طالب جانه

حوره سپېڅلې

948

درديدلي لکه زه شې طالب جانه!

هيبت خان او برادره
دواړه ښه شي در په دره
کور مو ړنګ
هيلې مو مړې
زړګی مو وران شه
داسې اوښکې مو شه تويې

له ځانو مو بلاګلانې جوړې کړي
واړه ښکلي د دنيا مو ننداره کړي
لږ راوځي له دې غاره
لږ روان شئ د اسلام په سمه لاره
يو دې ټولې کړې بې پلاره
په ژړا وي تر سهاره
ځي ښوونځي ته په نهاره
خبر نه چې ته په لاره کې ولاړ يې
د دجال په شان غوړمبيږې
د رڼا لار کې پټيږې

نور به څه کړې؟
نور به څومره د تيارو پسې روان يې؟
نه په دين
نه په مذهب نه په قران يې
ته زما په سر واکدار يې
چې زه نه يم ته به خوشې بې روزګار يې
داسې مکړه
لږ را سم شه
ښه پوهيږې
هم مو خدای هم مو قرآن راته ويلي
ما او تا باندې د علم زده کړه فرض ده
دغه لار د رڼاګانو
دسپېڅلو دعاګانو
دبشر د واکدارانو
راځه راشه
له ټوپک سره ولاړ شه
بندې ټولې دروازې کړه دړې وړې
نازولی لور دې ښکل کړه
دخورکۍ اوښکې کړه پاکې
زه دې ننګ، زه دې غيرت هسکه شمله يم
د همدې خاورې وجود هره ټوټه يم

Hora Spesaly
1401/1/3

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.