!ملا صاحب، دين او کلتور مه سره ګډوئ

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

1,505

له ترخو پېښو سره د مخکيدو په مهال هغوى ته پام نه کول  او ورباندي سترګې پټول د حل لاره نه ده، بلکې د همدغو ترخو حقایقو د پېژندلو، څيړلو، ارزولو او ورسره د مبارزې کولو هڅه د پرمختګ او عقل نښه ده.

موږ کله کله دين او کلتور سره ګډوو، خو دين او کلتور  د انساني ژوند بېلابېل اړخونه جوړوي چې د انسان د وجود له پيل څخه  تر پايه پورې د ژوند نقشه نندارې ته وړاندې کوي.  دغه دواړه ارزښتونه خپلمنځي اړيکې لري، خو د يو بل ځاى نشي نيولاى او نه یې هم هيڅ يو له پامه غورځول کیدی شي. تاريخ ثابته کړه چې د ددغو ارزښتونو دختمولو په هڅو کې ډيرو زورورو خپل سرونه وخوړل، خو بريا يې په نصیب نشوه.

اسلام چې د وحى له لارې په اسماني نازل شويو ارزښتونو باندي د باور او کړنو مجموعه ده، لاندې برخې لري: عقاید، معاملات، عبادات، اخلاق او ارزښتونه.  د دين يوه برخه د انساني ژوند تيرولو او د پرمختګونو د پړاوونو په اړه يو لړ منظمو وړانديزونو ته وايي چې د انسانيت د تکامل سبب ګرزي. د دين بله برخه د ژوند لپاره د اړينو معيارونو او لارښوونو ټاکل دي.

ارزښتونه، اخلاق، چلندونه، ښه او بد ټولنيزو دودونه او په دغه هکله د ټولنې ژمنتیا ته کلتور ويل کېږي. په کلتور کې  د عقيدوي اړخ شتون اړين نه دى. ډيرى وخت په دين کې د کلتوري اړخونو ګډول له ټولنې څخه د لارې د ورکيدو لامل کرزي. په ځينو کلتوري ټولنو کې بد رواجونه  هم شتون لري چې د علم پوهې ساينس او ټيکنالوژي په پراخيدو په هغوى کې د اړتیا له مخې بدلون او سمون راوړل کېږي.

که د دين او کلتور ترمنځ ټکر راځي او خبره تر تقابل او تصادم پورې رسيږي نو بنسټيز لامل يې ددغو دواړو خواوو ترمنځ د حقائقو موندلو په تړاو ابهامات نه وي، بلکې د ديني حلقو او کلتور پالانو ترمنځ ناوړه  رقابت، د پوهې د کچې ښکته والى او يو له بل څخه د وړاندې کيدو ناوړه انساني غريزه وي.

متأسفانه په يويشتمه پيړئ کې له ژوند کولو، د دغې پيړئ له ټولو پرمختګونو، جيوپوليتيک بدلونونو او د اسلامي شريعت د څرګندو او قاطع اصولو له شتون سره سره زموږ په هېواد کې د حکومت له ژمنو او اعلانونو وروسته نن د ملت سترګې ښونځيو ته د خپلو اولادونو تللو ته تپانده وې، خو د چارواکو لخوا د نامعلومه دلائلو او نا معقوله کړنلارو له امله د ولس د هيلو غوټۍ د مټکور ذهنيت ږلئ ورژولې.

تعجب ده چې د څرګندو دلائلو له شتون سره سره هم ناوړه کلتوري اړخونو ته د ديني حلقاتو لخوا د ديني ارزښتونو د نوم ورکولو له امله د انجونو په مخ د زده کړو دروازې وتړل شوې.  د سرټمبه ذهنيت له امله زموږ نيمه ټولنه د جهالت په تيارو کې پاتي کیږي او موږ به په ټوليزه توګه د غلامي دورې ته ننباسي. زموږ له اولادونو سره دغه ډول تعامل يوازې د مټکور ذهنيت محصول ګڼل کېږي، نوره هيڅ ډول توجیه نلري.

څرګنده خبره ده چې د دغه ډول ذهنيت په وړاندې چې  له ډبرين دور څخه الهام اخلي، چوپه خوله پاتې کيدل به نه يوازې د هيواد راتلونکې نسلونه د جهالت په تيارو کې ډوب کړي، بلکې خورا ځپونکى اړخ به يې داوي چې زموږ په ټولنه کې به د ديني عالمانو او روحانيت دروند راتلونکې رول ته هم سخته ضربه ورکړي.

په بالفعل توګه او يا هم په نزدې راتلونکې کې داسې کره شواهد نښې نښانې شتون نه لري چې د اوسني حکومت واک او يا هم تسلط وننګوي او نظام ته سقوط ورکړي، خو که احياناً نظام نسکورېده، نو لامل به يې يوازې او يوازې په نظام کې د ننه سرټمبه مخلوق او مټکور عناصر وي. همدغه سرټمبه مخلوق ته د علم پوهې او منطق په مټ قناعت ورکول د امارتي معتدلو چارواکو دنده ده. که د هغوى قناعت ناشونى هم وي، نو له واک څخه ګوښه کول يې د وخت اړتیا ده.

د اسلامي امارت د مشرانو دغه منطق د منلو نه ده چې په اوس وخت کې د اختلافاتو بربنډيدل د نظام شتون له ننګونو سره مخ کوي. په لمړي سر کې باید ووايو چې د امارتي مشرانو نننۍ پريکړې عادي خبره او د يوه ملا پرېکړه نه ده، بلکې د يوه ملت سرنوشت ټاکي او د يوه هيواد په راتلونکي ملي او نړيوالو اړيکو باندي نيغ په نيغه اغيزه کوي. اوس مهال د دغه شان مټکور ذهنيت په وړاندې د مبارزې لپاره ديني او ملي اجماع  شتون لري. د دغه ذهنيت اصلاح او يا هم ورڅخه د خلاصون د  لارې لټون د اکسيجن حيثيت لري. بله دا چې سمون او بدلون د حاکمې ډلې په وړاندې پرتې ننګونې مسئوليت او د وخت غوښتنه ده. ملي او نړيوال ملاتړ هم شتون لري، نو سبا ته به د ستونځو ساتل د ګټو پرځاى يقيناً زيان ولري.

ملاصاحب محترمه!
نن درته عذر کوم چې د توپک شپيلۍ مو لږ ښکته ونيسئ. موږ پوهېږو چې لله الحمد ستاسو د ډيرى مشرانو لورانې لوړې زده کړې لري. پوښتنه داده چې ايا تاسو د ننيو هغو انجونو د درد غم او خفګان د درک وړتيا لرئ چې د ښونځيو له دروازو څخه بيرته ګرزول شوي دي؟ که تاسو خپل ځانونه له هغو پلرونو پرځاى فرض کړئ چې نن يې اولادونه د ښونځيو د بندو دروازو له ليدلو وروسته بيرته د ناهيلي په حال کې کور ته ورغلي وي، نو ستاسو احساس به  څه ډول وه؟

لږ ژور فکر وکړئ، د ديني مسائلو ژوره مطالعه وکړئ، دين او کلتور مه سره ګډوئ. که بيا هم درته شپه تياره وه، نو اوس خو مو حکومت په لاس کې دى. د اسلامي نړۍ د علماو ترمنځ  بحثونه او ناستې ترتیب کړئ، د ژورو او مستدلو علمي فقهي او ديني بحثونو په رڼا کې پريکړه وکړئ. د غره څوکې ته وخيځئ، شاخوا څار وکړئ، وګورئ چې کوم منزل ته مو د رسيدو نيت کړى دى  او دغه هېواد کومې خوا ته روان کړى دى. دغه لاره مکې ته نه بلکې ترکستان ته تللي ده. ملت ستاسو په دغه شان ناوړه ناشولته کړنو باندي غبرګون ښئي. ستاسو نننى پريکړې نه يوازې زموږ ټولنه د جهالت تورو تمبو ته ننباسي، بلکې راتلونکې افغانستان به په يوه غلام هيواد باندې بدل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.