طالبان له محرم پرته ښځو ته په پرواز کې اجازه نه ورکوي

378

طالبانو په افغانستان کې هوايي شرکتونو ته امر کړی چې د محرم پرته ښځو ته په پرواز کې اجازه ور نه کړي. دغه خبره د هوايي شرکتونو چارواکو د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته کړې ده.

Afghanistan I Evakuierungsflug I Qatar Airline

د طالبانو له خوا پر ښځو د سفرونو دغه بنديز وروسته له هغې کيږي چې دوی تیره اوونۍ د کړې ژمنې باوجود چې ويلي وو په نوي تعلیمي کال کې به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي خلاصوي، دغه کار ونه کړ. طالبانو د تیرې اوونۍ په چهارشنبې ورځ، خپله دغه ژمنه ماته او نجونو ته يې اجازه ورنه کړه چې ښوونځيو ته داخل شي. دغه اقدام د هیواد دننه او په نړیواله سطحه غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د دوو هوايي شرکتونو، آریانا افغان او کام ایر، چارواکو د یکشنبې په ورځ ناوخته وويل چې طالبانو ورته امر کړی چې له محرم پرته ښځو ته په یوازې سر په خپلو پروازونو کې د سفر اجازه ور نه کړي.

دغو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې دغه تصمیم د پنجشنبې په ورځ تر ېوې غونډې وروسته ونیول شو. پر وینا ېې په دغې غونډه کې د طالبانو، د دغو دوو هوايي شرکتونو او د هوايي ډګر د مهاجرت چارواکو ګډون درلود.

قدرت ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر آزاديو ډير محدودیتونه لګول شوي دي. طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې تر شل کلنۍ جګړې وروسته يو ځل بیا واک ته ورسیدل. ويل کيږي چې ډېر دغه محدودیتونه د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عني المنکر وزارت له لوي لګول کیږي.

دغه وزارت د يکشنبې په ورځ د یوې اعلامېې په خپرولو سره وويل چې ښځې او نارینه نور نشي کولای يو ځای تفريحي پارکونو او سیاحتي ځایونو ته ولاړ شي. طالبانو ويلي دي چې ښځې باید په تفريحي ځایونو کې شرعي حجاب هم مرعات کړي.

خو ياد وزارت د ښځو د پروازونو په اړه ويلي دي چې دوی د ممانعت داسې کوم لارښود نه دی خپور کړی چې له مخې يې ښځې په یوازې توګه ونشي کړی پرواز وکړي.

Afghanistan Auf den Straßen von Kabul, unter Kontrolle der Taliban

طالبان د کابل په هوايي ډګر کې

اما تر يادې غونډې وروسته، د آریانا افغان هوايي شرکت د یوه لوړپوړي چارواکي له خوا د هوايي شرکتونو پر کارکوونکو یو مکتوب وويشل شو، چې د هغه یوه کاپي د فرانسې خبري آژانس لاس ته هم ورغلې ده. په دغه مکتوب کې دغه نوی اقدام تصدیق شوی دی.

په مکتوب کې راغلي: «هيڅ ښځه اجازه نه لري چې د یو نارینه خپلوان پرته داخلي يا نړیوال پرواز وکړي.»

د سفري خدماتو دوو شرکتونو هم د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دوی پر هغو ښځو باندې ټکټونه بند کړي چې په یوازې سر سفر کوي.

په طیاره کې ناست یوه مساپر وويل: «د جمعې په ورځ يو شمیر ښځو ته چې غوښتل يې د نارینه خپلوان پرته د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه اسلام آباد ته پرواز وکړي، د پرواز اجازه ور نه کړل شوه.»

یوې بلې منبعې وويل چې د جمعې په ورځ يوې ښځې ته چې د امریکا متحده ایالاتو پاسپورت يې درولود او دوبۍ ته يې پرواز درلود، هم ورته د سفر اجازه ور نه کړل شوه.

طالبانو تر دې وړاندې د ښځو له پاره په هیواد کې پر ځمکني سفرونو هم يو لړ محدودیتونه اعلان کړي دي.

طالبانو مخکې ژمنه کړې وه چې دوی د خپلې لومړنۍ دورې په پرتله په خپل سیاست کې نرمښت راوستلی، خو له کله چې واک ته رسيدلي، په عمل کې لیدل کيږي چې دوی ورو ورو خپل مقررارت سختوي.

په وروستيو کې په کابل یو شمیر حکومتي مامورینو او کسبه کارانو ويلي وو چې د طالبانو له خوا شرایط ورځ تر بلې سختيږي. دوی ادعا کړې وه چې د طالبانو له خوا ورته په غیر مستقیم توګه ویل کیږي چې ږيرې پرېږدي. د کابل ښار یوه ښوونکي بیا وويل چې طالبانو ورته ويلي دي چې نور دريشي وا نه غوندي او پر ځای په کمیس او پرتوګ کې ښوونځي ته راشي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.