شيخ هبت الله د چا په مرتبه کې خپل ځان ويني؟

سيد حسين پاچا

870

موسی عليه السلام د الله تعالی د غوښتنې سره سم ميقات ربه ته ولاړ، خو ورور يې هارون عليه السلام د قوم د لارښوونې او د ستونزو د حل لپاره پرېښووه

شيخ صاحب له خدايه او له ملته ځان پټ کړی، خو له جنرال نديم انجم نه پټ نه دی. مشر ملا صاحب محمد عمر هم له رسنيو پټ، خو پنجابي نظامی واستخباراتي واکمنانو ته ښکاره وو او ليدنې به يې ورسره کولې

نوټ : د قرآني حکم له مخې الله تعالی هېڅکله د نېکوکارو پاداش نه هدر کوی. هر څوک چې خدای تعالی يې پېژني، نو هغه بيا هر څوک يې پېژني د چا پېژندنې ته يې اړتيا نشته، خو څوک چې خدای تعالی يې نه پېژني، نو هغه بيا هېڅوک يې نه پېژني. طالبان دې د خدای او د ملت مشروع غوښتنو ته غاړه کښېږدي چې ملت يې يو ځلې وپېژني، نو بيا به يې هر څوک وپېژني. له خدای يې خپل لوری اړولی او هيله يې د نورو پورې غوټه کړې ده، نو لوری او لودن له دوی هم ورک شوی. فاتحين له چا د ځان پېژندنې غوښتنه نه کوي. پاکستان افغانستان خپله مفتوحه سيمه بولي طالب دې د داسې کليمو په ويلو کې احتياط وکړي. افغانستان چا فتحه کړی نه، بلکې مشر لالا خپل ازلي غلام ته د اداره کولو لپاره ورسپارلی چې خبره ترې خرابه او وشړېدله. پاکستان دې افغانستان ته د مقبوضه کشمير په سترګه نه ګوري. دلته به يې سوټې ووځي.

وواعدنا موسی ثلاثين ليلةً واتممناها بعشرٍ فتم ميقات ربه اربعين ليلةً وقال موسی لأخيه هارون اخلفني في قومي واصلح ولاتتبع سبيل المفسدين [الأعراف : ۱۴۲]

قرآن خو دلته درې ټکو ته اشاره کړې چې دوه يې امر او يو يې نهې ده چې ((اخلفني في قومي)) [۱]، ((واصلح)) [۲] او ((ولاتتبع سبيل المفسدين)) [۳]

قرآن په قوم کې د پاتې کېدو ويلي دي نه دا چې ترې پټ اوسه. له دې دا جوتيږي چې د مشرتابه اوسېدونه په ملت/قوم او يا ولس کې د دوی لپاره څومره اړينه ده؟ له دې سره سره چې بني اسرائيل يوه وړه ټولنه وه، خو مشرتابه ګې ((لارښوونه)) څومره اړينه وه.د طالبانو د مشرتابه خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده. له دې امله خو هغه د يو بندي (محکوم) او برمته/بونګه شوي حيثيت لري.

بيت

نعم الأمير علی باب الفقير

بئس الفقير علی باب الأمير

يو څوک چې ځان د خپل ټاټوبي فاتح بولي، نو هغه بيا د چا دروازې نه ټکوي. د چا در ته نه دريږي او نه ورته عذر او معذرت کوي چې :

((تاسې لوی او غوره ملت ياست حوصله او نرم چلند راسره وکړئ)).

د منت دارو که وخورم نه يې غواړم

ما رحمان لره درمان د مسيحا

طالبانو خپله شل کلنه جګړه او مذهبي حيثيت د دغې پورته ټکو په کارولو سره له مينځه وړی دی. يو څوک چې د ايمان وعقيدې له مخې وجنګيږي، نو ((… وما عند الله خير وابقی للذين امنوا وعلی ربهم يتوکلون)) [الشوری : ۳۶]؛ او ((ما عندکم ينفد وما عند الله باق … )) [النحل : ۹۶] او همداسې ((… قل متاع الدنيا قليل والأخرة خير لمن اتقی ولاتظلمون فتيلاً)) [النساء : ۷۹]

پوښتنه :

که چا د خپل سوالي اشغال لپاره د يو تاريخي افغانستان لپاره جنګولې بيا خو دې نر شي چې په زغرده مو وپېژني هم، نو چې دا کار نه شي کولی، نو بيا يې تاسې ولې د هماغه امريکا در ته د خپلې پېژندنې لپاره ودرولي ياست؟ هماغه څوک دې اوس نر شي امريکا ته دې ووايی چې پر موږ مو په سيمه کې د خپل شتون او بقا لپاره وجنګول، نو نن يې پېژندنه هم پر تاسې حق ده چې ويې پېژنئ. بيا ولې د روسانو او د چينيانو پښو ته غورځيږي؟ انګرېزانو خو شاه شجاع، روسانو خو کارمل او امريکايانو خو کرزی راوستی وو، نو بيا ولې ورسره وجنګېدو؟ اوس تاسې چا راوستي ياست؟

نو چې هغوی ونه زغمل شول چې نړيوال درېواړه ستر قوتونه يې تر شا ول، نو د غلام ((غلام)) او د مينځې ((مينځه)) به څوک کله ومني؟

هېښونه

زموږ او د الله تعالی او هم مو له خپل ملت سره اړيکه کمزورې ده.

د ای ايس ای نوی مشر : په غونډو کې زما اخېستل شوی تصوير يا وېډيو په رسنيو کې مه خپروئ

جنرل اور معصوم مُلاّ

آئی ایس آئی کے سابق سربراہ اور 1999 میں چند گھنٹوں تک اپنے آپ کو پاک فوج کے سپہ سالار ماننے والے جنرل خواجہ ضیاالدین بٹ نے اپنے ایک حالیہ انٹرویو میں جہاں بہت سی عسکری اور غیر عسکری رازوں سے پردہ اٹھایا وہاں انہوں نے اس وقت افغانستان کے امیر المومنین ملا عمر سے اپنی ملاقاتوں کا احوال بھی بیان کیا ہے۔

فرماتے ہیں کہ ’ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ۔‘

د سالم بن عبدالله استغناء

د حضرت عمر ((رضی الله عن)) لمسی حضرت سالم ((رحمه الله)) يو ځل د مکې مکرمې حرم ته راغی. په مطاف کې يې د وخت له باچا هشام بن عبدالملک سره ملاقات وشو. هشام له سلام (روغبړ) څخه وروسته ورته وويل : ((که مو څه خدمت (حاجت/اړتيا) وي، نو ماته حکم وکړه چې خدمت مو وکړم (پوره يې کړم).

 

سالم ورته وويل :

د څښتن تعالی په کور کې له بل چا غوښتنه کولو کې ماته شرم (حيا) راځي. زه څنګه له هغه چا څه وغواړم چې هغه د هېڅ څه څښتن نه دی،نو هشام بې ځوابه شو.

 

خو قدرتي / ناګاهانه سالم د څه اړتيا (حاجت) لپاره له حرم څخه بهر راووتلو، نو په همدې وخت کې هشام بن عبدالملک هم له حرم څخه راووتلو؛ چې پر سالم يې سترګې ولګېدې، نو ورته راغی او ورته ويې وويل : اوس خو له حرم څخه بهر راوتلی يې. اوس راته ووايه چې زه ستاسو څه خدمت کولی شم؟ ماته امر (حکم) وکړئ چې تر سره يې کړم.

 

سالم ورته وويل :

د څه شي در څخه وغواړم؟د دين او که د دنيا؟

هشام بن عبدالملک ته خو دا پته وه چې د دين په ډګر (ميدان) کې خو سالم ته لويي (تقوی/بزرګۍ) مرتبه حاصله ده او د خپل دور لوی امام / بزرګ دی، نو ورته ويې وويل چې دنيا راڅخه وغواړه.

 

سالم ورته وويل :

ماخو د دنيا لپاره له الله تعالی څخه هيڅکله نه غوښته نه ده کړې، نو له تا څخه يې څنګه وغواړم؟ يا په نورو ټکو تر اوسه مې له الله تعالی څخه هم د دنيا په باره کې سوال نه دی کړی، نو له تا څخه يې څنګه وکړم؟

د دې خبرې په اورېدو سره د هشام بن عبدالملک رنګ خړ/زيړ او چوپ شو.

 

زه حيران دېته يم چې يو څوک ځان متقي هم بولي، خو کړنې يې بيا له تخلص سره سمون نه خوري.ولې يو څوک لومړی له خپل ملته مشروعيت نه غواړي چې نورو ته ورځغلي او ورپورې شله نښتې وي چې موږ وپېژنئ او موږ ته مشروعيت راکړئ. ولې دا حق له خپل خدای او خپل ملته نه غواړي؟

له ادبياتو څخه

له سپي څخه پوښتنه

يوه سړي له سـپي څخه پوښتنه وکـړه ، چې ته ډېر  ژمن (وفادار) يې، خو په تا کې درې خويونه بد دي :

  • يو دا چې پر دېوال متيازې کوې.
  • دويم دا چې د شپې غاپې.
  • درېيم دا چې کله سوالګر (ګدا/فقير) راشي ورته غاپې.

سپي ورته پـه ځواب کې وويل :

  • په دېوال ځکه متيازې کوم چې پر ځمکه به د الله ﷻ کوم بنده ســجده لـګولې وي.
  • د شپـی ځکه غاپم چې د الله ﷻ يو بنـده به راوېښ شي او د اللـه ﷻ عبادت به وکـړي.
  • او فقير ته په دې غاپم چې د الله ﷻ څخه يې نه غواړې ، له خلکو څخه يې غــواړې.

کاشکې چې د خپلې ايماني ادعا له مخې خو دومره غيرت او متره را کې وای چې د پنجابي نظاميانو او څارګرو ادارو په لمسون او هڅونه خو مو له نورو د ځان پېژندنې په تړاو له خپل خدای او له خپل ملته د مشروعيت غوښتنه کړی وای، نو نن به په نړيواله کچه له دې ډول فضيحت يا رسوايي او شرمنده ګۍ سره مخ نه وای. که مو داعيه پر حق وايی، نو نن به په جګو سترګو له ملت څخه د مشروعيت غوښتنه کړی وای. ولې يې نه شو کولی؟ نور څوک مو دېته نه پرېږدي او که پخپله پر ځان له ملت څخه د باور رايې د ترلاسه کولو ډاډمنتيا نه لرو؟ ښه بېلګه يې موږ جهاديان يو چې په تېر کې هغه چا چې د ټول افغانستان دعوه کوله، خو چې ټاکنو ته يې لومړی خپل استازی ښاغلی هلال ودرولو داسې د باور وړ رايه يې تر لاسه نه کړه. بيا خپله ودرېده او په درېيم ځل يې خپل زوی وازمايه، خو په هر ځل ازماينه کې پاتې راغی. طالبان او د طالبانو شا ته ولاړ نظاميان او څارګره اداره هم همدغه وېرې اخېستې چې که طالبان ټاکنو ته ودروو، نو بايلي يې، نو ځکه پر دغه وضعيت او سر زورۍ ټينګار کوي. دا بايد ووايم چې طالبان ((پاکستان)) د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې له تاوان سره مخ دي او خپل محبوبيت له لاسه ورکوي.

دوی ته به د ولسمشر غني د لومړۍ وينا وروستی پيغام په ډېره درنه بيه پرېوځي چې :

((که خبره د زور شي، نو ښکاره خبره ده چې د ټوپک زور ”د ټوپک منطق“ اوس ګټلې ده او که خبره د زړونو شي، نو بيا يې بايللې ده.))

له خلکو د کار او زده کړې حق اخېستل هېڅ دک و دليل نه لري. د حجاب په پلمه له نجونو زده کړې حق اخېستل د دوی له ژونديو ښخونې سره ورته ده. طالبان او د دوی اسلامي اسارت بايد نور د ښځينه قشر له فزيکي، رواني او سيستماتيکې وژنې لاس پر سر شي. که نه، نو ټغر به يې ژر ورټول شي. دوی او مولانا فضل الرحمان دواړو ته په ګډه شرم دی چې پنجاب د مفتي محمود ۵۱کلنه زړه نسخه چې د خيبر پښتونخوا يو ايالتي حکومت لپاره يې نه شوه زغملی اوس يې د طالب پر لاس په ټول افغانستان پلې کوي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د ای ایس ای نوی مشر; په غونډو کې زما اخیستل شوی تصویر یا ویډیو په رسنیو کې مه خپروئ – BBC News پښتو

جنرل اور معصوم مُلاّ – BBC News اردو

متقي امريکا ته، تاسې لوی او غوره ملت ياست، حوصله او نرم چلند راسره وکړئ – تاند (taand.com)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.