په عام محضر کې دا ډول سزاوې جايز نه دي

سيد حسين پاچا

169

د بلواک او له ملته پټ شي خ ه ب ت الله د پام وړ :

په عام محضر کې دا ډول سزاوې جايز نه دي

د سنګسار ((رجم)) په مسأله کې احتياط اړين دی او دا مفتی به مسأله ده

که ستا بادار پنجابي بنسټ پخپل زوړ قانون کې د هيرا منډي په تړاو بدلون راوست، نو تاسې هم بيا د ټينګار او د پلي کولو حق لرئ

ايا تاسې خپل ځان د الوهيت او که د نبوت په مرتبه کې وينئ که څنګه؟ د خپل پټون وضاحت دې ولې نه شې ورکولی؟ موسی عليه السلام خو هارون د قوم د سمون لپاره پرېښووه او خپله طور ته د ملاقات لپاره لاړ، خو دا يې ورته ونه ويل چې زما تر راتګ پورې له خلکو پټ شه او ورته مه راښکاره کېږه او نه الله تعالی ورته داسې څه ويلي، نو تاسې ولې پټ ياست؟ وضاحت يې بايد ورکړئ!

نوټ : طالبان خپله تورن دي چې دوی پر خپلو ملاتړيو شرعي سزاوې نه پلې کوي، نو پر نورو يې ولې پلې کوي؟ بيا هم که داسې وي، نو بيا خو ته خپله په عينو مينه کې ناست او له خلکو پټ يې. ولې په جومات کې نه کېنې؟ څه شي ته دې ملا حسن اخوند په ارګ او مولوي عبدالکبير په سپېدار ماڼۍ کېنولي او سزاوې په عام محضر کې خلکو ته ورکوې، ولې؟ محکوم ((بلواک)) خو د حدودو د پلي کولو مستحق نه دی. علماء دا وايی چې هر هغه حکومت يا واکمني چې خلکو ته د دوی د ژوند لومړني اړين بنسټيز حقوق او خدمات برابرولی نه شي، نو هغوی ته په کار نه ده چې سختې فزيکي سزاوې لکه : اعدام، رجم او د بدن د غړو پرېکول او داسې نورې سختې فزيکي او رواني ځورونې.پر خلکو پلي کړي.

https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU

Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی

بي بي سي پښتو

له مولانا محمد خان شيراني سره مرکه

https://www.youtube.com/watch?v=CoxlEw0A5iM&t=288s

شيخ صاحب،

ستاسې پټون خو د بېګانه استخباراتو له لورې نه له مخکې نه پلان شوی چې مشرتابه به يې ميندی نه شي، نو دا خو ستاسې هغه کاذبانه دعوی له بُطلان سره مخ کوي چې موږ تاسې ته ازادي راوړې ده. د څه شي ازادي؟ تاسې خو په حقيقت کې د يو برمته ((بونګه)) شوي حيثيت لرئ، نو تاسې دېته سوچ وکړئ.

د پاکستان خپل قاضيان له آی ايس آی نه په ډېرو قضاياو تنګ شوي او ډول ډول يا بېلابېل فشارونه پرې راوړل شوي او د دوی په عدلي امورو کې يې لاسوهنه کوي او حال دا چې ته ښه پوهېږې چې ستا حرکت له پيله جا جوړ کړی؟ څنګه يې وروزلئ او څه شي ته يې وروزلئ؟ تاسې د کرنيل امام کتاب او داسې نور کتابونه ولولئ چې څنګه يې پکې معرفي کړي ياست؟

د پاکستان عالي محکمې د شپږو قاضيانو ليک: څارګرې ادارې مو کارونو کې لاسوهنه کوي

https://www.bbc.com/pashto/articles/c724q7jjmqmo

دا خو ګردې نړۍ ته روښانه ده چې د افغانستان اړوند مسايل د پوځ او استخباراتو په اختيار کې دي نه د مرکزي حکومت. د مؤثقو او معتبرو لاسوندو له مخې خو ستاسې اداره له کوټې راوړل شوه او آی ايس آی تاسې ته لا له مخکې نه ويلي وو چې تاسې به هلته کوچېږئ او واک به درسپارل کيږي چې دا د بادار (امريکا) او د غلام لاسپوڅي (پاکستان) ترمينځ د عاشق ومعشوقې ترمينځ پټې اړيکې دي چې عاشق ومعشوقه پخپلو کې سره جوړيږي چې په دې لوبو کې خو تاسې د هغوی شل کلنه نيابتي راتپل شوې جګړه مخته بوتله او د همغوی پر اخور او دسترخوان رالوی شوي ياست.

شيخ صاحب،

کرنيل امام

د افغانستان د جهاد داستان

دا زموږ خپل جنګ وو

زه غواړم لږه رڼا په دې واچوم چې دا زمونږ خپل جنګ وو. مونږ د بل چا له پاره جنګ نه دی کړی. مونږ ته معلومه وه چې که مونږ د ډيورنډ لاين هغې غاړې سرې لښکرې حصار نه شوې کړلای، نو ډېر ژر به د پاکستان انجام هم د منځنۍ اسيا د هېوادونو په څېر د غلامۍ شي.

ځېنې خلک داسې فکر کوي چې مونږ ګني د امريکې له پاره دا جنګ وکړ، کوم وخت چې مونږ دا جګړه شروع کړې وه هغه مهال امريکا افغانستان له پاره هيڅ پرګرام نه درلود.

که يې درلودلای، نو بيا يې ولې د نورمحمد ترکي حکومت په رسميت وپېژندلو؟  تر دې چې پاکستان ته هم د امريکې لهاخوا وويل شول چې ((د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.))

زمونږ د پوځ نظر دا وو چې د نور محمد ترکي حکومت ډېر کمزوری دی او عام ولسي ملاتړ نه لري، نو پکار نه ده چې مونږ يې په رسميت و پېژنو.

ما په خپله د جنرال ضياءالحق نه هغه وخت اورېدلي چې نه بايد مونږ د نور محمد ترکي حکومت په رسميت وپېژنو، خو د امريکايانو تشويق او هڅونه وه چې مونږ د نور محمد ترکي حکومت په رسميت وپېژندلو.

[ ۱۹ مخ]

ګرانه خپه کېږه، شيخي ميخي نشته، خو دا تريخ واقعيت بايد ومنې چې تاسې اوسني او تېر جهادي واکمنان د پنجاب د يو ګومارل شوي دنده لرئ او بس.

پنجابي واکمنان ځآنته شريعت نه غواړي، خو موږ ته يې غواړي او حال دا چې روژه هم د شريعت يو فرضي حکم دی، خو هغه روژه هم پر موږ راتپلې او وايی چې ((روژه [رمضان] راغی پټان پوه شه او روژه يې.)) خو ته ساده ګل بيا د همغوی پر خولې پر خلکو شريعت پلی کوې او د سنګسار په شان سزا باندې ټينګار کوې، نو ته لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه چې دا څه کوې؟

ته ساده ګل بيا داسې انګېرې چې د ځمکې پر مخ له تا بل څوک زيات مسلمان او پر شريعت پاند نشته او حال دا چې د ښاغلي غني د وخت شنه ډالر اوس ته اخلې. هېښنده لا دا چې هغه وخت هغه ډالر هغه ته حرام، خو تا ته اوس روا دي. دا ځکه چې پاکستان ته هر څه روا دي او تا ته هم روا دي، نو ستا شريعت اصلاً د ((هو/نه)) باندې متکي دی نه په اسلامي ارزښتونو، کنه ته او خپل ايمان دې چې د يو عالم په توګه چې نه يوازې دا چې خلکو خدمات وړاندې کولی نه شئ، بلکې له نجونو او مېرمنو مو د زده کړې او د کار حق هم اخېستی او د امر ثاني په پلمه مو ترې غصب کړی او جيب ته اچولی او نه يوازې له هغوی، بلکې له عام ولس او خلکو مو د کار اخېستی او حکومت مو د يو تنو ملايانو په مينځ کې وېشلی دی. ايا دا انصاف دی چې پر ټول واک مو خېټه اچولی او د شل کلن بېګانه جنګ چې کرنيل امام ورته نغوته کړې واک يوازې د ځان حق بولئ چې تاسې افغانستان فتحه کړی او خپلواکي مو راوستې ده، د څه شي خپلواکي؟

کرنيل امام

د افغانستان د جهاد داستان

زمونږ د آي ايس آي يو بل افسر چې تازه تازه کندهار ته راغلی وو له ما وغوښتل چې ملا محمد عمر اخوند رسنيو سره له خبرو ډډه کوي او ډېرې رسنۍ غواړي چې د طالبانو په اړه پوی شي څه وکړو؟

مونږ په بيړه يو تکړه ځوان ملا خير الله خيرخوا چې ډېر فصاحت يې درلود يو لنډ کورس له پاره اسلام اباد ته ولېږه، خو هر څه دومره په تېزۍ سره روان وو چې په لومړي ځل مونږ د يوسخت مشکل وخت سره مخ شو

چې خپل کارونه مو په سمه توګه نه شو مديريت کولای.

مونږ نه غوښتل دومره ژر د طالبانو په اړه هرڅه خپاره شي او هغه د نړۍ د ميډيا په پرده را ښکاره شي.

[۷۴ مخ ]

دغه ټکي د دې ښوونه کوي چې ستا د واک او ستا د تخليق پروسه ټوله د بل چا په لاس کې ده او ان تر دې چې تاسې ميډيا ته راښکاره کېدو ته هم نه پرېږدي. ستاسې له پيله تر دې دمه همدا لوبه درباندې روانه ده او بيا هېښنده لا دا چې سراج الدين حقاني او نور له خلکو ستا په غياب کې له خلکو بيعت غواړي چې دا لا ډېره شرموونکې ده. د الله تعالی نېکبخته کرنيل خو اوس په خاورو کې پروت دی او نشته، خو هغه طرحه او پلان يې له مرګ وروسته لا تر اوسه هم پر خپل ځای دی، نو ستا پټون له مخې نه ترسيم شوی او دا ستا په واک نه دی.

زما نيوکه پر تا همدا ده چې تاسې هلته په کوټه او هم د هېواد دننه په عينو مينه کې او ان ملا حسن اخوند دې په ارګ کې د برمته شويو يا بونګه شويو حيثيت لرئ او بس. لارښوونې درته له بل ځايه راځي او لا تر اوسه ستاسې د واک واختيار کيلي د بل چا په لاس کې ده او دا هغه ورځ شوې ده چې ستاسې د دوحې له تړون لاسليکولو يوه ورځ مخکې عمران له خپلو نظاميانو او استخباراتو سره قطر ته ولاړ او هلته يې د تړلو دروازو تر شا له امريکا او عربي استخباراتو سره خبره خلاصه کړه او له هغې وروسته ستاسې د واکمنۍ پروسه پيل شوه او پاکستان ته د خپل هغه ورکړل شوي پلان سره پاکستان مخته يووړله او اوس ستا په څېر يو محکوم چې ولس ته راښکاره کېدای نه شې او همدغه وجه ده چې ستا حاکميت تر پوښتنې لاندې دی او يو محکوم نه شي چې په داسې شرايطو کې چې ولس ته خدمات غرضه کولی نه شي، بلکې حقوق يې هم ترې اخېستي او غصب کړي دي پرې درنې سختې فزيکي سزاوې پلې کړي او د کاڼو د ويشتلو ((رجم)) مساله کې چې علما يې په پلي کولو کې له احتياط کار اخلي او خپلو حکومتونو او محاکمو ته پکې مشوره نه ورکوي او احتياط پکې اولی يعنې غوره بولي، نو تاسې يې څڼګه په پلي کولو کې ټينګار کوئ؟

تاسې ټولو امور او فرمانونه مو پر ښځو پلي کړي نه پر خپلو ځآنونو او خپلو اړونده ملاتړيو او خپل خو بيا هېر کړئ او ځان پرې ناګاره واچوئ چې دا ستاسې دوه ګونی چلند او له ښځو سره يو توپيري چلند ښکارندويي کوي او دا د اپارتايد کړنه ده.

=-=-=-=-=

داسمه ده د طالبانوپه منځکې به هر ډول خلک وي کله چې لومړی ځل د امر باالمعروف او نهی عن المنکر څانګه جوړېدله داسې وشول چې طالبانو به د پخوانيو خلقيانو او د روسانو د اجنټانو په کورنيو تېري کول

هغوی يې وينځې ګڼلې او د شپې به يې کور ته وړلې.

په کندهار کې خلکو له ډاره غږ نه کولو خو دا کيسه ورځ تر بلې ډېرېدله. يوه ورځ کوم طالب چې طالب نه وو، خو پګړۍ يې په سر وه په کوم کلي کې پېغله جينۍ خوښه کړې وه.

هغه يې له پلار غوښتې وه، خو چې نه يې وه ورکړې په زور يې ځان سره وړې وه. کله چې نجلۍ انکار کړی وو پرې زياتی يې هم کړی وو او بيا يې وژلې وه. د نجلۍ کورنۍ طالب مشرانو ته عرض وکړ ټولو اندېښنه وښوده او وويل چې دا ستونزه ډېره شوې، نو بيا زما د يو ملګري کور ودان چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ايډيا يې وړاندې کړه او ټولو طالب مشرانو ومنله.

[ ۸۷ مخ]

شيخ صاحب،

دا ستاسې د پيل خبره ده چې له پيله مو بنسټ پر غلطه او د يو بېګانه جاسوس پر کرنيل امام پر لاس اېښوول شوی او تر پايه به همداسې نيمګړی او د نورو په واک کې وي. د يو مسلمان افغان په توګه دا ډېره دردوونکې ده چې يو بېګانه ګومارل شوی جاسوس زموږ له هر څه خبر کوي، خو خپل نالوستي، سرتنبه او غبي طالب نه او بيا لا تاسې پر خپلو فدايانو وياړئ او لا دا تور پر رسول مقبول مبرور صلی الله عليه وسلم اړوئ چې هغه د جومات پر سر ناست او فدايانو ته د شهادت او د جنت شهادتنامې ورکوي او دا کار بيا د اولياو د شان شوکت سره تشبيه کوي. هغه مبارک خو له کوټې سيده جومات ته راوته او صحابه به ورته سترګې پر لار ول.

تاسې او انصاف چې تاسې کله هم له خپل ماشومتوبه تر اوسه او په دې ټوله ملايي او شېخۍ کې مو چې په مدارسو کې زده کړې کړي دي. هلته مدرس پاتې شوي ياست او خلکو ته به امام پاتې شوي ياست تاسې کله هم په فزيکي او جسمي بڼه د جومات پر سر ناست ياست؟

شيخ صاحب،

بيا هم دريادوم چې علماء دا وايی،

هر هغه حکومت، سلطنت، نظام او سنبالچارې اداره چې خپل ولس، رعيت، ټولنې او ملت ته د لومړنيو بنسټيزو چوپړونو يعنې خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی وي او خدمات غرضه کولی نه شي ، نو هغو حق نه لري چې سختې فزيکي سزاوې، لکه : سنګسار ((رجم)) تر مرګه په کاڼو ويشتل، د بدن د غړو غوڅول يا پرېکول، قصاص ((بدل)) او داسې نورې سختې بېلابېلې بدني/جسمي او روحي ځورونې پلې ((تطبيق)) کړي، بلکه ښه دا ده چې دا ډول حقوقي سزاوې وځنډوي او راتلونکي منتخب حکومت ته يې وسپاري او يا يې په بديلو لارو چارو غور او هغه پلې شي، لکه، ديت، بښنه او اوږد عمري بند او داسې نور.

له بده مرغه چې تاسې اوسني واکمنان نه يوازې چې ولس ته د دوی د لومړنيو بنسټيزو حقوقو لکه زده کړه، د کار او د ژوند نور حقوق ورکړي نه دي او بلکې په ورکړه او په پوره کولو او يا مهيا کولو کې پاتې راغلي ياست، بلکې سرچپه او د دښمنۍ نه پخلاکېدونکې چلند مو غوره کړی او د کرکې په سترګه ورته ګورئ چې دا ښه خبره نه ده.

بيا هم،

دريادوم چې هېڅوک، هېڅ حاکم او هېڅ زورور او برلاسی واکمن د دې حق هېڅکله نه لري چې د زده کړې او د کار حق له چا واخلي. دا يو الهي حق دی چې الله تعالی د بشر له پيدايښت سره سم يې ورته د هغه لومړني بنسټيز حقوق مهيا کړي او له هغه وروسته يې ورته د ((ولاتقربا هذه الشجرة)) حکم کړی او د هغې وجه/علت يې ورته ويلی چې ((فتکونا من الظالمين)) او بيا يې ورته د هغې پايله ويلې چې ((اهبطوا منها جميعًا)) او بيا چې کله راکښته شول، نو له هغې وروسته د هدايت خبره ياده شوې.

تاسې خو عالم ياست او ښه پوهېږې چې الله تعالی له دې مخکې ورته د ((وعلم)) او ((انبئهم)) کارولی چې لومړی خپله زده کړه او بيا نورو يعنې پريښتو ته ښوونه چې ښوونه هم ورته الله تعالی پخپله کړې، خو بيرته يې پريښتو ته په ښوونه ورته وويل چې دا حق هملته په پيل کې فيصله شوی.

له هغه وروسته يې ورته د ((اسکن)) کليمه په داسې شکل کارولې چې ادم ته يې په ((انت)) او مېرمنې ته يې په ((وزوجک الجنة)) د سکونت او مصؤون چاپيريال حق يې هر يو ته جلا جلا په واضحه توريو تثبيت کړی او بيا يې ورته د ګډ ژوند په تړاو هغه لاره ورښوولې چې ((وکلا منها رغدًا)) شيخ صاحب تاسې خو خپله عالم ياست ايا ته او مېرمن به دې دا وزغمئ چې هغه ځانته پخلی کوي او ته يې ځانته؟ او د هندوانو په شان به ځانته جلا جلا ناست او ډوډۍ به خورئ ايا ته به يې ومنئ؟ نو ځکه الله تعالی دلته تثنيه وکاروله او د خوراک پابندي يې پرې ونه لګوله او مکاني محدوديت يې هم ونه لګولو او ورته يې روښانه کړه چې ((حيث شئتما)) چې بيا له دې ټولو خدماتو وروسته ورته دلته په ايات کې د نهی يا منعې خبره راغلې ده.

شيخ صاحب،

تر قيامته په دې پټون او نه راښکاره کېدو خلاصېدای نه شي او نه دا خبرې نورې چلېدای شي. تاسې مجبور ومکلف ياست چې د خپل پټون او د ښوونځيو د نه خلاصېدو وضاحت ورکړئ او امر ثاني دې اصلاً له پيله له شريعت او له ټولو مدني اسلامي او ان له أن له ټولو بشري او نړيوالو اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې وو او ټکر کې دی او په ټکر کې به وي.

الله تعالی موسی عليه السلام ته د طور په ليدنه کې له دېرشو لس ورځې زياتې کړې چې نصوصي روښانه دي او همداسې ذکريا عليه السلام ته د ((الا تکلم الناس ثلاثة ايام الا رمزا)) او ان پېغمبر صلی الله عليه وسلم د مرستې لپاره د پريښتو رااستونه چې قرآن يې وضاحت کړی دی، خو دا ستا امر ثاني ته هېڅ دک و دليل نور نشته او امرثاني دې اصلاً د نجونو له زده کړو سره د ناسيده مخالفت او دښمنۍ‍ په مانا دی.

شيخ صاحب،

تا ته خو پنجابي بنسټ Panjabi Military Establishment داسې سترګۍ اچولي چې عيني واقعيتونه پرې ليدای نه شې کنه هغه وخت چې بنګال وپنجاب يو حکومت وو او چې کله شيخ مجيب الرحمان ټاکنې وګټلې، نو پوځ په دې کار خوښ نه شو او بوټو يې رامخته کړ او ويې نه منلې چې په حقيقت کې پنجاب نه غوښتل چې د سياسي او پوځي واکمنۍ واک واختيار ډاکې ته انتقال شي، نو په مخالفت شروع وکړه او خبره جنګ ته ولاړه او هغه مجبور شو چې له پنجابي ظالمو حاکمانو هندو ته د مرستې غوښتنه وکړي، خو هغه همدې پنجاب نظآمي واستخباراتي واکمنۍ چې تاسې يې دلته واکمنان کړي ياست سخت تنګ او مجبور کړ چې د يو مسلمان له لاسه هندو نه مرسته وغواړي، نو ستا هغه هېر شول.

تا ته په ياد نه دي چې هغه غريب او بېوزلی بنګاليانو د خپلې ښې راتلونکې او تلپاتې خپلواکۍ او ويښتيا لپاره دا درک کړه چې يوازېنی شی چې هغه موږ په راتلونکې کې له تل کړاوه خلاصوي هغه زموږ د اولادونو زده کړه ده او همغه وو چې په هغه سختو شرايطو او جنګي حالاتو کې ښوونځي په ګرځنده کښتيو جوړ کړل او يوه ورځ يې هم د خپلو اولادونو زده کړه ونه دروله او تا ظالم او بدبخته د يو عالم او شيخ په توګه له دې ټولو عيني واقعيتونو سترګې پټې کړي او دا دې د کور داخلي مسآله بللې، ولې؟

تاسې د يو ديني عالم او مدرس په توګه دا خپلې کړنې او امر ثاني مو څنګه توجيه کوئ؟

ايا داسې کوم مؤثق او مستند مدرک يې وړاندې کولی شئ؟

که يې کولی شئ، نو دا يې ګز و دا ميدان، مهرباني وکړه او راوړاندې يې کړه چې ويې ګورو او ويې لولو چې تا څه قانع کوونکي دلايل پکې راوړي دي چې موږ پرې قانع شو او منښته درسره وکړو او که نه، او وړاندې کولی يې نه شې، نو مهرباني وکړه رسنيو ته راووځه او وضاحت يې ورکړه.

علم دين زموږ د ټولو مشترک ميراث دی. يوازې او يوازې يې تاسې واکمنه ډله د تسلط او انحصار دعوه کولی نه شئ. اسلامي او نااسلامي نړۍ له ديني علماو او متخصصينو ډکه ده چې دا ځان ناګاره اچول او پر ښوونځيو او زده کړه خېټه اچول، غصب او يوازې د ځان حق دا به ستاسې خپله سرتنبه ګي وي او لا به په ټولنه کې له دې نور هم منزوي شئ او نور له داسې کړنو او نه پخلا کېدونکې دښمنۍ لاس واخله.

تاسې اوس دا ملت او د دې ملت د نجونو د زده کړې حق برمته کړی او په خپلو منګولو کې مو نيولی او ولس ته يې نه ورکوئ.

پاملرنه

اوسنيو واکمنانو ته اړينه ده چې له خپلې سر زورۍ لاس واخلي او له وخت ګټه پورته کړي او نوره اجازه ورنه کړي چې د ښوونځيو په نه پرانېستنه کې له بېغورۍ کار واخلي. څومره چې ژر کيږي بايد د نجونو ښوونځي خلاص او ټول ښوونيز بنسټونه بايد د نجونو پر مخ خلاص شي.

مه ځانونه غولوئ او نه نور دا ملت په دې او هغه پلمه تېر باسئ.

او که نه، نو نور په دغه شان پاتې کېدای نه شئ او دا مظلوم ملت نور مه مجبوروئ چې د خپلو اولادونو د زده کړې په پار مو ګرېوان ته لاس درواچوي او خبره خرابه شي.

درې کاله مو بس دی او ډېرې بېلابېلې پلمې مو وکړې او بله يوه پلمه هم درته پاتې نه شوه. ښاري او اطرافي کلتورونه سره توپير لري او دا جنجال به خامخا درته راپورته کيږي او دا په حقيقت کې نوره جوته شوې چې اوس د لوستي او د نالوستي طالب ترمينځ کشمکش روان دی. تجربو جوته کړې ده چې علم تل پر جهالت بريا موندلې او ژر دی چې نور دا د جهالت ټغر ورټول او بيرته د علم رڼا او علمي ښوونيز چاپيريال رامينځته شي.

اوسنۍ واکمنه اداره بايد دا له ذهنه وباسي چې ښځې د الله تعالی مستقل او خپواک مخلوق دی چې ان په لمانځه او په سورة الفاتحه کې يې ورته د ((اياک نعبد واياک نستعين)) او همداسې په ((اهدنا الصراط المستقيم)) کې يو شانته حق ورکړی، نو اوسنۍ واکمنه اداره يې ولې د زده کړې حق غصب کړی او په دې او هغې پلمه يې ځنډوي او له بهرنيانو سره پرې د ځان لپاره معامله کوي چې دا ښه کړنه نه ده او دا غصب ورته د دوی په تاوان پرېوځي. دا ځکه چې ورځ تر بلې په ټولنه کې اعتبار له لاسه ورکوي او نفرت ترې پيدا کيږي او پړه يې خپله د دوی پر غاړه ده چې بايد داسې ونه کړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبانو د مشر څرګندونو ته د ښځو د حقونو د افغان فعالانو غبرګونونه

https://www.pashtovoa.com/a/afghan-women-activist-reaction-to-taliban-leader-new-remarks-on-stoning-women-in-public/7541263.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.