اسلامي امارت بايد د مکتب او د مدرسې ترميځ واټن ايجاد نه کړي او له توپيري چلند لاس واخلي

سيد حسين پاچا

134

د شيخ هبت الله د پاموړ :

اسلامي امارت بايد د مکتب او د مدرسې ترميځ واټن ايجاد نه کړي او له توپيري چلند لاس واخلي

اسلامي ارزښتونه ((قرآن واحاديث)) د ښځو له زده کړو سره هېڅکله مخالف نه دي، بلکې تش په نوم د بېګانه استخباراتو له لورې راوارد شوې اداره يې سرسخته مخالفه ده او د ښوونځي و مدرسې يعنې د ليک لوست ونالوستۍ يا د پوهې وناپوهۍ ترمينځ يو رخه ناک ((عُقده من)) چلند او ټکر دی چې نن راغلی دی

نن د بېګانه استخباراتو په مټ مدرسه واکمنه ده او ښوونځی وپوهنتون بې ارزښته دي. د خپلې ناپوهۍ او عُقده من چلند له لاسه د بېګانه وو بدنامې بدلمنخونې راته ښه ښکاري، خو خپل د ليک لوست او د زده کړې بنسټونه راته د فحشاو مرکزونه ښکاري، دا ځکه چې موږ ورته د نورو له استخباراتي سترګيو ګورو نه خپلو طبعي سترګيو

نوټ : طالبه او شيخ هبت الله دا مدرسه يوازې تا نه ده لوستې، بلکې دا زما وستاسې په شان ډېرو لوستې ده، خوهېڅکله موږ له خپلو ښوونځيو او پوهنتونونو سره دغسې دښمني او کرکه نه لرله لکه نن چې ورسره زموږ د مذهب پرېښتو راخېستې ده چې آخر دا ولې؟ د مدرسې او د مکتب ترمينځ بايد واټن هېڅکله ايجاد نه شي او له دواړو سره بايد بايد يو شانته مساوي عادلانه چلند وشي.

ښاغلی شيخ هبت الله د اسلامي امارت واکمنه،

تاسې ته يې وايم چې تاسې له خپل کوشنيوالي تر دې دمه يا په نورو ټکو د مدرسې له پيله و فراغت او هم د تدريس له پيله تر اوسنۍ واکمنۍ پورې ايله خپل ټول عمر په همدې دښمنۍ کې تېر کړی دی که څنګه؟

اخر ته لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه او سوچ وکړه چې،

  • د همدغه موجوده قرآن نسخه موږ ته د حفصې أم المؤمنين نه راپاتې ده.
  • د مؤثقو او معتبرو احاديثو sound hadith نژدې زياته برخه له أم المؤمنين عائشة او نورو صحابياتو نه راپاتې ده.
  • په نړيواله کچه تر ټولو معتبر او مؤثقه نسخه د صحيح البخاري هغه د ښځې په لاس کښل شوې چې هغې ته ((النُّسخة اليُونينيّة الکريمة المروزية)) وايی.
  • همداسې د صحيح البخاري تر ټولو معتبر او په لوړه کچه سند هغه هم د ښځې دی چې فاطمة البطائخيّة نوميږي.
  • کريمة المروزية به صحيح البخاري د مکې په حطيم يا په حجر اسماعيل کې تدريس کولو او د وخت ستر علماء او قاضيان به ورته ناست.
  • فاطمة البطائخيّة به صحيح البخاري په مسجد نبوي کې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د قبر سر خوا ته کولو او دېوال ته به يې تکيه وهلې وه، ځکه چې بوډۍ او کمزورې وه، خو بيا هم خلکو او د وخت علماو او قاضيانو به ترې غوښتنه کوله چې صحيح البخاري ورته تدريس کړي او هغوی به ورته ناست ول.

أم الدراء الکبری به په بيت الأقصی کولو او په ګڼ شمېر کسان علماء او قاضيان به ورته ناست او زده کړه ترې کوله. زما استاذ دکتور محمد اکرم ندوي په خپل کتاب ((الوفاء بأسماء النساء)) المحدّثات کې له هغې نه درې سوه او شپږ نوي ۳۹۶ نومونه راوړي او نور يې د طوالت له امله پرېښي دي.

همداسې جامعه مظفريه او نور ځايونه درواخله.

د مراکو نړيواله نوموتې جامعه ((جامعة القرويين)) هغه هم ښځې فاطمة الفهريّة جوړه کړې چې بيا وروسته چا ښځو او نجونو ته د زده کړې حق نه ورکولو او بلکې په هماغه د ښځې پخپل لاس او خپل مالي لګښت چا ښځې او نجونې پکې زده کړو ته نه پرېښوولې.

  • د ښځې شکايت (فرياد) له اوو اسمانونو پورته اورېدل کيږي او پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته يې په حق کې لارښوونه کيږي، خو زموږ په سوړه او ارګ کې چوپ او پټ مشران يې په ټولنه کې غږ نه اوري.
  • د ماشوم له پيدايښت سره سم ښځې ته د والدين حيثيت ((درنښت/عزت)) ورکول کيږي او رب العالمين يې پخپل اسماني لارښود کتاب کې موږ ته په ايات کې له ځان سره خوا په خوا يادوي، خو موږ ته ګنهکارې ښکاري.
  • مريم بي بي ته وايی چې ((يمريم ان الله اصطفاک وطهرک علی نساء العالمين)) او همداسې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم حديث مبارک د أم المؤمنين عائشة رضی الله تعالی عنها کې درواخله.
  • خديجة الکبری ته د رسول مقبول مبرو صلی الله عليه وسلم په خوله د الله تعالی له لورې سلام ويل کيږي او أم المؤمنين عائشة رضی الله تعالی عنها ته د مقربې پريښتې جبرائيل عليه السلام له لورې سلام ويل کيږي، خوموږ ته يوې بدنامې څارګرې ادارې داسې سترګې رااچولي دي چې هر څه يې له مو هېر او شا ته کړي دي.

شيخ صاحب،

زموږ خو نورې هغه ټولې بېلابېلې پلمې هم ختمې شوې، نو ستا أمر به کله خلاصيږي؟

همدا اوس که موږ د ايران د ښځينه ساينسپوهانو او د تېکنالوژيو د پوهاوي کچې ته وګورو، نو شاباس چې هغوی له موږ ډېر مخته دي او ډېر کار يې کړی دی، ځکه خو نن د اسرائيل په څېر له يو ښکېلاکي ځواکمن او ظالم سره سيالي کوي چې دا خو په ساينس – علم او پوهې سره کيږي. دا خو زموږ وستا په شان وروسته پاتيو باندې چې ايله د نورو دم و دوا او چوپ و کُف ته ناست وي. څه چې راته د ښکېلاکګرو پاتې شونی ووايی، نو هغه منو او نور هېڅ نه منو.

ملا محمد حسن اخوند :

چې زه ژوندی يم نجونې به رانه ښوونځي ((مکتب)) ته ولاړې نه شي

زما په ژوند به نجونې رانه د فساد د مرکز یعنې مکتب په دروازه کې قدم کښېنږدي

مصالح عليا ((لوړې ملي ګټې)) :

ابن تيميه رحمه الله وايی چې د مصالح علياوو يا لوړو ملي ګټو په پار دا اړينه ده چې حدود او تعذيرات معطل او وځڼدول شي. خدای مه کړه که هېواد تجزيې ته ځي او يا لکه د اوس په شان له سختې نړيوالې انزوا او اقتصادي ستونزو او د نجونو د ښوونځيو، د مېرمنو د کار او د يو ټول ګډونه حکومت د نه جوړېدو په صورت کې دا اړينه ده چې ځينې واړه خطرات پر ځان ومنې او له لويو او سختو ننګونو او وخيمو شرايطو نه پرې ځان او ملت بچ کړې چې دا به ښه وي.

له طالب و مدرسې پرته نور څوک د زده کړو او په حکومت کې د کار حق نه لري. هغه بايد ختمي مدرسه لوستې وي او په طالبي جهاد کې چې هغه نصيرالله بابر د پاکستان مشهور ژورناليست حامد مير ته چې له بېنظيرې سره په ۱۹۹۵ ز کې د ملګرو ملتونو د پنځوسم تلين نمانځنې ته تللی وو ويلي وو :

  • Why Taliban are good for Pakistan?
  • We are using Taliban as the pipeline police.
  • That why we are promoting this militia that they will help our economic interests.

نو زما ګرانه شيخ صاحب،

د شرم خبره ده چې تاسې ته يې ((د ګازو د نلليکې پوليس)) او د ((ملېشه)) نوم کارولی دی، نو ته څنګه وايی چې زه په شريعت له چا سره معامله نه کوم، نو ته سوچ وکړه چې لومړی خو پر تاسې باندې خپله معامله شوې ده يعنې بابر تاسې د مولانا سيمع الحق او مولانا فضل الرحمان او هم د مولا سراج الحق له ليارې د پاکستان د ګټو د ساتنې او تأمين لپاره معامله شوې ده نه په افغانستان کې د يو واقعي شرعي اسلامي نظام لپاره پانګونه شوې ده، نو ځکه يې درباندې هغه پاتې ښوونه او روزنه هم ولوټله او ضياءالحق خو د حکمتيار او د همدې بابر د روزل شويو په لاس له موږ څخه زموږ سياسي خپلواکي لوټلې ده، خو له بده مرغه چې موږ جهاديانو او نه تاسې طالبان او نه داعشيان دغه باريکه معما چې په ښکاره يې ورته مذهبي سپېڅلی نوم ورکړی او زموږ وستاسې په شان يې ورته نالوستي مجاهد، طالب و داعشي په نومونو تېر ايستلي يو، بلکې له موږ يې زموږ ټول مشروع ملي – سياسي او اقتصادي حقوق هم اخېستي دي، نو ځکه يې د خپلو موخو د ساتنې په پار تاسې هلته د کندهار په عينو مينه او دا نور خواران يې بيا په ارګ بېواکه کېنولي دي او چا ته مخ هم راښکاره کولی نه شي، نو تاسې اخر لږ په دې ګرېوان کې سوچ وکړئ چې د اسلامي شريعت د تطبيق په نوم دې مُغالطه هم پکې شوې ده او ذهنونه پرېمينځل brainwashed شوي دي چې ستا اسلامي شريعت او کړنې او تېروتنې څومره سر خوري؟

خبريال :

طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام بايد ړنګ شي

د ملا عبدالکبير د وينا د متن يوه برخه :

https://khabarial.com/archives/1249

د ملا عبدالکبير خبرې :

د اسلامي انقلاب کامبيابي به دا وي چې ”په نظام کې بدلون راشي“. که چيرته موږ هلته ورشو نظام به هماغه وي چې ورسره کښېنو، نو بيا خو به مو حال د هماغه مخکېنيو خلکو په شان وي. هغه خو ډېره ناکامه تجربه ده چې موږه مخکې ليدلې ده. نو اسلامي امارت به چې له ناکامې تجربې نه وروسته راغلی وي دغه ناکامه تجربه به بيا نه تکراروي. خدای ناخواسته چې هغوی به په افغانستان کې د مذاکراتو په نتېجه ((پايله)) کې يو مخلوط نظام به راولي. هغه نظام به د اسلامي امارت له افرادو، له کمونيستانو او د غربيانو نه يو جوړ مرکب نظام وي. زه تاسې ته په دې کې ډاډ درکوم چې اسلامي امارت به د نظام په سر باندې له چا سره معامله نه کوي. سوچه اسلامي نظام به راځي.

له کابل او مسکو نه چې څومره خلک يعنې افغان سياستوال ورغلي دي. تاسې دغه مجمعت (هيئت) اورئ چې په پای کې دوی ټول د طالبانو دغه بلنه مني چې ”راتلونکی نظام به اسلامي نظام وي“. يعنې دا حکومت به اسلامي حکومت وي. تاسې په مذاکراتي غونډه کې ګورئ چې طالبانو دغه خبره پر خلکو باندې منلې ده چې ”طالبان له خپل موقف نه په شا نه دي تللي او نه به ځي“. دغه ناکامې تجربې د هغوی په مخ کې دي، نو له هغې ناکامې تجربې نه په ګټې سره به بيا دغه شيان دوی نه تکراروي.

تاسې دغه حاضر علمای کرام بايد په دې پوره مطمئن او پوره ډاډ درته حاصل وي چې ستاسې له لورې چې نور وړاندې (مخته) زموږ څومره کسان دي او ستاسې ليدنې ورسره کيږي هغوی ته ډاډ ورکړی شي.

نو ملا صاحب،

اوس خو دې نظام هم بدل شو او هر څه ستا په واک کې شول، خو څه دې وکړل؟

ولې منزوي شوې؟

تاسې بايد د دې ځواب ومومئ او دا په دې او هغې مولوي صاحب نه کيږي.

حکومت يوازې او يوازې د ملا حق او ميراث نه دی او له دغه لېونتوبه او ځانځانۍ تېر شئ. دا کړنې مو د کعبې پر ځای ترکستان ته وړي.

***           ***           ***

د ملا فاضل د وينا غږيز متن :

***           ***           ***

طالب مشر د کوټې شوری له نورو غړو سره تر غونډې وروسته وايی :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،

مسلم مولوي صاحب،

ښه يې،  جوړ يې، په خېر يې، کور کې خيريت دی؟

شپې و ورځې په خير …؟

مولوي صاحب مستقبل مې راوغوښت. مولوي صاحب شهاب هم راسره دغه دی ناست دی چې هغوی ته مې هم دغه خبرې ورولېږلې. ان شاء الله چې ملا منان اخوند او د عاليقدر اميرالمؤمنين ملا صاحب مرحوم ورور دغه دي چې ورسره کېناستم يو ساعت. که دې لا اجازه وي، نو دغه خبرې نورو ملګرو ته هم ورولېږه! علماو او متدينو خلکو ته يې هم وکړئ چې دا ستا وظيفه ده. نور موږ د راډيو په اعلان او په دې باندې له کفارو سره موږ يو څه دغسې کړي (ايښي / منلي دي) چې دا خبرې به په يو وار مه رسوا کوئ.

دا يوه خبره – خبره چې دوی وايی :

موږ پرړه ولو (کوو) چې ټرمپ دا وويل چې ((استخبارات به پاتې وي)) او يا يې دا وويل چې ((موږ به کومک يو)) چې موږ هغه پرړې ولو. طالبانو هم ورته ويلي وو چې موږ ورته وويل چې د يو ولسمشر په توګه يې دلته راسره دا پرېکړه کړې ده او هلته داسې خبرې کوي؟

هغه دوی دا وويل چې :

((موږ د خره غول (خرشنه) خوړلي دي)). ((هغه هر څه د خره  غول (خرشنه) چې وخورو، هغې ته يې غوږ مه راباسئ. نو موږ به هغه کوو او هغه خبرې به زموږ ورسره وي)).

نو خبره دا وه چې ملا منان اخوند وو، علاؤ الدين اغا وو. د استخبارات وزير اميرالله اخونزاده صاحب وو، دا خلک راغلي وو. موږ د امارت هغه د حلقو مشران او يا د وزيرانو په شکل خلک چې وو. د لس کسيزې شوری خلک وو، که د شل کسيزې شوری خلک وو چې کشران دا ټول يې سره راغوښتي وو، نو بيا يې بېسده ډوډۍ کړې وه. ډوډۍ يې هم په تبخو کې راکړه. خټکي په کې وو، انګور پکې وو. د پسو خچکي وو ، نو بيا له سهاره تر غرمې پورې دا مجلس شروع وو.

مولوي ملوک صاحب او د سترې محکمې شيخ صاحب او مولوي شيخ داد محمد صاحب او مطلب بعضې (ځينې) هغه شيوخ هم راغلي وو چې د امارت تر محاکمو او عدليو پورې يې تعلقات (تړاو) درلوده. زموږ خليفه جهاني صاحب هم راغلی وو. بيا دا خبرې وشولې چې څلور مادې ملا منان اخوند اعلان کړلې :

لومړۍ ماده :

  • د ملا برادر اخوند دسخط او د ملا برادر اخوند خط او مکتوب يې چې راوړی وو،

هغه مکتوب او خبره دا وه چې مطلب يوه ماده يې دغه وه چې :

له کفارو سره مو داسې ماده ليک کړی دی، داسې پرېکړه مو ورسره کړې ده چې کفارو داسې سوال راباندې کړی دی چې :

 تاسې ولې موږ په دا ملک کې نه پرېږدئ؟((، سفارت خو به نو پرېږدئ. دا سفارت زموږ چې دلې په افغانستان کی دی، سفارت بايد زموږ پاتې وي.

د سفارت په برابر مونږ ورته داسې جواب کړی دی :

موږ چې يوځلې خپل امارت و خپل پروګرام او خپل ملک سره قايم او برقراره کړو، نو بيا به تاسې له موږ څخه خواسته کوئ، نو بيا به موږ دا مشوره کوو چې زموږ ملک ستا سفارت مني که يې نه منې؟ که ملک سفارت منئ (منلو)، نو سفارت به دې دلته  پاتې وي. که دې ملک نه منئ (منلو)، نو نن چې دې دا کومه ډله ده له هغې سره به دې سفارت هم وځي. دا پرېکړه چې امريکايانو پر دغه پرېکړه لاسليک او قناعت پرې کړی دی.

دويمه ماده :

دويمه ماده يې دا ده چې مثلاً :

د کفارو هغه متحد ملکونه (ملاتړي هېوادونه) چې دي او خود (خپله) کفار چې دي دوی او د افغانستان په برابر به بيا نه زموږ متحده يوملک په دې کاريږي چې د افغانستان په خاوره به يو چا ته د يرغل جای (ځای) ورکوي او يا دوی به خپله ورباندې يرغل پرې کوي او نه به يې شخصې (خپله) کفار او مونږ کوو. دا دوی مادې وې چې دا دسخط (لاسليک) يې ورسره کړی دی.

درېيمه ماده :

درېيمه ماده يې په طالبانو باندې داسې کړې ده چې طالبانو هم ورسره قناعت کړی (منښته کړې) چې له افغانستانه به موږ توغندی يا طياره نه درالوځوو چې امريکې پرې وولي (خطر وي). دېخوا ته نور ملکونه زموږ په اختيار کې دي.

څلورمه ماده :

څلورمه ماده دا ده که ژوند وو له خير سره چې د افغاني مذاکراتو قناعت (منښته) طالبانو ورسره کړې چې دوی پرې ډېر ټينګ وو، خو هغه په دې شرط سره منلې چې که اشرفغني يا که کرزی راسره غږيږي، نو د اداري او د ملک په سطحه (کچه) نه، چې موږ يې نه منو. نه يې [دا] ملک دی او همداسې د نورو افغانانو په څېر د يو ګوند [جهت / لوري] په شکل به راسره غږيږي. که يې خوښه وي يا غواړي چې خبرې وکړو، نو پر دغه لېول (سطحه / کچه) ورسره غږيږو. مذاکرات ورسره کوو، خو امريکايانو بيا دوی ته پېشنهاد کړی وو. زموږ او د دوی د مهالوېش اندازه درې طريقې اېښې وې چې په هغه دريو طريقو کې يې يوه ورسره منلې ده او هغه امريکايانو هم قناعت ورسره کړی دی.

زما په فکر دا نو د پينځو، شپږو،څلورو او پينځه نيمو مياشتو په شاوخوا کې به وي، خو هغه دوی پېشنهاد ورته کړی دی چې که زموږ يوه اډه له يو جای څخه بل جای ته انتقاليږي يا زموږ خلک له يو ځای څخه بل ځای ته ځي هغه ضمانت طالبانو ورته کړی دی چې د افغاني مذاکراتو له شروع مخکې يې دوه قيده ورته اېښي دي :

لومړی قيد :

يو قيد زموږ دا دی چې د زاړه امارت وخت کې چې زموږ او د کفارو نظر پر هغه واوښت چې کفارو پر موږ د کومو ملکونو بنديزونه لګولي دي د هغو بنديزونو لاسليک يې ورسره کړی دی چې هغه بنديزونه به پر تاسې باندې خلاص وي.

تر افغاني مذاکراتو مخکې هغه لاسليک ورسره کوي  چې د افغاني مذاکراتو دوی ورته ډېر ټينګ وو. موږ ورته وويل، ښه (هو)، افغاني مذاکرات هم ورسره کوو. يوځل چې دې ملک ته امارت بيرته جوړ شو، زياتي دې خلک ټول تر امارت لاندې راځي.

دوی دا ورته ويلي که د مذاکراتو ضرورت وي، نو بيا دا مذاکرات يې په هغه شان ورسره منلي دي چې دغه لاسليک به تر هغو مذاکراتو مخکې راکوئ چې هغه بنديزونه به پر موږ باندې ازاديږي. طالبانو هم هوکړه ورسره کړې ده.

دويم قيد :

بل يې دغه قيد ورسره اېښی دی چې پينځه زره (۵۰۰۰) کسه بنديان به له مذاکراتو مخکې ايله (خوشې) کيږي. کله چې مذاکرات شروع شول، نو د مذاکراتو د شروع په وخت کې به بيا هغه شخصًا د امريکايانو بنديز وي، نو هغه امريکايانو وويل چې هغه کله مذاکرات شروع شول، نو زموږ به ډرون هم ختم وي، چاپې به مو هم ختمې وي او هر څه به مو ختم وي چې هغه يې په خوله ورته ويلي دي. نو ان شاء الله چې هغه کارونه تر دې سره راغلي. نور جزئيات ډېر دي. ډېرې بوټ بوټ ((جزء جزء)) خبرې دي چې هغه به بيا له نزدې سره کوو چې زياتي واټس اپ هم زما پر خبرو دومره وخت واخېست.

مسلم صاحب السلام …

هسی که تاسې درانه لوستکي له دغه سرزوري وپوښتئ چې ښه، سمه ده چې تاسې خو هر څه ورسره په خوله ويلي، نو،

هغه ډرون ولې ختم نه شول؟

دی ساده ګل امريکا ته او خبر نه چې پنجابي واکمنې استخباراتي کړۍ داسې تېر ايستلی دی چې هر څه يې ورسره هسې په هوايي ژمنو تر سره کړي دي او بس.

ښکاره ده چې د دې په شان نورو ډېرو ته به يې په ذهن کې دا ورڅڅولي وي چې ګوره پام کوئ چې ښوونځي او پوهنتونونه درنه خلاص نه شي او تل بايد بند وي. نو هغه دی چې په عمل کې يې مدرسو ته زور ورته کړی او د نجونو له زده کړو له زده کړو سره په پټه وښکاره دښمني راخېستې ده.

مېجر عامر :

((د امريکا ډېر خدمت کړی، د طالبانو حکومت مو ورته ړنګ کړ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ))،

دکتور محمد اکرم ندوي :

Learning Arrangements for Women

The prophet respected the women and he said “حُبِّبَ اِلَيَّ النِّسَآءِ” women have been believer to me. So, the prophet loved the women and respected them so we should respect them. If you respect the women evil will become less ‘will go’ really. Because women really feel great risk, and everybody is really humiliated. They are humiliated in the Muslims society. So, they should have get respect. When we have got respect then you can see we will have much a better way.

په ګرده اسلامي نړۍ کې نجونې او مېرمنې ((ښځې)) ټول اوس په يو سخته وېره او لوی خطر کې دي او د هر چا سپکاوی کيږي. د دوی بايد درناوی وشي.

کله چې موږ د نجونو او مېرمنو ((ښځو)) درناوی وکړو، نو موږ به لا ښه او پرمختللی سوکاله ((ارام وخوشاله)) ژوند ولرو.

زموږ له ملت نه په سوړه کې پټ اميرالمؤمنين او ډلې يې داسې سوګند کړی دی تر څو چې دوی ژوندي او واکمنه وي،نو نجونې به ترې د ښوونځي او د پوهنتون پر دروازه پښې کښېنږدي، نو له دوی به سړی څه د خير او د نرمښت تمه ولري؟

https://www.youtube.com/watch?v=kyRQI67yaJ4&t=105s

Learning Arrangements for Women | Shaykh Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=wekCtVjkaVw

Shaykh Akram Nadwi on Women, Cultural and Society

https://dawatmedia24.com/?p=149433

نه پوهېږم چې ناسم پوهای چېرته دی؟

  • ټاکنې نه کوې.
  • ريفرېنډم نه کوې.
  • ملي لويه جرګه مو نه راغواړې.

زما ښه ياديږي چې ضياءالحق هم يو وخت د ريفرېنډم خبرې کولې، خو چې د رښتياو وخت راغی، نو ترې وتښتېده او خپله يې بيا ځان په زور د خلکو واکمن کړ، نو تا هم يوازې د ملايانو په راغوښتنه دغسې معامله کړې ده چې ملايان د ټولنې يوه برخه يا يو قشر دی او د هر چا استازولي نه شي کولی، نو په دغه ځای کې نه پوهېږم چې ځان دې ناګاره اچولی او که څنګه؟

خو خلکو او ولس ته وايی چې زه په اسلامي شريعت له چا سره معامله نه کوم، نو دغه معامله ما ته لږ شانتې روښانه نه ښکاري، نور نو ستا خوښه چې څه کوې واک واختيار او خوښه دې خپله ده، خوشريعت مه بدناموه چې دا مې درته يوه توصيه يعنې سپارښتنه ده.

ښه به درته دا وي چې سملاسي د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه نور خلاص او په مخ کې يې هېڅ ډول خنډ او ځنډ رانه ولئ.

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.