پاکستانه! وطن خو دې پر ما زما له خپله لاسه وران کړ

سيد حسين پاچا

144

پاکستانه! وطن خو دې پر ما زما له خپله لاسه وران کړ، خو زموږ ښوونه او روزنه دې هم د د دين او د مذهب پر پريښتو ولوټله

داسې نه شي کېدای چې ستا د لاهور د هيرا نوموتې بدنامه منډي دې خلاصه او زما د معصومو لوڼو او خويندو ښوونځي او پوهنتونونه دې ستا په نغوته چې پرون د مجاهد او د طالب په لاس سېځل کېدل او نن بيا هم د همدې طالب له لاسه بند دي. طالب ومجاهد به يا ستا او يا د خپل ولس په چوپړ کې وي

لغماني چلتار خليزاد خو به ويل چې طالبان اوس هغه پخواني طالبان نه دي. دوی بدل شوي او نړۍ يې ليدلې ده. دې لغماني خو دا هم ويلي وو چې موږ تخم درته کرلی او پر حاصل باندې به يې وروسته پوی شئ

نوټ : پنجابی نظامي بنسټ يا په کور دننه واکمنه کړۍ مې پرون او وړمه ورځ هم دښمنه وه. نن مې هم دښمنه ده او بيا به مې هم دښمنه وي. موږ پوهيږو چې نننی اتومي شوی پنجاب هېڅکله زموږ خپلواکي ((استقلال وحاکميت)) زغملی نه شي. افغانستان په تېره جهادي لوبه کې لا تر اوسه د ځآن حق بولي او کرنيل امام پخپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) په ۵۶ مخ وروستي پاراګراف کې داسې ليکلي دي ((د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زموږ حق راکړی شوی وی.)) نو ګرانه شيخه، نننی طالب و پرونی مجاهد او سبا ته داعش د دې لپاره نه دي جوړ شوي چې هغه هغوی دين او د دې خپلې خاورې حاکميت وګټي او يا يې وساتي، نو ګرانه، دا د شريعت په نوم خبرې اصلاً د شريعت خلاف دي. د حکمتيار هغه فتحه څه شوه چې ويلي يې وو ((کابل فتح شد))، نو د سوبې ((فتحې)) له پاسه بلې سوبې ستا ((فتحې مبين)) ته څه اړتيا وه؟ هېښنده لا دا چې د پنجاب د اشغالي موخو د سرته رسولو لپاره دې د بېګانه استخباراتو په لاس خپله را وارد شوې ادارې ته خپله فتحه د مکې له فتحې سره ورته وبلله او د ((فتحًا مبينًا)) کارونه دې ورته وکاروله؟ ولې؟

زما ګرانه ساده ګله شيخه،

کرنيل امام

د افغانستان د جهاد داستان

( ۱۹ او ۲۰ مخونه)

دا زموږ خپل جنګ وو

زه غواړم لږه رڼا په دې واچوم چې دا زمونږ خپل جنګ وو. مونږ د بل چا له پاره جنګ نه دی کړی. مونږ ته معلومه وه چې که مونږ د ډيورنډ لاين هغې غاړې سرې لښکرې حصار نه شوې کړلای، نو ډېر ژر به د پاکستان انجام هم د منځنۍ اسيا د هېوادونو په څېر د غلامۍ شي.

ځېنې خلک داسې فکر کوي چې مونږ ګنې د امريکې له پاره دا جنګ وکړ کوم وخت چې مونږ دا جګړه شروع کړې وه هغه مهال امريکا افغانستان له پاره هېڅ پرګرام نه درلود.

که يې درلودلای، نو بيا يې ولې د نورمحمد ترکي حکومت په رسميت وپېژندلو؟ تر دې چې پاکستان ته هم د امريکې له خوا وويل شول چې د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.

زمونږ د پوځ نظر دا وو چې د نور محمد ترکي حکومت ډېر کمزوری دی او عام ولسي ملاتړ نه لري، نو په کار نه ده چې مونږ يې په رسميت و پېژنو.

ما په خپله د جنرال ضياء الحق نه هغه وخت اورېدلي چې نه بايد مونږ د نور محمد ترکي حکومت په رسميت و پېژنو، خو د امريکايانو تشويق او هڅونه وه چې مونږ د نور محمد ترکي حکومت په رسميت و پېژندلو.

=-=-=

بيا ورپسې همداسې مخته ځي او وايی :

هغه مهال چې شوروي افغانستان ته را دننه شو مونږ خپلې اندېښنې امريکايانو سره شريکې کړې، خو د امريکا ولسمشر جيمي کارټر له مونږ هيله وکړه چې نه دوی او نه هم پاکستان بايد د افغانستان مسالې ته لمن ووهي. دا مهال امريکا د افغانستان په شمول يوه داسې سياسي جعرافيه منلې وه چې واک يې د شوروي سره دی.

خو زمونږ له پاره دا معادله بيا د منلو نه وه، که مونږ بې غمه کېدلی، نو هلته ورځ تر بلې د هندوستان اثر او رسوخ مخ پر زياتېدو وو. د افغانستان پوځ او حکومت په پښو درېده او افغانستان کې اقتصادي پراختيا او سياسي او پوځي ځواکمنتيا د دې لامل کېدله چې د دې سيمې په اړه په هره سياسي معادله کې د پاکستان پر ځای افغانستان ته ځای ورکړل شي. پاکستان دومره ډېر چانسونه نه درلودل چې د نړۍ د سياسي معادلو برخه ګرځېدلای وی، نو ځکه که د امريکې د مشرانو خوښه وه او که نه مونږ بايد دې جنګ ته داخل شوی وی.

تر ټولو مهمه خبره لا دا چې مونږ هم هغه مهال د افغانستان سره په يو جنګ کې ښکېل وو. هغوی د پښتنو او بلوڅو په پارولو سره پاکستان بې ثباتولو کولو او د مجاهدينو پاللو اور وزلو سره مونږ د افغانستان حکومت ته ښه درس او عبرت ورکولای شو، چې که تاسو زمونږ مخالفان د پاکستان د بې ثباته کولو له پاره په شا ټپوئ،  نو ستاسو خوږ رګ مو هم پيدا کړی او په همدوی سره به ستاسو ريښې در پرې کړو چې تاريخونه به بيا دا معرکه ياده ساتي.

د امريکا حکومت په دې نظر وو چې افغانستان کې لاس وهنه به د دې سبب شي چې د شوروي لښکرو ته بهانه/پلمه په لاس ورشي او په اسلام اباد او بيا تر کراچۍ پورې د خپل واک مزي وغځوي.

له دې کبله دغه مهال مونږ مجبور وو چې خپل کارونه خپله مخ ته يوسو او په پټه توګه د ايس ايس جي SSG دوه سوه افسران د افغان مجاهدينو په روزنه کې برخه واخلي. د دې له پاره مونږ ۱۲ ټيمونه جوړ کړي وو. په دغه وخت کې مونږ تقريبا ۹۵ زره افغان مجاهدينو ته بېلا بېل د جنګي زدکړو روزنه ورکړې وه او هغوی هم ډېر په ښه شان مخکې روان وو.

هغه کسانو ته چې مونږ ټريننګونه ورکړل په هغوی کې امير المؤمنين ملا عمر او شيخ اسامه بن لادن هم وو، چې دوی د افغان جهاد له پاره مونږ سره ټريننګ شوي وو او پوځي روزنه يې زمونږ د همکارانو د سيوري  لاندې ليدلې وه.

[ ۲۲ او ۲۳ مخونه]

تاند

مولوي کبير: هغوی چې زموږ جګړه« جهاد» نه ګڼي « بې ناموسه» دي

پاملرنه

زه ښاغلي مولوي صاحب عبدالکبير ته دا وريادوم چې مولوي صاحب محترم ما و تا خو په ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ ز کلونو کې د باړې په دارالعلوم هاشميه کې يوځای سبق ويلی او شيخ صاحب نور محمد ثاقب زما وستا ګډ استاذ دی چې هغه درناوی ورته لا هماغسې پر خپل ځای دی، خو هسې تا ته دا دريادوم چې مولوي صاحب محترم ته خو لږ په دې خپل ګرېوان کې هم سر کښته کړه چې ياران يعنې روزونکي او تمويلوونکي مو څه وايی؟

هغوی خو دا خپل جنګ بولي او د خپلې بقا او تضمين جنګ يې بولي او خپله ناروا جګړه يې پر موږ وتاسې د دين او د مذهب په نوم پرون پر موږ جهاديانو او نن يې پر تاسې طالبانو درتپلې او د پردۍ جګړه مو مخته وړې ده او سبا ته يې همدغسې پر داعش هم ورتپي او همدا اوس يې پرې ورتپلې ده، نو ته يې  پر کوم شرعي ومعقول لاسوند يا منطق واستدلال د پردۍ ناروا او استخباراتي جګړه پر حقه او د مذهب او د جهاد سپېڅلی نوم ورکوې او بيا يې مخالفين ((بې ناموسه)) بللې؟ ولې؟

شهباز شريف :

ناممکنه ده چې هم کشمير کې بوخت شو، هم له لويديځ سره په افغانستان کې مرسته وکړو.

دا ممکنه نه ده چې کشمير دې په اور کې سوځي او په افغانستان کې دې سوله وي.

داسې نه شي کېدای چې په کشمير کې جنګ وي او کابل امن وي.

سراج الحق :

پاکستان دې په افغانستان کې امن راوستل په کشمير کې امن راوستلو پورې وتړي.

ګرانه ساده ګله شيخه،

د حامد مير د سترګو ليدلی حال :

Hamid Mir story

The Taliban movement emerged in Afghanistan in 1994. In 1995 I was travelling with the Prime Minister of Pakistan Benazir Bhutto to the United State. There was I remember 50th anniversary of the United Nations “UN” and I remember that Benazir met ambassador Robin Raphael in New York.  And we came to know that ambassador Robin Raphael asked Benazir Bhutto to announce for support for Afghan Taliban. And it was you see very disturbing thing and I wrote a column from New York that here is first Muslim elected female Prime Minister not only in Pakistan but in the whole Muslim World. She was elected first woman Prime Minister. Afghan Taliban are imposing ban on the girl education in Afghanistan, and she has been asked by Robin Raphael another female to announce her support for the Afghan Taliban.

So, in those days the journalist who used to travel with the Prime Minister “هم ايک جهاز مين سفر کرتی تهی”. So, when we are coming back from the New York, I was not aware that the Press Information Department (PID) from Islamabad they faxed my column to the Press Information Press Councillor (PIPC) in New York and he made-up by hand and presented to the Prime Minister. So, the Prime Minister called me in the plane and he she said “Oh, you are criticising me.” I said “Yeh” because this is democracy, and “I don’t like Taliban and you are supporting the Taliban” and on the rest of Robin Raphael.

She asked her dear minister Naseerullah Baber by the way in those days Shabqadar Musa was also part of the people party. But he was not in that play. So, when the interim minister asked to bravely. “Why Taliban are good for Pakistan?

So, we reached back to Pakistan and after few days another colleague of mine Nusrat Javed so in the interim minister organised a BP/VP for me and Nusrat Jawed and they explained that “We are using Taliban as the pipeline police.

We want a gas pipeline from Uzbekistan to Pakistan and there is nobody who can protect the gas pipeline because the government in Kabul the Northern Alliance supported by the Indian and the Iranian and they may destroy the gas pipeline.

So, it will come through in area where the Afghan Taliban can protect the gas pipeline so “that why we are promoting this militia that they will help our economic interests.” So, then I said “OK”. “I would like to meet you now.

So, my dear Mr Okay, we will fix your vending. And within few days by the way, my colleague Nusrat Javed refused to meet him.

He said, “I cannot meet the person who is imposing bans on the girl’s education.

So, I get “Okay” I will meet him.

So, I met him in Kandahar. It was a very interesting meeting.

And when he asked me that “Why do you are write against me?

So, I said, because you’re working for the American.

He said, “How can you prove that?

I said, because Robin Raphael supporting you.

He said, “Who is Robin Raphael?

I said, “She is a lady.

He said, “ولاحول ولاقوّة الّا بالله”. “A lady is supporting me!

So, then I was astonished. And I thought that he is not aware that Robin Raphael is a male or a female.

And my interpreter was a young Afghan boy. And I look toward him, and he was the smiling. So, then he said, “You see the radio Tehran is exporting your column. so, last two nights Radio Tehran is using your column and becoming me and saying Mullah Omar is an American agent.

So, I said, if the US United States supporting you and I am evident. [I am evident.] The Prime Minister of Pakistan was asked by Robin Raphael to support you and you are working for them.

He said “OK”. If I fix your meeting. But if they are the enemy of America then you do write that I am not an American agent?

I said, “Who is that enemy?

He said, “Osama bin-e-Laden.

So, this is you know …. the end of 1995. And Osama bin-e-Laden was not in Afghanistan in that time. So, sometimes passed and he came to Afghanistan in May 1996 and then the government of Benazir Bhutto was stacked-fall and in November 1996 Nawaz Sharif came to the power and in March 1997 I was contacted by the information minister of Afghan Government name was Amir Khan Muttaqi. So, he said do you remember your meeting with Mullah Omar which was organised by Naseerullah Babar?

I said “Yes.

So, he said, “He made a promise with you?

And “He is the man who always fulfil his promise.

So, your meeting is fixed, and you have to go. So, that how my first meeting with Osama bin Laden was organised in Tora Nora “توره بوړه” by Mulla Omar but it takes to Benazir Bhutto and Naseerullah Babar.

And you so met Osama bin Laden after 9/11?

No. I met him again in 1998. Interestingly, when I was going to meet him in 1998. I was arrested by the Taliban. Because they came to know, and I will go and interview him. And in those days, he was under the pressure of Nawaz Sharif government that you should impose some restrictions on Osama bin Laden on the American pressure. So, I was arrested and then I was released in the police station which I was detained about the attack by the al-Qaida.

So, I came to know about their internal defences and contradiction and then after 09/11 in November 2001 I met him again. That was my third meeting. I asked him many questions and the main question was that “Why you organised this attack in New York and Washington?

And he was not accepting his responsibility directly, but he was prising all those who were part of that attack. And then he criticised the Pakistan government policy and then I asked them questions. There was a hummer that the Osama bin Laden night was with the doctor of Mulla Omar. Then he said “No.”

So, there were a lot of, but you see there was a change in the attitude because when I interviewed him first time in 1997 at that time he was not talking about the Palestine, and he was not talking about the International Jihad against the America.

In 1997 he was proposing regional alliance between Afghanistan, Pakistan, Iran, and China. His thinking was strategic but after 9/11 when I met him, he was talking about this Khilafat “خلافت” and International Jihad against the America and Palestine.

In 1997 he was talking about the regional alliance and in 2001 he was talking about International Jihad. So, he was a change mind and I thought maybe because his close association was with Zawahir/wain.

He was soft speaking?

Yeh. He was [you see] there was a big contradiction between his action and his way of speaking. And I must say that whenever I met him, I got an expression that I am meeting with the ridiculer.

Ridiculer?

Yeh, very smart. Very charming.

Your meant charming.

You think and you met him so many times and you follow the whole story. Did his death make a substantive deference to the al-Qaeda the terrorism in the region? Do you think if we had been analysed it could have been difficult?

I think that he was a threat for the peace in this region and he was definitely sleepy. He was not issuing his video or audio messages for very long time. But he was making contacts with different groups not only not only Pakistani triable area but Somalia, Iraq – okay.

And this Asif Omar the new al-Qaeda cheep of the South Asia chapter he was also in contact with him. And the American discovered some documents from his hidden place and they killed him, and they were going back, and they confiscated some computers and documents. So, through both documents it was discovered that he was in contact, and he was trying to organise some more attacks not in this region but outside of this region.

And after his death I think that al-Qaeda is was shattered but now they are reorganising the al-Qaeda and I think that this new South Asia chapter of al-Qaeda it is very dangerous. We should not underestimate them. Why I say that because of right now there is a lot of tension between India and Pakistan. And if India and Pakistan God forbid and if they fight with each other, they will be ultimate beneficiary. They can organise a big attack in India, a big attack in Pakistan and maybe in Afghanistan. [And they will] If there is a hard response from India or Pakistan and a warlord situation created so they will be successful in their strategy. So, should be very careful about that.

***       ***       ***

I just want to reemphasise this last point because we keep hearing from some of our Indian officials and so on that if there is another terrorist attack in India or large skilled terrorist attack like the unfortunate tragedy in Mumbai that may provoke a lot of war and as Hamid was said there are forces in the region who would like to provoke such a war. So, therefore, it just if won’t surprise me if they are trying and as a provoke attack in Pakistan and somehow you know they get with the hard-line 11 said or the other block. So, I think we need to plot in our minds and also plot this if possible so that we have a common enemy and the common enemy is this terrorist who can create a problem in our countries.

https://www.youtube.com/watch?v=tMn6otJ0VP4

Hamid Mir talks about his meeting Osama Bin Laden and Mullah Omar

https://youtu.be/fzi-YqC4dJk?si=g0hCevG0aQelgJxe

Watch “Hamid Mir Gives Inside Story On Mullah Omar In Pakistan” on YouTube

‘Robin Raphael Convinced Benazir to Support the Taliban’ – US Embassy

https://www.aboardthedemocracytrain.com/robin-raphael-convinced-benazir-to-support-the-taliban-us-embassy

زه مولوي صاحب عبدالکبير ته دا ور يادول غواړم چې تاسې خو زموږ د مدرسې د يو تکړه شاګرد په توګه دېته هم لږ شانته سوچ وکړئ چې تاسې دغو دريو ټکو ته څنګه پرتوګ وراغوندئ او دا څنګه توجيه کوي؟

  • Why Taliban are good for Pakistan?
  • We are using Taliban as the pipeline police.
  • That why we are promoting this militia that they will help our economic interests.

ما خو هغه وخت په وفا “The WUFA” کې له ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين سره د کمپيوتر په برخه کې د پښتو، فارسي او انګرېزي درېواړو برخو کې همکاري کوله، او خپلې اسلامي زده کړې مې هم مخته وړلې.

دا يوه علمي خبره ده او علمي پوهاوی غواړي او له دې سره بايد د يوې استخباراتي لوبې او استخباراتي فتواو په څېر چلند ونه شي. دا به پوره بې انصافي وي چې تاسې چا ته ((بې ناموسه)) ووايئ.

زه نه شم کولی چې د پردۍ استخباراتي لوبې او د پردۍ جګړې ته چې کرنيل امام يې خپل جنګ بولي او وايی چې د امريکې د مشرانو خوښه وای او يا نه، خو موږ بايد دې جنګ ته ورننوتی وای او دا مو کړی وای. همداسې د خواجه اصف څرګندونې او د نورو چارواکيو خبرې درواخله، نو زه څنګه ستا په شان په وړندو او پټو سترګو د پردۍ جګړې ته چې خپله ناروا ((نامشروع)) جګړه يې لا پر ما زياتي په دروغو د مذهب په نوم راتپلې ده حق ووايم چې کله يې د مجاهد، کله يې د طالب او کله يې د داعش په نوم ډنګوي ديني او مذهبي رنګ ورکړم او خپل د نظر مخالفين ((بې ناموسه)) وبولم، اخر ولې؟

ايا په رښتيا موږ د دې واک وصلاحيت لرو؟

همداسې اوس د پاکستان دې بې شرمۍ ته لا ګوره چې کرنيل امام هم پخپل کتاب کې ورته د ((ډيورنډ لاين)) يعنې کرښه کارولې، خو نن يې پاکستان د رسمي سرحد په نوم دعوه کوي.

نو زما ګرانه ساده ګله شيخه،

دې بلې ناپړيتې ته خو هم لږ شانتې وګوره چې په تېر کې مو مشر ملا صاحب ملا عمر مجاهد د بېګانه وو له لاسه څنګه ساتل کېده؟ يو بېګانه يې جنرال يې دلته له بي بي سي سره هغه مهال څه ويلي وو؟

جنرل اور معصوم مُلا

محمد حنیف

بی بی سی اردو ڈاٹ کام، کراچی

12 نومبر 2010

اپ ڈیٹ کی گئی 13 نومبر 2010

آئی ایس آئی کے سابق سربراہ اور 1999 میں چند گھنٹوں تک اپنے آپ کو پاک فوج کے سپہ سالار ماننے والے جنرل خواجہ ضیاالدین بٹ نے اپنے ایک حالیہ انٹرویو میں جہاں بہت سی عسکری اور غیر عسکری رازوں سے پردہ اٹھایا وہاں انہوں نے اس وقت افغانستان کے امیر المومنین ملا عمر سے اپنی ملاقاتوں کا احوال بھی بیان کیا ہے۔

فرماتے ہیں کہ ’ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ۔‘

کبھی کبھی ایک جملہ ایک پورے ادارے کی سوچ اور حکمتِ عملی کا عکاس ہوتا ہے۔ جو بات سینکڑوں اخباری بیانات اور تجزیات سے آپ کو سمجھ نہیں آسکی وہ بات صرف اتنی سی ہے کہ گزشتہ تیس سال سے پاک فوج کا پہلے مجاہدین اور اس کے بعد طالبان کے بارے میں (اور اس کی بنیاد پر تمام افغان پشتونوں کے بارے میں) فلسفہ صرف اور صرف یہ ہے کہ وہ سادہ دل ہیں، وہ معصوم ہیں، ان کے دل جذبہِ جہاد سے سرشار ہیں، وہ ہمیں قرونِِ اولٰی کے مسلمانوں کی یاد دلاتے ہیں، ان کی خودی بلند ہے، طالبان وہ مردِ مومن ہیں جو ہمیں بننا تھا لیکن دنیاداری کے کاموں میں پھنس کر نہ بن پائے۔

اس جذبہِ ایمانی کے پیچھے جنگی حکمتِ عملی یہ ہے کہ اپنے ہی بچے ہیں جب کان سے پکڑ کر سمجھائیں گے تو سمجھ جائیں گے۔

https://www.bbc.com/urdu/columns/2010/11/101112_hanif_mullah_general_aw

ګرانه ساده ګله شيخه،

کلونه مخکې مو دغه حال وو چې مشرتابه مو د نورو بېګانه وو په منګولو کې وو چې ساتنه او امنيتي چارې مو د نورو په واک و په اختيار کې وې، نو تاسې نن څنګه دا زبادولی او جوتولی شئ چې تاسې دې رښتيني خپلواک واوسئ؟ ايا رښتيا هم دومره خپلواک ياست؟

مولوي صاحب عبدالکبير پکې څه وايی؟

نو زما ګرانه ساده ګله شيخه،

دا چې تاسې وايی چې اقتصاد مو خپله جوړ کړئ او په اسلام معامله نه کوو، نو جنرال حميد ګل څه کاره وو چې په رسنيو کې په زغرده د حکمتيار او جلال الدين په تړاو دومره په زغرده د دوی د پاکستانيتوب دعوه وکړي؟

ولې؟

او تر اوسه لا ولې دا ادعا ځواب شوې نه ده؟

 

https://www.youtube.com/watch?v=2ZGfs6VD8I0

Former Pakistan ISI Chief: Haqqani and Gulbudin both are both as patriotic Pakistani as I am

 

https://www.youtube.com/watch?v=L6PgGF1CiMU

DG ISI Hamid Gul: Haqqani & Hekmatyar are as Pakistani as I am.

=-=-=

https://www.bbc.com/pashto/articles/czd8wz32gx4o

اقتصاد مو خپله جوړ کړئ او په اسلام معامله نه کوو

نو زما ګرانو ساده ګانو،

دا چې تاسې وغواړئ او يا نه چې په اسلام معامله وکړئ، خو دا بايد په ښه سړه سينه ومنئ چې پر تاسې لا له مخکې نه معامله شوې ده. دا چې تاسې يې منئ او يا نه هغه ستاسې تر سياسي پوهاوي پورې اړه لري، خو د پردې تر شا واقعيت دغسې دی چې موږ لا وختي پلورل شوي يو، خو دومره ده چې خپله پلورنه منلی نه شو.

هېښنده او شرموونکې لا دا ده چې پر موږ ټولو لا په هغه لومړي پيل کې معامله شوې وه چې هغه وخت زموږ درې تنه فراريان وروتښتېدل او بيا ورپسې نور نوبت په نوبت ډلې ډلې ورتښتېدل او مولوي صاحب محمد نبي خو لا دا لنډۍ هم ورته ويلې وه چې ښاغلي عصمت قانع راخېستې وه.

عصمت قانع

پېزوان مې خړو اوبو دروړ

په غم شريکه ياره نيسه راته ګودرونه

دا هغه وخت وو چې ترکټباره قاضي حسين احمد به ورته د درملپلور په پلمه د رېبارۍ لپاره کابل ته راته او له حکمتيار، رباني او مسعود سره به يې د بېګانه استخباراتو پيغامونه وړل راوړل او تبادله کول، نو تاسې ساده ګان شيخان او طالبان خو هسې په بيستو کې تللي ياست او کارول شوي ياست او هسې د يخ پر مخ ښوېدلي ياست او لا تر اوسه پورې سياست، حقوقي مسايل، مذهب او استخباراتي لوبې تفکيک يا يو له بله توپيرولی نه شئ او هسې بېځايه مو د پردۍ استخباراتي لوبه چې شا ته يې د خپلې بقا او هويت د تضمين، سياسي – اقتصادي او نظامي – ستراتيژيکې موخې پرتې دي توپيرولی نه شئ او د مذهب په نوم د جنون ليار مو خپله کړې ده.

تاسې لږ د ښاغلي محمد خان شيراني خبرو ته هم غوږ شئ چې هغه څه وايی؟

https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU&t=183s

Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی

زما ګرانه ساده ګله شيخه،

ټولو ته پته ده چې زموږ د دې ټولې غميزې او د دې اوسني وضعيت کپتان او چلوونکی خو بل څوک دی، خو هسې له تاسې د يو مسؤول په توګه پوښتنه کيږي چې تاسې او پاکستان دواړو نه په ګډه پوښتنه کيږي او د پوښتنې لاس مو ګرېوان ته دراچول کيږي چې له موږ نه زموږ د ښوونې او روزنې حق چا او ولې لوټلی دی؟

وطن خو د دوی په لمسونه او هڅونه او روزنه ړنګ او لوټې لوټې کړ چې هغه خو ټولو ته د لمر په شان ښکاره دی، خو لږ تر لږ د يو بشر او انسانانو په توګه مو دا حق دی چې د زده کړې حق خو ولرو، نو موږ غواړو چې پوه چې،

له موږ څخه د زده کړې يعنې ښوونې او روزنې او د کار حق اخر چا اخېستی دی؟

او ولې يې اخېستی دی؟

ولې يې د سياسي حق په توګه له موږ څخه لوټلی او غصب کړی او پخپلو منګولو کې يې ټينګ کړی او نيولی دی؟

تر څو به د حجاب، کلتور او د يو مناسب اسلامي چاپيريال او نورو بېلابېلو پلمو ځنډوي؟

ايا رښتيا ته هم دومره واکمن يی؟

چې داسې ده، نو خير بيا ولې پټ يې؟

اخر ته خو دې دا مخ مبارک هم لږ دې رسنيو ته راښکاره کړه چې دا ولس خو دې لږ سيل و تماشا وکړي، نو تر څو به پخپل ټاټوبي او کوروکلي کې پټ يې او ولې؟

ايا دې يوې تازه او ښکلې هوا د تنفس حق نه لرئ؟

خير دا ستا خپله ناپوهي او يا مجبوريتونه دي، خو لله الحمد والمنة دا سرشاری ملت او ولس خپل مکار تاريخي دښمن له تا ډېر ښه پېژني چې هغه څوک دی؟

هغه، هغه څوک دی چې د روسانو د وتو په وخت کې يې له موږ څخه زموږ سياسي حق د حکمتيار د ساده ګۍ له امله واخېست او ضياءالحق ورته دوکه ورکړه او تش پر يخ پورې ايست او دا دی چې نن  يې بيا پر طالب باندې له موږ څخه زموږ د خويندو د زده کړې او د ښوونې او له مېرمنو د کار حق اخېستی دی او همدا يې پلان دی چې دا هېواد او دا ولس د علم او پوهې له ستر او خوږ نعمت څخه د دين او د مذهب په نوم پر تېر ايستل شويو باندې د تل لپاره بې برخې کړي او سبا ته پرې خپلې نورې ناولې موخې مخته وړاندې يوسي او بس.

ضياء الحق به ويلې :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

 ((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

هغه اسلامي نظام چې ښاغلي حکمتيار يې د تحقق خوبونه ليدل هغه څه شو؟

هغه فتحه څه شوه؟

کابل فتح شد

ولې نن د ښاغلي حکمتيار ځای د ده په لاس په فتحه شوي کابل کې نه کيږي او طالبه تا پرې ځمکه راتنګه کړې ده چې دا ولې؟

نن خو طالبه، ته بيا په واک کې يې او واکمن يې، خو که مبادا دا پاڼه واوښته، نو ستا د فتحې مبين به بيا څه حال وي؟

ايا تاسې کله هم له ځان سره په دې اړه لږوډېر سوچ شانتې کړی دی يا نه؟

پايله

په ټوليزه توګه سياسي – اقتصادي خپلواکي او زده کړه يعنې ښوونه او روزنه زموږ د خويندو او لوڼو او د دې سرشاري ملت هر اړخيز مسلم او مشروع حق دی او افغانان له خپلو دې روا او مشروع مسلمو حقوقو هېڅکله تېرېدونکي نه دي. موږ د پنجاب په کور دننه له واکمنې کړۍ ((مقتدره حلقه)) او د دې واکمنې کړۍ له اصلي لوبغاړو چې هغوی يې هر اړخيز تمويلوونکي او لارښوونکي دي غواړو او دا مو اسلامي بشري او اخلاقي حق او غوښتنه ده چې دا نه طالبان اوسني واکمنان او نه يې پنجاب له ما تلپاتې اخېستی شي. پنجاب دې دومره زور زياتی او ظلم وکړي چې سبا ته يې بيا تاب راوړی او زغملی شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟

https://taand.net/?p=15311

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.