شيخ هبت الله اخوند ملت ته: ما ليدلی نه شئ! زما د ليدو تمه او تلوسه هېڅ مه کوئ

سيد حسين پاچا

188

شيخ هبت الله اخوند ملت ته :

ما ليدلی نه شئ! زما د ليدو تمه او تلوسه هېڅ مه کوئ، خو له ملا برادر او له ملا حسن اخندزاده سره په ارګ کې او کله ناکله له مولوي عبدالکبير او له مولوي عبدالسلام حنفي سره په سپېدار ماڼۍ کې هم ګورئ

په مولوي محمد نبي محمدي خو د کرنيل امام په خولې د کابل هوا بده لګېده، خو خدای دې خير کړي چې پر تاسې خو به هم ورته شانې کانه (لوبه) شوي نه وي که څنګه؟

تاسې خپلواکي راوړې که بلواکي؟

شل کلن يار خو د روژې د اعلانېدو حق هم درڅځه اخېستی چې دعوه مود ديوبنديتوب او خوي بوي مو د قادانيانو وو وو که څنګه؟ شيخ عبدالحميد حماسي خو سخت زړه له تاسې خوړلی او تڼاکې پرې ولاړې دي

شيخ صاحب،

تاسې دلته د خپل ملاتړي ښاغلي شيخ عبدالحميد حماسي څرګندونې واورئ چې ان تاسې د روژې مياشتې د ليدو د پرېکړې اعلانېدو واک هم نه لرئ. افغانستان پخپل تاريخ کې دا کار نه دی کړی او موږ د نړۍ له نورو مسلمانانو سره په ګډه يوځای روژه نيولې او يوځای مو سره ماته کړې ده او نه له پاکستان سره. ايا دا شرم نه دی چې د شپې يوه بجه مو اعلان وکړ، ولې؟

ميوند خو نن دومره ليرې نه دی او نه د نړۍ په هغه بل سر کې پروت دی. ستا له کندهار سره په خوا کې دی. نن خو هر څوک موبايل لري او سيده له رسنيو او له مرکز سره اړيکه لري، نو په نيمه شپه کې ترې خبرېدل نن ورځ نااشنا خبره ده.

د جمهوريت په وخت کې به مو چې په روغتون، جومات ومدرسه، ښوونځيو وپوهنتون او نورو عامه ځايونو کې ځانمرګي بريدونه وکړل، نو ذبيح الله مجاهد او هغه نور سيالانو به يې سملاسي په څو دقيقو کې دننه د کړنې مسؤوليت او ذمه واري ومنله چې دا خو زموږ غازيانو او مجاهدينو کړی دی، خو هلته د عينو په مينه کې د ميوند له ولسوالۍ نه خبريږي چې دا ولې؟

پاکستان غوښتل چې پر تاسې هم خپل نفوذ وشيندي او له خپل ځان سره مو سم مديريت کړي، نو تاسې پر دې خپلې خپلواکې باندې هم سوچ وکړئ چې ايا په رښتينې خپلواک ياست؟

گهی بر طارم اعلی نشينيم

گهی بر پشت پای خود نبيينيم

https://www.tiktok.com/@mamozai721/video/7351367426010795296?_r=1&_t=8l3eK0pb18b

شيخ عبدالحميد حماسي :

د روژې مياشتې ليدل

پرون چې کله دلته اعلان وشو چې روژه نه ده طالبه! يعنې سبا به دلته روژه نه وي، نو ما له ځان سره علمي دا دغه [پرېکړه] کړې وه چې نه، طالبانو قانون داسې دی چې يو وطن کې روژه شوه او دا خبر نور اسلامي وطن ته راغی. متواتر رانقل شو دېته [طالبانو] متواتر رانقل شو. هلته په حرم مکي کې تراوېح روانې وې چې د تراوېحو مسأله دلته افغانستان ته متواتر رانقل شوه بيا قضا ته ضرورت نشته [طالبانو]. بيا به ته عمل په تواتر کوې که د دې ځای قاضي فيصله کړې وي يا نه وي کړي ته به روژه نيسې.

نو کله چې پرون دا حلف (بدلون/حلاف) راغی، نو زه دومره سخت خپه شوم [طالبانو] چې دومره مې سخته خوا بده وه کنه؛ له شرم نه مې وټساپ نه کتلو. ځکه له ما سره خو د دنيا د مسلمانانو کار دی. له ايران نه، له اروپا نه، له پاکستانه چې څنګه وکړو؟

روژه ونيسو که يې ونه نيسو؟

نه مې ورته ويلی شو چې ويې نيسه او نه مې ورته ويلی شو چې مه يې نيسه.

نو خصوصي‌ملګرو چې به راته ويلې، نو دومره به مې ورته وليکل چې ((موږ په خپل کور کې روژه نيسو.))

تاسې ته مې هم اراده وه چې خبر درته راولېږم. زه له مطالعې نه خلاص شوم – بيا مې شامي راواخېسته او همدغه مسأله مې ښه وکتله او ښه مې وکتله چې غلط شوی نه يم چې مخکې راته معلومه وه او بيا مې وکتله، نو چې کوټې ته راغلم، نو په مرکز کې يو ملګری اوده/بېده وو او نور مدرسې ته راغلي ول.

ما ويل چې زه ورته ووايمه، نو کور کې مې ټولو او ملګرو ته وويل چې روژه ده.

نو سهار چې لمانځه ته راجګ/راپورته شوم، نو د امارت يو غټ مشر راته دغه [پيغام] رالېږلی وو چې روژه ده. بيا وروسته يوه بجه کې يې ليدلې وه.

دين بايد موږ د سياست قرباني نه کړو. دا چې موږ اوس دلته له بل چا سره په دغې [؟؟؟] راګېر شوي يو طالبانو څوک يې بايد قرباني نه شي. دين بايد [د سياست] قرباني نه شي. سياست هم د اسلام يوه شعبه ده، خو دين ترې بايد قرباني نه شي.

ګرانه ته خپله سوچ وکړه چې تاسې په څه شي کې راګېر شوی يې؟ او ولې راګېر شوي ياست؟

دا مو د امر بالمعروف تازه خبرې او سپارښتنې دي چې دين و مذهب مو ټول ايله په يوې ږيره کې رايوځای کړی دی اوبس.

نو ګرانه دا د ايمان خبره چې ((الايمان بضع وسبعون او بضع وستُّون شعبة)) چې ((اماطة الأذی عن الطريق)) او ((والحياء شعبةٌ من الايمان)) متفق عليه سره موږ څه وکړو؟

ته او رب العالمين دې چې د محشر پر ورځ او د هغه پر نياو خو به خامخا ايمان لرې چې په سيمه کې د زاړه ښکېلاک يو ناحلف ميراثخور په دې شلو کلونو کې يې ايله همدا ذهنيت درجوړ کړی او بس؟ ته او ايمان دې چې اخر يو ذره ايمان خو به درکې وي چې ستا د نجونو له زده کړو سره څه دښمني ده؟

که نر کندهاری او يا هېلمندی يا په نورو ټکو د دُراني او د ملالې لمسی يې، نو دا ګز و دا ميدان تاسې ما ته داسې يو مؤثق او معتمد دليل راوړاندې کړه چې ويې لولو. که د قناعت وړ وي، خو درسره به يې ومنو او که نه، نو اخر خو به راسره يوې لارې ته کښېنې؟

که غر لوړ دی پر سر يې لار ده.

ما او مولوي صاحب عبدالکبير په ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ يمو کلونو کې په هاشميه کې يوځای له همدې شيخ صاحب نورمحمد ثاقب څخه سبق ويلی او تېر ته په کتو چې ارواښاد باچا خان په اتمانزيو کې د نجونو لېسه جوړه کړه، نو د زاړه ښکېلاک زامنو د خپل بادار په نغوته خپل روزل شوي ملايان ورپسې راولمسول او هغه يې پرې بنده کړه او زندان ته يې پرې واچولو او دومره يې وهلی وو چې پښتۍ يې ورماته کړې وه، نو ته دې تېرې مخينې او دې اوسنۍ دواړو ته ښه وګوره چې تاسې او پنجابي غلامانو څه سره شروع کړي دي او اخر ولې؟

د نجونو له زده کړو سره ستاسې دښمني خو د بل چا له لورې در تپل شوې ده، نو پلمې ملمې خو مو هم نورې خلاصې شوې. دا ستا د امر بالمعروف ونهی عن المنکر والا چې ټوله ورځ خلکو ته د ږيرو پرېښوولو وايی، نو ايا تا ته او يا ستا نورو اړوندو چارواکيو ته د دې نجونو د زده کړو هېڅ نه وايی؟

نو ما ته د ملالې او د دُراني د يو لمسي پر ځای ما ته دا ووايه چې تاسې رښتيا هم دومره خپلواک ياست لکه هومره چې يې دعوه کوئ؟ ايا زموږ د نجونو ښوونځي او لېسې او نور لوړ ښوونيز بنسټونه لکه پوهنتون او داسې نور د لاهور د هيرا له منډي هم بدتر شول؟

که داسې وي، نو مهرباني وکړه دليل دې راوړاندې کړه!

د ارواښاد غازي امان الله ګناه خو همدا وه چې د نجونو زده کړو ته يې وده ورکړه. د ليک لوست حُرمت دې راوښيه او کنه نو ښکاره خبره ده چې زموږ ښوونه او ښوونيز بنسټونه پنجابي بنسټ بند کړي چې دا يې موږ ته يو بل ستر تاريخي ګوزار دی چې د طالب په طبقه کې يې دې خاورې سره خپله هغه زړه نه پخلا کېدونکې دښمني او د کرکې ودښمنۍ اور لا پسې تازه کړ. پنجاب خو د روسانو د وتو په وخت کې د حکمتيار د ناپوهۍ له امله چې رسنيو ته يې راوست او د ډاکټر نجيب الله د هغه وخت د سولې له پلان سره يې مخالفت څرګند او ويی ويل چې موږ سوله نه کوو او کابل په زور نيسو او په همغه شپه ضياءالحق له روسانو سره مخته ولاړ او له موږ څخه يې زموږ د سياسي استازولۍ حق واخېست چې لا تر ننه ورسره دی او نه يې راکوي. پرون يې هم ستا پر لاس زما پر ښوونه او روزنه باندې ګوزار وکړ او نن يې بيا هم هغه دی چې کړی دی او زموږ ښوونه او روزنه يې له موږ څخه يرغمل او غصب کړې ده. دا کړنې ستا واک نه دی او نه دې دا خبرې په واک وصلاحيت کې دي.

زه پر ټولو لوستو هېوادوالو غږ کوم چې خپل سوله ييز غږ د هېواد دننه او بهر پورته کړئ او ټول په ګډه او يو اواز دې پنجابي بنسټ ته ورغږ کړو چې ((دومره زور زياتی او ظلم وکړه چې سبا ته يې بيا تاب راوړلی شې.))

وتورمخيه پنجابه!

د مولانا محمد خان شيراني په خبره چې موږ د امريکا د خوشالولو لپاره په خپل ښوونيز نصاب کې ګوتې ووهلی او د جهاد کليمې مو ورزياتې کړې چې خلک د کمونېزم په خلاف د جنګ لپاره وهڅوو، نو دا څپه خو اوس تېره شوې ده، نو تا ولې لا تر اوسه ساتلې ده؟

https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU

Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی

بي بي سي پښتو

له مولانا محمد خان شيراني سره مرکه

https://www.youtube.com/watch?v=CoxlEw0A5iM&t=288s

ملا هبت الله اخند زاده چې د امير المؤمنين په نوم … د ۲۰۲۳ د مې مياشتو ترمنځ، له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر شوي دي. … په ښودلو ثابت کړي چې دوی له ښځو سره په بل ډول خپل …

شيخ هبت الله ته،

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته شيخ صاحب،

ښاغليه،

ما او مولوي صاحب عبدالکبير له شيخ صاحب نور محمد ثاقب څخه په ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ ز کلونو کې د باړې په هاشميه کې يوځای سبق ويلی او زموږ د دواړو ګډ استاذ پاتې شوی دی چې دا درنښت يې پخپل ځای، خو هسې تا ته وايم چې ګوره تاسې خو هم شيخ ياست او عالم ياست او عندالله او عندالرسول مأخوذيت لرئ.

تاسې ما ته دا ووايئ چې تاسې ولې پټ ياست؟

له قرآني لاسونده چې موسی عليه السلام طور ته له اويا کسانو سره د الله تعالی په بلنه تللو، نو قرآن خو دا ويی چې :

((وواعدنا موسی ثلاثين ليلةً وأتممناها بعشرٍ فتم ميقات ربه أربعين ليلةً ؛ وقال موسی لأخيه هارون اخلفني في قومي وأصلح ولاتتبع سبيل المفسدين)) [الأعراف : ۱۴۲]

تاسې خو ګوره عالم هم ياست او له هر چا هر ښه پوهېږې چې تاسې اوس دا خپل پټون څنګه توجيه کوي او ولې؟

مولانا محمد خان شيراني خو ډېرو ښو ټکو ته اشاره کړې چې په هغې کې ستا پټون يا نه راښکاره کېدل هم راځي چې مشرتابه به يې ميندی نه شي، نو که تا ازادي (خپلواکي) راوړي وي، نو بيا ولې له خپل ولس پټ يې او ولې راښکاره کېدای نه شې؟

مشر ملا صاحب مو هم پټ وو او پټه مرموزه توګه مړ شو چې خپلواکو او پراخو څېړنو ته اړتيا لري او بيا مو د هغه پر مړي دروغ ويل او د هغه په نوم مو له قبر نه د دروغو اعلامې خپرولې چې …

تېر ته په کتو په تېر جهادي پير کې دا ټوکه د کرنيل امام په خوله له مولوي محمد نبي سره هم شوې وه چې ورته يې ويلي وو او بيا مولوي صاحب د هغه خبره کړې وه :

((پر ما د کابل هوا بده لګيږي.))

افغانستان خو ډېره ښکلې جنتي هوا لري، نو د خپلې خاورې ښکلې هوا درباندې څنګه بده لګيږي؟

***           ***           ***

د ۱۴۰۳ ښوونيز کال پيل؛ طالب چارواکو د عصري او ديني علومو په ارزښت ټينګار کړی خو د نجونو زدکړو په اړه غلي دي

https://www.bbc.com/pashto/articles/cyxzqgek4dro

پوهنې وزير: د کليسا د پاپانو غوندې د عصري زده کړو خلاف نه يوو، په انجام يې پوهيږو

https://taand.net/?p=237418#comment-35593

https://www.youtube.com/watch?v=kyRQI67yaJ4&t=34s

Learning Arrangements for Women | Shaykh Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=wekCtVjkaVw&t=29s

Shaykh Akram Nadwi on Women, Culture and Society

https://www.youtube.com/watch?v=r10o6KsouZk&t=32s

Shaykh Akram Nadwi on Women and the Home

https://www.youtube.com/watch?v=1bUufv4Aqrs&t=1s

What is the main difference between men and women? | Dr M Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=TM-bMSvKgXo&t=262s

The truth about women in Islam | Shaykh Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=Ge05ZK7mL9I

Female Scholars in Islam – Shaykh Mohammed Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=dHs47Ub2HRo

Are Men and Women equal in Islam? | Shaykh Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=9EOPHc3y9Wk

Why do people call me a feminist but not Imam Abu Hanifah? | Women’s rights in marriage

https://www.youtube.com/watch?v=3MNHo35qNbU

Feminism, Islam & Muslim Women | Dr Mohammad Akram Nadwi | Cambridge Islamic College

List of decrees by Hibatullah Akhundzada

Date promulgated

Description Text/quote Ref.
7 September 2021 Appointment of caretaker cabinet led by Hasan Akhund. [1] [5]
3 December 2021 Outlines the civil rights of women, including marriage and property rights, and instructs the Ministry of Hajj and Religious Affairs, the Ministry of Information and Culture, the Supreme Court, and provincial and district governors to implement them. [2] [6]
11 January 2022 Creates a Kandahar Ulema Council to address provincial issues. In reality Akhundzada has since been consulting it on matters of national importance. [3] [7][8]
3 April 2022 Bans the production of opium and all other narcotics. [4] [9]
7 May 2022 Orders women to only leave their homes when necessary, and to fully cover their bodies when they do, preferably with a burqa, and approves punishments for male guardians of women violating the order. [5] [10]
20 May 2022 Bans Taliban members from taking multiple wives. [6] [11]
22 June 2022 Announces death toll of the June 2022 Afghanistan earthquake and orders response efforts. [7] [12]
21 July 2022 Bans criticism of the regime (referred to euphemistically as “false accusations”). [8] [13]
4 August 2022 Nullifies the 1964 Constitution of Afghanistan and the 2004 Constitution of Afghanistan. [14]
13 November 2022 Orders judges to implement corporal punishments for all Hudud and Qisas offenses. [9] [15][16]
11 January 2023 Creates Ulema councils in 13 provinces to manage local issues. [10][11] [17]
22 January 2023 Appointment of Mohammad Esa Thani as Acting Minister of Public Works. [18]
29 January 2023 Appointment of Hanif Abada as Chief of Police of Ghor Province and Qari Gul Haider as Deputy Governor of Ghazni Province. [12] [19]
18 March 2023 Prohibits the cultivation of hemp and cannabis and orders the Ministry of Interior Affairs to bring violators to court. Mandates the destruction of crops and orders courts to punish violators. [13] [20]
19 March 2023 Prohibits government officials from hiring relatives. Applies retroactively so that any relatives already hired must be fired. [21]
Orders destruction of all seized drugs and alcohol and the tools used to make them, and orders punishment of producers and sellers. Directs the Ministry of Interior Affairs, the General Directorate of Intelligence, and the Ministry of Public Health to implement the order before the courts. [14]
19 April 2023 Eid al-Fitr message. Outlines codes of conduct for judges and security forces. [15] [22]
17 May 2023 Temporary appointment of Abdul Kabir as Acting Prime Minister of Afghanistan while Hasan Akhund was recovering from an illness in Kandahar. Hasan Akhund returned to Kabul on 17 July. [16] [23][24]
4 July 2023 Bans hair and beauty salons, effective in one month. [17]

[25]

بي بي سي پښتو

د شيخ هبت الله فرمانونه

د طالبانو مشر شيخ هبت الله اخندزاده په کندهار کې خپلو ولسوالانو او امنيه قومندانانو ته ويلي چې خبرې يې “د شريعت د حکم” په ډول پلې کړي.

ښاغلي اخندازه خپلو طالبانو ته څه نا څه ۲۴ سپارښتنې کړې دي او له هغوی يې غوښتنه کړې چې انټرنيټ او ځيرک ټېلېفونونه دې لږ وکاروي.

د دغو سپارښتنو په يوه کې يې ويل شوي: “زما به داسي اطاعت کوئ لکه د شريعت د يوه حکم په ډول.”

په کندهار کې د طالبانو يوه چارواکي چې په دغه ناسته کې يې ګډون کړی وو، بي بي سي پښتو پاڼې ته وويل، هغې خبرې سمې نه دي چې ګواکې مشر يې “خپلو پلويانو ته د خبرو پرمهال مخ نه ښکاره کوي.”

د ((طالبانو په اسلامي حکومت)) کې د ښځو لپاره کوم کارونه ممنوع دي؟

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پتروليم وزارت ورسپارل شوی، شيخ شهاب الدين دلاور

زه پر عاشق سړي پوهېږم + د دروازې پر ځنځير ځان مشغولوينه

مولوي دلاور د صحيح بخاري تر پوښښ لاندې له نننيو ساينسي – عصري  زده کړو او له تېکنالوژۍ په څنګ تيريږي او ارزښت ورته نه ورکوي چې دا يې د اسلامي زده کړو او له سپينې پګړۍ سره هغه خيانت دی چې تاريخ به يې هېڅکله هېر نه کړي.

هغه ويلي: “تعليم د ښځو حق دی. له اول صنف نيولې له بغدادي قاعدې نيولې، تر بخاري شريف تر دکتورا پورې، د ښځو کار، زموږ خويندې اندېښمنې دي. ښځې حق لري چې د اسلامي مقرراتو او افغاني دودونو سره سم د وطن د بهبود او د خپلې کورنۍ د هوساينې لپاره کار وکړي.”

دلاور دا خبرې ۱۳۹۸ کال په دوحه کې د يوه بين الافغاني کنفرانس پر مهال کولې.

خو اوس د ده په شمول د طالبانو مرکچيان له هغې ډلې ملا عبدالغني برادر چې د رئيس الوزرا مرستيال دی سپيناوی نه ورکوي چې ولې يې خپلې ژمنې پوره نه کړې.

https://www.youtube.com/watch?v=-5eO1wwAcjM&t=1s

د امريکا اوسني وضعيت په اړه د اميرخان متقي ليد لوری

https://www.youtube.com/watch?v=axI5nmnAXRg

جواب اميرخان متقي در رابطه به سوالات ناحل شده مردم افغانستان

پاکستان له لسيزو راهيسې بلا ډېرې لوبې او نخرې د مجاهد، طالب، داعش، دوستم او د شمال ټلوالې په نوم وکړې، خو يوې يې هم ځای ونه نيوه.

پاکستان د جهاديانو حکومت جوړ کړ، خو همغه حکومت يې هم بيرته ونه شو زغملی. پخپلو کې يې سره ووېشل او بيا يې د چرګانو په شان سره ښه وجنګول.

بيا يې د جمهوريت په وخت ډاکټر عبدالله د ښاغلي حامد کرزي او بيا يې د ښاغلي غني غاړې ته ورواچوه. روغ جوړ حکومتونه يې ورته دوه سري کړل چې هغه يې هم ونه شول زغملی او د ښاغلي کرزي پر وړاندې يې د دين پريښتې طالبان ودرول او له مدرسو يې ورته راټول او د مولانا محمد خان شيراني پر خبره چې دا د پردی جنګ دی چې ملا، مدرسې او طالب ته په څټ پورې وروتړلی دی، خو طآلب ناپوه او نالوستی وو او د پنجاب له پټو اوناولو موخو خبر نه وو او له همدوی سره يې هم بيرته دوکه وکړه او د خپلو موخو او پيسو (ډالرو) د لاسته راوړلو لپاره يې پر امريکا وپلورل او د خپلو زندانونو، تاڼو او قشلو سره سره يې د امريکا ګوانتنامو هم پرې ډکه کړه او بيا هم همدا طالب دی چې سر پر پنجاب ورکوي او خپل ذلت تشخيصولی نه شي چې څومره ناځواني يې ورسره وکړه، خو بيا يې هم مسلمان ورور دی او سرونه ترې بلهاروي.

له ښاغلي غني سره يې هغه رذالت وکړ چې په هېڅ بشري تاريخ کې چا له چا سره نه دی کړی، خو لله الحمد چې بيا هم دغه تورمخی پاکستان په هر ډګر کې پاتې راغی.

دلته يې خپلې ډېرې نسخې وکارولې چې د مجاهدينو حکومت يې جوړ کړ او کابل ته يې راولېږه، خو ناکام شو چې دا د پنجاب هر اړخيزه ماتې ده چې دلته چلېدای نه شي.

بيا يې د طالبانو امارت رامينځته کړ، خو هغه بيرته د بادارانو په غوښتنه ونړوه.

په جمهوريت کې يې قطب الدين هلال، ښاغلی حکمتيار د زوی په شمول وازمايل، خو خوندور ونه برېښېدل او همداسې يې د رباني حکومت ته بلا ډېرې ستونزې جوړې کړې چې خپلې موخې يې ټولې پر رباني ومنلې، خو بيا يې هم ونه زغمه.

اوس يې بيا طالب رامخته کړ او امارت يې بيا هم ونه شو زغملی او په لوی لاس يې منزوي کړ چې اوس له ډېرو کورنيو او بهرنيو ستونزو لاس وګرېوان دی. دا ځل خو د طالب له شريعت او له بېځايه بېلابېلو ماليو اخېستلو نه په تنګ او دوه پزې ته راغلي دي. طالبانو درک کړه چې نړيوال رسميت او د اساسي قانون نه شتون يې مخه نيولې، بلکې د دوی خپلې کړنې او د هېواد له نيمايي نفوس سره نه پخلاېينه او د نجونو له زده کړې سره سرسخته دښمني او مخالفت او د زده کړو مخنيوی او مېرمنې له کاره بې برخې کول او همداسې نورو خلکو او مسلکي کدرونو ته نه پاملرنه او نه ارزښت او د خدماتو سمه نه وړاندې کونه او د لوږې زياتوالی چې دا ټول د دوی د سرتنبه ګۍ بېلګې دي، خو دوی يې درک کولی نه شي.

د شريعت په نوم يې خلک ګدايي ګر کړل او له نړيوالو هم غواړي او بلکې لا ورته ګواښنې هم کوي چې موږ له شريعت پرته له چا سره جوړجاړی نه شو کولی، خو کاشکې چې لږ د همدې شريعت په ارزښت او تعريف هم پېژندلی. د نګه نالوستۍ او سرسختې وچې سرتنبه ګۍ له مخې ټول نظام او حکومتي ارګانونه د طالب او د ځان د ملګرتيا پورې تړلي دي. په نور ملت باور نه لري، نو دغه نه باور او ملت ته مخه (رجوع) کول هډو ورته هېڅ ارزښت نه لري. دوی له خپله ځانه پوره دي.

دوی جامع الکمالات دي چې ملا او طالب شوې، نو ته بس تر څه يې او چې د مدرسې په کاسه دې ډوډۍ او د مدرسې په کنډول دې اوبه څښلې نه وي، نو ورته اعتبار نه لرې.

اعتبار او دولتي معيار هغه نګه طالبي ده او بس.

جلالي : په اوسنيو شرايطو کې افغانستان منزوي شويدی

https://www.youtube.com/watch?v=_OoYMoNzJ_A

نو شيخ صاحب،

هسې تا ته شرم نه درځي چې تېر ځل هم پاکستان وپلورلئ او د پاکستان ټولو نظامي او استخباراتي چارواکيو منله چې دوی طالبان د خپلو ستراتيژيکو موخو او اقتصادي ګټو لپاره پر امريکا وپلورل او ان ستاسې د تېر وخت سفير مولوي صاحب عبدالسلام ضعيف هم وايی چې د پيسو په مقابل کې لوڅ لغړ او لاس تړلی امريکا ته په لاس ورکړل شو، نو تاسې ولې بيا پر همدې پاکستان باور وکړ او د دوی وسله مو غاړې ته واچوله او د وخت د حکومتونو پر وړاندې وجنګېدئ؟

ښاغلی حامد مير دلته په دې مرکه کې په زغرده وايی چې ما ته نصيرالله بابر ووويل چې موږ طالبان د ګازو د نلليکې د ساتونکيو په توګه رامينځته کړي دي. تاسې خو پوليس ((ملېشه)) او يآ خاصه دار ياست چې نصيرالله بابر څه ته جوړ کړي ياست؟ تاسې کې خو به خامخا يو څوک په انګرېزي پوهيږي او دلته د هغه خبرې واورئ:

https://www.youtube.com/watch?v=tMn6otJ0VP4

Hamid Mir talks about his meeting Osama Bin Laden and Mullah Omar

د الله تعالی ساده ګله، څومره ريشخند درباندې دلته وهي، نو په ايمان يې ووايه چې تاسې په رښتيا هم د اسلام د مبارک دين د اعلاء لپاره جوړ شوي ياست؟ او د اميرخان متقي نوم هم اخلي، نو هغه ته به دا کيسه ښه معلومه وي چې څه ته جوړ شوي ياست؟

شيخ هبت الله،

ته او امارت/اسارت يې اصلاً د دا ډول درنو سزاو حق نه لري.

علماء دا وايی او دا شرعي حکم دی چې هر هغه حکومت چې ولسي او قانوني مشروعيت ونه لري او له مشروع لارې راغلی نه وي او ولس ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی وي، نو اوسني واکمنان نه يوازې چې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي، بلکې د هغوی هقه حقوق يې ترې هم سلب کړي او اخېستې دي لکه، له نجونو د زده کړې او له مېرمنو د کار حق او کار اهل کار ته نه سپارل او حکومت ټول له يوې څلمې مدرسه ده، نو دا ډول حکومتونه، نظامونه، رياستونه او يا هر ډول چې وي خلکو ته بايد له درنو سزاو ورکولو ډډه وکړي او حق نه لري چې خلک اشد مجازات کړي، لکه قصاص، د غرو غوڅول او داسې نورې درنې فزيکي سزاوې وروکړي.

له دې اوتوبوتو دا ورته ښه ده چې هبت الله ولس ته راښکاره شي او وضاحت ورکړي چې دی ولې پټ دی؟

ولې نورو اصولو او ساختارونو ته مخه نه کوي؟

ولې ټاکنې نه کوي؟

ولې له يو مشروع حکومت ډاريږي؟

ولې له يوې مشروع پروسې له ليارې حکومت ته نه راننه کيږي؟

د دوی قضا له شرعي اصولو له مخې د اعتبار وړ نه ده. ښه دا ده چې ټول جرمي او حدودي ستونزې او احکامات اړونده ادارو ته رجوع شي او له يوې قانوني لارې مخته ولاړ شي.

همداسې د محاکمو لپاره او محکمو لپاره خپل اړونده ځايونه شته او حقوقي مسايل بايډ پخپلږ اړونده ځايونو او مصؤونيت کې تر سره شي او اوسنيو واکمنانو ته مناسبه او په کار نه ده چې دا ډول سزاوې په عام محضر کې تر سره شي.

او د سنګسار په مساله کې ډېر احتياط په کار دی او دا د پېغمبر عليه السلام په وخت کې تنها څلور داسې پېښې شوي چې مرتکبين خپله راغلي او له هغه مبارک يې شخصًا غوښتنه کړې چې ما پاک کړي او دا څلور پېښې په بېلابېلو وختونو کې شوي نه پر يوځای او له هغې راوروسته داسې پېښه بيا نه ده تر سره شوې. راشده خليفه ګانو، صحابه وو، تابعينو او تبعې تابيعينو يو هم دا کار نه دی کړی، نو اوسني واکمنان يې ولې کوي؟

حال دا چې نن موږ د د خلکو په لمسون د خلکو کورونو ته ورپسې وراوړو او ګواهي مو هم ټوله له ګوندۍ او تربګنۍ ډکه ده، نو دېته ته ښه سوچ وکړه چې هلته قرآني سپارښتنې څومره سختې او له مسؤوليته ډکې دي. دا خو داسې عادي خبره نه ده. تاسې د مشرتابه او اميرالمؤمنين په توګه له خلکو او ولسه پټ ياست او بيا تنفيذ د حدود کوې، نو ته خپله سوچ وکړه چې د دې به هغه حقوقي – شرعي او اخلاقي اړخونه څنګه وي؟ ايا کله مو هم دې اړخ ته سوچ کړی دی؟

د افغانستان په قوانينو کې هم د دې سمون شوی او له سنګسار څخه ډډه شوې. اصلاً موږ اوس په نصوصو کې داسې کارونه او کړنه نه لرو.

همداسې دوی باندې تور دی چې دوی خپلو کسانو ته سزا نه ورکوي او نورو ته شرعي سزاوې غواړي.

هېچا ته د دې اجازه نشته چې له محاکمو او اړونده زندانونو پرته په عام محضر کې څوک په دُرو ووهل شي او پرې د سنګسار حکم پلی شي. دا چې طالب يې کوي، نو عواقب يې د دوی پر غاړه دي.

ښه دا ده چې ولس ته راښکاره شي او کنه، نو په غياب کې بيعت او اطاعت دواړه تر پوښتنې او مشروعيت لاندې دي په داسې حال کې چې له ملت نه يې په کور دننه ستونزه د ټاکنو او يا سرتاسري ريفرېنډم او يا د ملي سرتاسري لويې جرګې له ليارې هېڅ د مشروعيت حق او ستونزه لا پرځای پرته ده او کرۍ ورځ له اميرالمؤمنين تر يو ادنی طالب پورې ټول تمرکز يوازې او يوازې په ږيره او حجاب ورټول کړی دی او حال دا چې د نجونو د ښوونځيو او زده کړو په اړه خو يادښت هومره هم نه کوي.

نو ګرانه شيخ صاحب،

دا ځل به دې هم دا څپه هم همداسې تېره شي، خو د بيا لپاره به بيا په دې ولس کې د امامت ځای هم ونه لرې. په هره توګه دلته په دې خاوره کې پنجاب ناکام دی. تېر ځل په جهادي لوبه کې هم ناکام شو او دا ځل هم ستا په بيا واکمنېدو لوبه کې ناکام دی او په ټپه ولاړ دی او هغه دا چې زموږ نبض له پنجابي ښکېلاک سره جوړ نه دی او سر نه خوري، نو نور مخته نه ځي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

پاکستان د پيسو نړيوال وجهي صندوق څه نور پور غواړي

https://www.pashtovoa.com/a/pakistan-is-asking-for-more-loans-from-imf-/7539576.html

په عام محضر کې د نارینه او ښځینه وو پر سنګسار او درو وهلو د ملا هبت الله ټینګار

https://taand.net/?p=237688#comment-35721

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.