د شيخ هبت الله او د واکمنې کړۍ د پأم وړ

169

د شيخ هبت الله او د پنجاب د منحوسې واکمنې کړۍ د پأم وړ :

د سباء ملکې ((بلقيس)) سليمان ((ع)) ته له ورتګ مخکې د يو موټي او قوي دريځ په توګه لومړی خپله ټوله کابينه په اعتماد کې واخېسته

زموږ په سوړه کې پټ اميرالمؤمنين خپل ټول ولس، کورني او نړيوال اصول ومقررات له پامه غورځولی او د رسميت پېژندنې له غمه مړ دی

د سليمان ((ع)) د ليک او اسلام ته د رابلنې په ځواب کې چې ((الّا تعلوا علیّ وأتوني مسلمين)) تر هر څه مخکې لومړی يې خپله ټوله کابينه په اعتماد کې واخېسته چې ((قالت : يا أيّهاالملأ أفتوني في أمري ما کنت قاطعةً أمرًا حتّی تشهدون))، کابينې ته يې ډاډ ورکړ چې ستاسې له پرېکړې پرته يو کار هم نه کوم تر هغې چې تاسې ټول پرې سلا ((خوښ)) او حاضر ((ګواه)) نه اوسئ، خو زموږ څه کوي؟

نوټ : يو څوک چې له خپل ولس پټ وي او ورته نه راښکاره کيږي او خپل ولس د پنجاب د هغه منحوسې او مردارې ((مقتدرې حلقې)) يا واکمنې کړۍ په نغوته په اعتماد کې نه اخلي چې دی يې دلته واکمن کړی او دعوه د اسلامي شريعت د پلي کولو هم کوي او وايی چې په اسلامي شريعت له هېچا سره معامله نه کوي. حال دا چې خپله نه چا ټاکلی، نه چا ورته رايه ورکړې ده او نه يې له ولس نه غوښتنه کړې ده او غوښتنه ترې هم نه کوي يعنې خپل ولس هډو په اعتماد کې هم نه اخلي، نو دېته دې دی هم سوچ وکړي چې دی د شرعي حدودو د تنفيذ حق لري او يا نه؟

سليمان ((ع)) خو د ملا چرګک ((هُدْ هُدْ)) په لږ شانته غيابت کې لومړی له خپل ځانه پوښتي چې ((ما لی لا أری الهُدْ هُدَ)) او خپلې نيمګړتيا ((قصور)) ته پاملرنه اړوي او بيا له هغه نه د هغه غيابت پوښتي چې ولې او څه خبره ده؟ هغه هم ورته د خپلو سترګو ليدلی حقيقت بيان کړ، خو دا چې تاسې دعوه کوئ چې په شريعت له چا سره معامله نه کوم، نو تا کله هم له ځانه پوښتي چې ټول فرمانونه دې يوازې د ښځو په تړاو دي او بس. ايا تاسې ته پته ده چې څومره فرمانونه دې صادر کړي دي، نو تاسې ته په دې ګرد هېواد له نجونو او مېرمنو پرته نور هېڅوک په نظر نه درځي که څنګه؟

له يو لورې د شريعت د تأمين او پلي کولو چېغې وهې او له بل لورې دې پر همدې شريعت سترګې پټې کړي او ځآن دې ناګاره اچولی چې په هېڅ نه پوهېږې. ايا تا ته ((وشاورهم في الأمر)) او د بلقيس پېښه چې خپله ټوله کابينه يې وپوښتله او هم ((والصلح خير)) دا ارزښتونه هېڅ ارزښت نه لري که څنګه؟ پنجاب لا تېر ځل د جهاديانو او طالبانو په واکمنۍ کې شرمېدلی نه دی چې اوس يې بيا دوی واکمنان کړل.

له حکمتيار سره د جنجال ماجرا بيعت دی

حکمتيار د نجونو د ښوونځيو، پوهنتون او کار له ممانعت موافق نه و او په دې برخه کې يې د طالبانو بنديز منطقي نه ګاڼه.

دغه راز  ښاغلي حکمتيار له طالبانو د يوې با صلاحيته شورا جوړېدل غوښتل چې  د حکومت لپاره طرزالعمل او کړنلاره جوړه کړي او پر اساس يې اساسي قانون جوړ شي.

دا هغه ټکي دي چې د إسلامي امارت او حزب إسلامي ترمنځ يې اوس د خولې خوند پيکه کړى او اړيکې ترينګلې شوي دي.

له حکمتيار يې هغه کور او استوګڼځاى اخيستى چې د ښاغلي محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت ورته د سولې د معاهدې په پروتوکول کې ورکړى و.

خو د جنجال اصلي ماجرا څه ده؟

د حزب إسلامي او طالبانو ترمنځ جنجالونه پخوانۍ سابقه هم لري،خو د امريکا خلاف جګړې دوى  هيو واحد صف درولي وو.

طالب چارواکي له همدې امله حکمتيار ته درناوى کوي چې د امريکا خلاف يې د جهاد ملګرتيا کړې ده او د دوى دريځ يې ستايلى.

خو اوس واړه جنجالونه غټ شوي دي او پخوانى نزاکت او درناوى هم پيکه شوى دی.
ما له ځينو کسانو چې له حزب إسلامي سره نږدې اړيکې لري  اورېدلي چې طالبانو له فتحې را وروسته دا کوښښ کاوه چې حکمتيار د دوى له امير مولوي هبۃ الله اخندزاده سره بيعت وکړي.

په دې اړه څو ځلې ځينې طالب وزيران د حکمتيار کور ته ورغلي او له هغه سره يې خبرې کړي دي.

خو د حکمتيار وړانديز دا و چې د بيعت په اړه لومړى بايد له امير المومنين سره له نږدې خبرې وکړي او وروسته به په دې اړه خپله پرېکړه کوي.

خو طالب چارواکي دې ته تيار نه وو چې د حزب إسلامي مشر له اميرالمومنين سره خبرو ته کښېني.

کله چې د بيعت په تړاو طالبان د حکمتيار په دريځ پوه شول چې بيعت نه کوي، له هغې وروسته يې د فشار په توګه لومړى د حکمتيار په اونيزو خطبو بنديز ولګاوه چې حکمتيار به له خپل ممبره د امارت په ځينو کړنو کلکې نيوکې کولې.

البيعت في السلام

د. فهد الماجد

29th December 2020

البيعة في الإسلام واحدة لولاة الأمر فقط، أما ما تفعله بعض الجماعات كالإخوان والتبليغ وغيرهما من أخذ البيعة لمرشدهم أو رئيسهم فهو من الضلال المبين، ومن البدع المحدثة في الدين، وهذه الجماعات بتنظيماتها وبيعاتها تمزق وحدة المسلمين في البلد الواحد..

سعد بن عبادة رضی الله تعالی په خپل بيعت مجبوره نه کړ او تر مرګه يې له هغه سره بيعت ونه کړ چې بيا عمر رضی الله خليفه شو، نو يوه ورځ يې ورځ ورته وويل :

((که موږ دې نه خوښيږي، نو بيا موږ پرېږده)) چې له دې وروسته بيا هغه سوريه ته ولاړ او هلته پاتې شو او تر پايه يې له عمر رضی الله عنه سره هم بيعت ونه کړ. د نظر مخالف وو، خو هېڅکله يې د خلفاو پر وړاندې څوک ونه لمسول او نه يې وهڅول، نو اختلاف د نظر شته، خو تخريب او لمسول ښه خبره نه ده او دا جايز نه دي.

قصة السقيفة والخلافة وموقف سعد بن عبادة منها

نوټ  :

له اصولي اړخه د هبت الله پورې د حکمتيار اميرتوب ښه راځي ځکه چې نوموړی خو يو وخت د حزب اسلام أمير وو او همداسې هر يو جهادي مشر د خپل حزب او ډلې مشر (أمير) وو، خو هبت الله پرې لږه زياتي پښه وراړولې ده چې دې خبرې ټکر رامينځته کړی او د نوموړي اميريت د أميرالمؤمنين په توګه له هماغه پيله ننګول شوې او تر ترديد لاندې راغلې ده. دا ځکه چې مشر ملا صاحب ملا محمد عمر د طالبانو د اميرالمؤمنين په توګه وټاکل شو چې دې کارونې د نوموړي خصوصيت په تعميم بدل کړ چې هماغه وخت د دوی ملاتړي هر يو مولانا فضل الرحمان، مولانا سميع الحق او مولانا سراج الحق او قاضي حسين احمد دوی ټولو هغه وخت د اصف زرداري تابعداري کوله نه د ملا محمد عمر چې له هغې راوروسته ان تر عمرانخانه پورې چې دوی ټول سيکولر ول او د خپل وخت د صدراعظم ته ژمن ول، او  د خپل حکومت پيروي ((تابعداري)) يې کوله، نه د طالبي مشرانو، نو د دوی دا اميرالمؤمنين کارونه له هماغه وخته ننګول شوې ده. په نړۍ کې د هر هېواد تبعه د خپلو منتخبو مشرانو پيروي کوي نه زموږ د اميرالمؤمنين، نو دوی دغې ټکي ته هډو سوچ نه کوي.

د شيخ هبت الله سره بيعت داسې دی لکه څوک چې د پنجاب د هغه واکمنې کړۍ سره بيعت او ژمنه کوي، نو د افغانانو نبض له هغه منحوسې ادارې او د هغوی له واکمنانو سره جوړ نه راځي. د پنجاب واکمنې کړۍ خو له ټولو جهادي مشرانو د فرضي کرښې او هم يې پنجاب ته د ژمنتيا -ژمنې او بيعتونه اخېستي وو. له دې پرته يې د تنظيم رسميت او اجازه نه ورکوله.

ښاغلی شيخ هبت الله،

تاسې خو واياست چې زه اسلامي شريعت پلی کوم او په اسلامي شريعت له هېچا سره معامله نه کوم او خلک دې له موږ د شريعت په چوکاټ کې تعامل تر سره کړي او د شريعت ټول فرمانونه او پرېکړې دې يوازې او يوازې د ښځو په محروميت او بې برخې کولو کې دي. د نجونو زده کړه او عصري علومو خو درته کُفر ښکاري او داسې ترې تاسې شخصًا او هم دې د کابينې ځينې غړي او لوړ پوړي چارواکي ترې تر څڼګ تيريږي او ترې ځان په څنګ تېروي لکه هندو چې له کليمې ځان ساتي او يا د طالبانو د لنډۍ له مخې چې :

څنګه په شرنګ را نه تېرېږې

لکه ګاډۍ چې د توتګي بازار ته ځينه

تاسې کله هم د قرآن کريم تلاوت کوئ؟

که کوئ يې، نو تاسې د سورة النمل له دغې پيښې سره څه کوئ؟

د تلاوت په وخت ترې تېرېږئ او ټوپ ترې وهئ که څنګه؟

ايا تاسې د  خپلې طالبۍ او د تدريس په دې ټوله موده کې او هم د دې امارت د اميرالمؤمنين په توګه کله هم دا سورة مبارک لوستی نه دی که څنګه؟

او که کله دې کيسې ته راغلي ياست او غلط شوي ياست. اګاهانه او يا نا اګاهانه مو ترې ټوپ وهلی دی که څنګه؟ کنه نو مجال دی چې تاسې پرې پوه نه شئ.

ما ته او نورو ډېرو ته دا پوښتنه ذهن ته ورځي چې خدايږو د خپلې واکمنۍ او واک ساتنې او ټينګولو باندې خو ښه پوهېږئ، خو بيرته په دې نه پوهېږئ چې دا څلويښت ميليونه وګړي هم د پوښتنې ګروېږنې حق لري او يا نه؟

ايا دوی په اعتماد کې راوستل هم اړين دي او يا نه؟

په تاسې څه بلا شوې ده چې له نن نه په زرګونه کلونه وړاندې د يمن د سباء ملکه واکمن پېغمبر سليمان عليه السلام ګوښې يعنې له له کمزوري دريځ ((موقف)) سره نه، بلکې له خپل لورې (اړخه) له يو موټي قوي او غښتلي دريځ سره ورتلله، نو له ورتګ مخکې يې لومړی خپل ځان د ملت له اړخه ډاډمن او پر ځان راټول کړ او ټول پرې سلا (خوښ) هم شول چې څه وکړي؟

نو د خپل ولس له غوښتنو او لارښوونو سره سم مخته ولاړه او دې ذکاوت او پوهاوي ته ګوره چې سليمان عليه السلام ورته له خپل اړخه يو داسې قوي – روښانه او زغرده پيغام وراستولی وو چې ((الّا تعلوا علی وأتوني مسلمين)) ما ته به همداسې نه، بلکې غاړه اېښوونکې راځې او اشاره يې ورته په ((بسم الله الرحمن الرحيم)) کې له مخکې نه کړې وه چې زه دې ځانته نه، بلکې الله تعالی ته غاړه اېښوونکې راغواړم، نو دې هم داسې يوه ديپلوماتيکه او ذکاورت وفراست داسې کړنه يې تر سره کړه چې ځآن يې د يوې ملکې په توګه هم ټيټ رانه وړ، بلکې له سليمان عليه السلام سره يوځای چې ((اني ظلمت نفسي واسلمتُ لرب العالمين)) تر هر څه مخکې يې لومړی خپله قصور او نيمګړتيا ومنله او ورسره يې په خوا کې ځان له هغه سره يو ځای خپل رب العالمين ته تسليم کړ چې دا کړنه الله تعالی او پېغمبر سليمان عليه السلام د دواړو خوښه وه، نو تاسې هم د يو عالم او مُدرس په توګه لږ په دې خپل ګرېوان کې سوچ وکړه چې دا تا څه شروع کړي دي؟ څه وايی او څه کوې؟

علماء خو دا وايی چې هر هغه حکومت/اداره او واکمني چې خپل ولس ته د هغوی لومړني اړين او انساني بنسټيز  خُدمات يعنې چوپړونه تر سره کولی نه شي، بلکې پکې ناکام او پاتې راغلي وي، نو هغوی د دې حق نه لري سختې فزيکي سزاوې لکه حدود تطبيق کړي، بلکې ښه او غوره ((اولی)) ورته دا ده چې ټولې سختې فزيکي سزاوې او حدود لکه : قصاص، د غړيو پرېکول او داسې نورې رواني ربړوونکې سزاوې ((شکنجې)) تطبيق او خلکو ته ورکړي، بلکې تعطيل کړي بل مشروع او قانوني حکومت ته چې بيا هغوی پوه شه او کار يې، خو دوی بايد پکې احتياط وکړي او دا يوه محتاط به مسأله ده.

حال دا چې تاسې خو خپله له خطاياو ډک ياست او له بېلابېلو لارو مو شريعت تر پښو لاندې کړی، خو يو د ښځو د رجم او د خلکو په عام محضر کې وهلو باندې مو ټول شريعت او اسلام چې هغه هم زياتې حقوقي ستونزې لري تطبيق ته زور ورته کړی دی، نو اخر ته خو هم لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه چې دا څه دې شروع کړي دي او څه کوې؟

شيخ صاحب،

تاسې د هغه وخت له بلقيس هم بدتر ياست چې هغې د لمر د پرستش کوونکې په توګه بيا هم د سليمان عليه السلام د ليک په ځوابولو کې پوښتي او نظر ترې اخلي، نو ايا دا د افغانستان څلوېښت ميليونه وګړي تا ته مسلمانان نه ښکاري که څنګه؟

پنجاب د ځان او د کشمير لپاره څه غواړي او موږ ته څه غواړي؟

ځانته منتخب او ټاکنيز نظام غواړي، خو موږ ته بيا نه او له کوټې خپله راوړل شوې شوری لکه د تېر ځل د راولپينډۍ او د پېښور د ګورنرهاوس يا نشتر هال جوړ شوي حکومتونه چې دلته يې جوړ او هلته يې ولېږل، خو ناکام شول، خو بيا يې هم دا ځل د اسلامي امارت په نوم خپله لوبه تکرار کړه چې بيا هم له ناکامۍ سره مخ ده او ان تر دې چې خپله يې هم په ښکاره په رسميت نه پېژني، نو بيا يې څه شي ته جوړوله؟

عجيبه شانتې لوبه ده

د ولسمشر کرزي او غني دواړو وختونو کې مو هغوی د کابل په يو ارګ دوه سري حکومتونو ګرمول چې تاسې ته بيا پاکستان په کوېټه، ميرانشاه او پېښور کې درې دفترونه پرانېستي وو او له امريکا و عربي استخباراتو سره په ګډه يې د حکومت پر وړاندې په دوحه کې درته سياسي دفتر هم جوړ او درته خلاص کړ او د حکومت پر وړاندې جګړه مخته بيوله او د وخت د حکومتونو پر وړاندې مو له پنجاب سره ډېره خواږه خوړل او هم مو سره پټې وښکاره يارانې پاللې او نن مو دغسې چېغې و واوېلا جوړه کړې ده. په هره توګه دا حقايق به وروسته روښانه شي.

خپله د کوېټې پر ځای اوس په کندهار کې يې او ارګ و سپېدار ماڼۍ مو هم په واکې دي او د قطر سياسي دفتر مو هم په لاس کې دی. اوس خو دې ټول هېواد او واک په لاس کې دی او ټول همدا تاسې ياست، نو بيا ولې د شوپرک ((حفاش)) په شانته پټ يې، اخر ولې؟

که د رښتياو پيريان (جنيات) درباندې ناست وي، خو چې زه يې درنه پورته کړم او زما خو همدغه کار دی او د نېکونو له لورې مو همدغه اجازه او کسب وکار دی او که د بل چا پيريان درباندې ناست وي، نو هغه بيا د MI6 او CIA د پنتاګون کارونه دي چې هغه مې له توانه پورته دي.

په مشر ملا صاحب د ISI پيريان ناست او چا ته يې ليدو ته نه پرېښوولو، خو جنرالانو به بيا ليدلی شو چې د بي بي سي خبر هوبه هو همداسې خبره کوي.

جنرل اور معصوم مُلّا

https://www.bbc.com/urdu/columns/2010/11/101112_hanif_mullah_general_aw

https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU&t=257s

Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی

شيخ صاحب،

د يو واکمن په توګه ته ولې او څه شي ته په کندهار کې ناست يې؟

ولې پلازمينې ته نه راځې؟

ټول ملت ته پته ده چې د ډاکټر عبدالله د نازولو لپاره يې پر ښاغلي کرزي او ولسمشر غني دواړو باندې د هغه لپاره څوکۍ رامينځته کړه چې په قانون کې ورته هېڅ ځای نه وو، خو تاسې هم تېر جمهوريت ته ورته لوبه شروع کړې ده چې هماغه دواړه پوسته لا پر ځای پاتې دي، خو تا ته يې لا زياتی ځای په کندهار کې درکړی او هلته يې له رسنيو ګوښه پخپلو منګولو کې کلک ساتلی يې او رسنيو ته خبرو ته هم نه پرېږدي، بلکې ملت ته راښکاره کېدو ته دې هم نه پرېږدي، نو واکمن خو داسې نه وي، لکه دا تاسې چې ياست.

توره کارغه،

ډېرې لوبې او نخرې دې وکړې چې دا لوبه او نخره به دې هم تېره شي چې اخر به څه کوې؟

ته ښه پوهېږې چې ځای او محبت دې ورځ تر بلې پيکه کيږي او اخر به ته هم بې ډزو ډوزه ځغلې، خو څوک به دې بيا ځغلېدو ته هم نه پرېږدي او د کيوناري او رنجيت سينګ لوبه به درسره کيږي.

ته په دې مه خوشالېږه چې په افغانستان کې د اوس لپاره خپلو ستراتيژيکو موخو ته رسېدلي ياست، خو ژر دی چې دا لوبه او نخره به دې هم اخر ختمه او تېره شي.

په هر مخ او هره څېره چې راشې خلک دې پېژني چې د لوبې شا ته څوک دی؟

ښه به درته دا وي چې نور د هندي الأصل مهاجر د هغه زړې او کرغېړنې لارې او پالېسۍ لاس واخلئ چې تاسې ته د هغه هندي الأصل مهاجر او د فلسطنيانو له قاتل نه درپاتې ده چې هغه نه تاسې ته ګټه کوي او نه يې موږ ته رسولې او نه يې رسوي.

توره کارغه،

خوشال خان خټک

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم

ګل پاچا الفت

ډېر تفاوت دی په انسان کې د مانا په خاطر

واړه لګيا دي څوک خپل ځان او څوک جهان جوړوي

له خدای نه ناهيلي کيږو او ژر دی چې موږ ټول افغانان به اخر يوه ورځ خپل ځانونه وپېژنو او بيا به له تا سره حساب کوو. څه دې چې کرلي، نو رېبلو ته يې هم بيا تيار اوسه!

په درنښت

سيد حسين پاچا

له حکمتيار سره د جنجال ماجرا بيعت ده

له حکمتيار سره د جنجال ماجرا بيعت ده

استاد ډآکټر م. عثمان تره کی د دعوت سره په مرکه کې

https://dawatmedia24.com/?p=157281

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.