د شخصیت اختلال یا د شخصیت ګډوډي

ډاکتر جاوید خالد

977

د شخصیت اختلال یا د شخصیت ګډوډي!

شخصیت اصلاً لاتیني persona کلمې څخه ده چې د ماسک په مانا ده او یو تعداد لوبغاړو به د نمایش په وخت کې استعمالول د دی پخاطر چې هویت یې افشا نه شي.

تعریف :مختلف تعریفونه لرو خو په لنډ ډول شخصیت خپله یو تعداد رفتارونه احساسات او فکرونه دی چې د شخص کړو وړو ته ثبات ورکوي .

خو کله چې پدغه رفتارونو احساساتو فکرونو  اوصافو او   کړو وړو کې مشکل پیدا شې او دنورو خلکو دنورمال ژوند داختلال اوسرخوږې سبب شې نو بیا نو ورته د شخصیت اختلال وایي

ډیر زیات ډولونه لري چې په مختلفو کټگوریو کې طبقه بندي شوي دي  مونږ یې په یو نوعه چې داجتماع ضد یا Anti Social Personality Disorderنومیږي غږیږو

دا جتماع ضد اختلال شخصیت یا Anti Social Personality Disorder چې عموما د اجتماع ضد اعمالو پواسطه مشخص کیږي د 15کلنۍ څخه  مخکې منځته راځي چې نارینه  درې ځلې د ښځو په نسبت پدی ناروغۍ زیات اخته کیږي ټول بندیان چې محابسونو کې بندیان دي 75% یې پورتنی مشکل لري،

ناروغ  د معاینې په وخت کې ډیر ارام وي خپل خصومت او قهر پټوي او اکثره  وخت داکتر هم د دوی په تشخیص کې کله دمشکل سره مخ کیږې ځکه ځان ډیر سم سړی ښایي تشخیص یې داسې کیږی چې دا ناروغان  د غلا،جنګ،دروغ ویلو،د کور او مکتب څخه د تېښتې د موادو سوء مصرف،د نورو خلکو حقوق تر پښو لاندی کول .

بې بندو باره او تېز رفتاره ډریواري کولو هغه هم زیاتره د نشې په وخت کې  چې پښیماني ورسره نه وي تاریخچه لري.

سېر!

ځوانۍ عمر  کی یې اعراض ډیر شدید وي مګر د عمر په تېرېدلو سره یا زړښت کې یې  اعراض کمیږي زیاتره یې نشه یي  موادو استعمال ته مخه کوي لکه د الکولو استعمال ،چرس،هیروین وغیره.

تداوي: ده يو سيکاټرسټ سره بايد مشوره وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.