زه به هم درسره ځمه

عبدالباري جهاني

571

( د اجمل اند د یوه ښکلي نظم په جواب کي)

زه دي هم یمه ملګری ما هم بوزه

هغه ښارته چي په خوب کي دي لیدلی

هغه ځای چي تا یې کړي دي نکلونه

دلته چا په ویښه نه دی ازمېیلی

دلته خلک په پردي آذان ویښیږي

چا د خپل بلال ږغ نه دی اورېدلی

سپېده داغ ته یې د شپې استازی راسي

لا یې لمر پر اسمان نه دی راختلی

دا دي کوم جهان لیدلی دی په خوب کي

دا له کومو جنتونو یې راغلی

دا له کومه کوه قافه را روان یې

چي په لار کي ترابان نه یې وژلی

زه د هغه ښار لیدلو ته یم تږی

چي لري د ربابونو دوکانونه

زه له بویه د باروتو ترهېدلی

ماته راوړه په ګېډیو کي رنګونه

تور وېښته مي په دې لاره کي سپین سوي

د ادم د رباب شرنګ ته انتظار یم

چي کیسې مي د ګودر د پېغلو راوړي

منتظر مي د هغه نسیم رویبار یم

هغه ښار چي تا په خوب کي دی لیدلی

زه مین پر هغه ملک پر هغه ښار یم

هدیره مي د بابا  ده پکښي جوړه

په ارمان یې د نارنج او د انار یم

ماته مه وایه چي نه یې پوهېدلی

دا کیسې چي دي لیکلي زموږ د ښار دي

د زلمیو، د پېغلوټو، د مستیو

د پامیر دي، د هري، د ننګرهار دي

ما یې کړي په دښتونو کي مستې دي

ما یې کړي پر شنېلیو اتڼونه

پر لمن د ګل غونډۍ یم رغړېدلی

شرنګولي مي د میو ګیلاسونه

هغه ښار چي تا یې نکل دی لیکلی

ما یې هم پخوا لیدلي دي خوبونه

ملا جان مي د خوبونو تعبیر کښلی

پر دوږخ باندي صراط او نري پلونه

د مغان د پیر وصیت مي دی په غوږ کي

د خوبونو په لیدلو نه رسیږو

خدا زده چا کاروان سالار دی تېر ایستلی

چي هر څومره منډه کړو شاته پاتیږو.

عبدالباري جهاني

د ۲۰۲۲ کال د مارچ یودېرشمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.