روژه او د معدې درد لاملونه او حل لارې

مقصود قریشی

687

روژه او د معدې درد لاملونه او حل لارې:

په تلوار خواړه خوړل: ډېری وخت د دې لپاره چې پېشنیمي ته وخت کم پاتې وي، ځينې کسان پرله‌پسې مړۍ تېروي او ډوډۍ په خورا عجله خوري. دا تلوار او عجله په دې وخت کې د دې لامل کېږي چې ټوله ورځ مو معده درد وکړي.

بېحده تاوده خواړه: ډېر سره او ګرم خواړه هم معده په درد کوي. په روژه‌ماتي او پېشنیمي کې ډېر تود قطغ خوړل د معدې خوږ پیدا کوي. سور چای، جوش اوبه او ګازلرونکي څښاک د معدې د درد لامل کېږي.

درانه خواړه: هغه کسان چې په روژه‌ماتي او پېشنیمي کې درانه خواړه چمتو کوي، معده یې منلو ته جوګه نه وي، نو کېدای شي غبرګون وښيي او درد پیل کړي. هڅه وکړئ په دغو دواړو وختونو کې سپک او نرم خواړه تیار کړئ.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته ویده کېدل: ځینې کسان د ورځې ستومانه وي چې ماښام روژه ماته کړي، سمدستي هڅه کوي چې څملي. یا هم تر پېشنیمي وروسته ژر بېرته پرېوځي. هڅه دې وشي چې تر پېشنیمي وروسته لږ تر لږه یو ساعت ویښ کېني.

تر اړتیا ډېر خوراک: ځینې کسان چې د ورځې خورا لوږه تېره کړي، نو چې کله روژه ماته شوه، بېحده خوراک کوي او معده پړسوي. تر اړتیا ډېر او بې ضرورته خوراک/ څښاک پر هاضمي سیسټم زور اچوي او کمزوری کوي یې. په روژه کې متعادل او متوازن اوسئ چې له هاضمي ستونزو بچ شئ.

اوبه نه څښل: زموږ ټولنه ټوله پر چای عادت شوې او اوبو ته دومره پاملرنه نه کوي، خو که چېرې چای کم او اوبه څښل ډېر کړي، ډېره ګټه به ورته وکړي. تر روژه‌ماتي وروسته اته ګیلاسه اوبه څښل، هم د وجود اوبه پوره کوي، هم مو له سردردۍ او معده دردۍ ساتي.

توند خواړه: مرچ، چکني، آچار، سرکه او نور تېزابي خواړه د معدې درد او سوځېدا ډېروي. دا خواړه خوندور دي، خو تر خونده یې تاوان د معدې ناروغانو ته ډېر دی.

روژه په خپل ذات کې د وجود پاکوونکې او د ناروغیو ورکوونکې ده، نو دې ارزښت ته یې په کتو باید په دې میاشت کې هر اړخیزه ګټه وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.