په اوکراين کې جګړه ختیځ ته انتقال شوې ده

811

روسي ځواکونه د اوکراين په ختيځ دونباس سيمه کې د بیلتون غوښتونکو د جمهوریتونو د خوندي کولو په هدف له نوي سره د ځای پر ځای کیدو په حال کې دي. د اوکراين له خوا د روسیې د تېلو پر يوه زېرمه د هوايي بريد خبر هم ورکړل شوی دی.

Ukraine Mariupol | Soldat der Volksrepublik Donezk vor zertsörtem Gebäudeد ماريپول ښار يوه ويجاړه شوې ودانۍ

د روسیې د لویدیځ ښارګوټي بیلګورود سيمه ایز مشر د جمعې په ورځ ویلي دي چې اوکرايني هيلي کاپترو په دغه سيمه کې د تېلو پر يوه زېرمه هوايي بريد کړی دی.

ويچيسلاو ګلادکوف د تلیګرام پر خپل کانال ليکلي دي: «د پترولو په زيرمه کې د اوکراين د پوځ د دوو څرخي الوتکو د هوايي بريد په نتیجه کې اور لګيدلی وو.»

نوموړي زياته کړې چې د دغه دستګاه دوه کارکوونکي د اور لګيدنې په نتيجه کې ټپيان شوي دي. د روسیې بيړنیو پېښو وزارت په حواله په لسونو پرسونل د اور په خاموشه کولو اخته دي.

د چهار شنبې په ورځ هم د روسیې د دغه لوېديځ ښار د وسلو له یوې زېرمې څخه د چاودنو غږونه اوريدل شوي ول خو چارواکو په دې اړه هیڅ جزيات په ډاګه نه کړل.

بیلګورود ښار د اوکراين له سرحد سره د ۴۰ کيلومترو په واټن کې پروت او د اوکراين له خارکيف څخه کابو ۸۰ کيلومتره لیرې دی.

امريکا: پر دونباس د روسیې تمرکز جګړه اوږدولای شي

د فرانسې خبري آژانس د يوه لوړ پوړي امريکایي چارواکي له قولي ويلي چې د اوکراين په ختیځ کې د دونباس پر سيمه د روسیې د بيا تمرکز هڅې کولی شي «جګړه لا پسې اوږده کړي.»

دغه چارواکي وويل: «په دې دليل چې [روسان] دې ته لومړيتوب ورکوی چې هلته د عسکرو شمیر او انرژي ډېره کړي، په دې معنا نه ده چې دا به د هغوی له پاره وضعيت آسانه کړي.»

دغه چارواکي زياته کړې: «دا د یوې اوږدې او لا دوامدارې جګړې باعث ګرځيدلی شي، ځکه روسيه کوښښ کوي چې د فشار يو آله په لاس راوړي څو يو پرمختګ وکړي او د خبرو اترو پر میز يو څه برلاسی واوسي.»

د اوکراین په دونباس کې په ۲۰۱۴م کال کې جګړه هغه وخت پېل شوې وه کله چې روسیي پلوه مظاهرې د بيلتون غوښتنې په يوه وسله وال خوځښت بدلې شوې چې په نتیجه کې یې د «د دونيڅک او لوهانسک خلکو جمهوريتونه» رامنځته شول.

روسیې په لومړي سر کې په ښکاره د دغه ياغیانو د ملاتړ خبره ردوله، خو پر اوکراين یې د يرغل تر پيلولو لږ دمخه دغه په خپل سر نومول شوي «د خلکو جمهوریتونه» په رسمیت وپيژندل.

مسکو اروپا ته د ګازو د ليږد درولو ګواښ کړی

د مسکو له خوا په روسي اسعارو کې د بیو د پرې کولو د ضرب الاجل تر ټاکل کیدو وورسته کیدای شي ځيني هېوادونو ته د ګاز ليږد ودرديږي.

ولسمشر ولاديمیر پوتین ويلي ول: «که چې دغه د پېسو ورکړه ترسره نه شي نو دې ته به زموږ د پيرودونکو له خوا له مکلفيتونو څخه د سرغړونې په سترګه وکتل شي.» زياته شوې چې روسيه بيا موجود قرارادادونه وځنډوي.

Russland Putin

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي هم د « RIA» دولتي خبري آژانس ته ويلي: «د اروپايي ټولنې کړنې به بې ځوابه پاته نه شي. د بروکسل له خوا غير مسئولانه بندیزونه لا د مخه د عادي اروپايانو پر ورځني ژوند ناوړه اغیزې کوي.»

آلمان روسیې ته په ډالرو او يا يورو د بیو پر پرې کولو ټینګار کوي لکه څرنګه چې په قراردادونو کې ليکل شوي دي او د مسکو له خوا د دغه هېواد په پول واحد روبل کې د بيو د پرې کولو غوښتنه د زور کارول بولي.

پر اوکراين د روسیې تر يرغل مخکې آلمان د خپلې اړتيا ۵۵ سلنه ګاز له روسیې څخه واردوه.

د دوو اوکرايني جنرالانو ګوښه کول

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي په دې منځ کې ويلي دي چې د امنیتي برخې خپل دوه لوړ پوړي چارواکي ېې له دندو ګوښه کړي او پر هغوی یې د اوکراين څخه د دفاع له خپل سوګند څخه د سرغړونې تور لګولی دی.

زيلنسکی وويل: «زموږ د ټولو غدارانو سره د حساب له پاره اوس وخت نه لرم، خو هغوی ټول به وار په وار جزا وويني.»

په دې منځ کې ويل شوي چې روسي ځواکونو د چرنوبل په شديده توګه ککړه شوې ساحه د جمعې په ورځ پرېښې ده او اوکراين د دغه ساحې کنترول بيرته په لاس کې اخيستی دی.

د اوکراين د انرژۍ دولتي شرکت «Energoatom» ويلي دي چې روسي عسکر هغه وخت له دغه ساحې څخه ووتل کله چې هغوی «د اتومي وړانګو ډېر مقدار» اغیزمن کړي ول. دا څه تر هغه وروسته پيښ شوي ول چې عسکرو د منع شوې ساحې په ځنګله کې د دستګاه په شا او خوا کې کندې کيندلې وې.»

په کيف کې چارواکو دا ادعا هم کړې ده چې روسانو د نیول شويو اوکرايني عسکر نامعلوم شمير هم له ځانه سره بيولي دي. روسي ځواکونو د فيبرورۍ پر ۲۴ نېټه پر اوکراين تر يرغل وروسته د چرنوبل ساحه نيولې وه.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.