امريکا: پر روسیې د بندیزونو سرغړونکی به یي «عواقب» وګالي

486

مخکې له دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ډهلي ته ورسیږي، امریکا هند ته له چین او روسیې سره د اړیکو په هکله خبرداری ورکړی وو. امریکا ویلي دي هر چا چې پر روسیې له بندیزونو څخه سرغړونه وکړه پایلې به یي وګالي.

USA | Indopazifik-Gipfel in Washingtonآرشیف انځور

نوي ډهلي ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر رسیدو څو ساعته مخکې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال دلیپ سنګه وویل چې هغه هیوادونه به «د دې کار عواقب وګالي چې په فعاله توګه پر روسیې د لګولو شوو بندیزونو د بې اغیزې کولو په فعالیتونو کې ښکیل وي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر رسیدو مخکې دلیپ سنګه نوي ډهلي ته رسیدلی و او د مودي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره یي ملاقات وکړ. په دې ترڅ کې هغه د چین او روسیې د اړیکو په هکله هند ته توضیحات ورکړل او ویې ویل چې دا د نوي ډهلي له پاره عواقب لرلې شي.

روسیه به د هند مرستې ته نه راځي

هغه وویل: «هیڅوک باید داسې غلط تصور ونه لري، چې د چین او روسیې په اړیکو کې به مسکو یو کوچنی پارتنر یا شریک وي. او په هره اندازه چې چین د خپلو ګټو له پاره روسيې ته نږدې کیږي، روسیه به د هند له پاره لږ مطلوب ثابت شي.»

نوموړي زیاته کړه «زه فکر نه کوم چې څوک دې په دې خبرې باور وکړي چې که چین یو وار بیا د کنترول له اصلي کرښې سرغړونه وکړي، نو روسیه به له هند څخه د دفاع له پاره په منډه ځان ور ورسوي.»

Russland | Innerer Kreis von Putin - Sergey Lavrovد روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئې لاوروف

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال دلیپ سنګه چې یو هندي الاصله امریکایې دی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او سرګي لاوروف پر ضد د امریکا د بندیزونو په برخه کې یي مهم رول لوبولی دی. روسیې هم د دې کار په غبرګون کې پر دلیپ سنګه بندیزونه لګولي دي.

بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ماښام له بیجینګ څخه ډهلي ته ورسید او د جمعې په ورځ یي د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر ترڅنګ له یو شمیر لوړپوړو هندي چارواکو سره ولیدل. د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر لیزټرس هم د پنجشنبې په سهار نوي ډهلي ته رسیدلی و او له خپل هندي سیال سره یي لیدلي و.

د روسیې او هند اړیکي او د امریکا اندېښنه

روسیه هند ته د وسلو او نورو ستراتیژیکو توکو یو لوی صادرونکی دی. تیر کال د دواړو هیوادونو ترمنځ په اوسط ډول د ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت تجارت شوی و، په داسې حال کې چې د چین او هندوستان ترمنځ ګډ کلنې تجارت تر سلو میلیاردو هم زیات دی.

پر اوکراین د برید له کبله امریکا پر روسیې بندیزونه ولګول، خو اوس داسې هیڅ نخښې نښانې نه لیدل کیږي چې هند به له روسیې سره په خپل تجارت او ستراتیژیکو اړیکو کې یو ډول کمښت روالي. نوي ډهلي په دې وروستیو کې له مسکو سره څو لوی تړونونه هم کړي دي. د هند له دې دریځ څخه امریکا یو څه خوښه ده او له همدې امله خپله اندېښنه هم څرګندوي.

تیره اونۍ د امریکا ولسمشر جو بایدن ویلي ول چې په کواډ (څلورګونو) هیوادونو کې یوازې هند د روسیې پر وړاندې متزلزل ښکاري، په داسې حال کې چې پاتې هیوادونو له ثابت قدمۍ څخه کار اخیستی دی. بل لور ته هند وایي چې له روسیې او امریکا دواړو سره ښې اړیکې لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.