بلال کریمي: شانګهای سازمان ناسته کې ط الب انو ته بلنه نه ده ورکړل شوې

519

دعوت میډیا ( پنجشنبه/۲۴ وږي/۱۴۰۱): ټاکل شوې په ازبکستان کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پنجشنبه د وږي په ۲۴ مه شروع شي، خو د ط الب انو سرپرست حکومت چارواکي دې غونډې ته نه دي بلل شوي.

د شانګهای د سرمشریزې لپاره د ازبکستان همغږي کوونکي رحمت الله نورمبتوف رسنیو ته ویلي چې واک ته د طالبانو د راتګ له امله په دغه سازمان کې د څارونکي هېواد په توګه د افغانستان د غړیتوب برخلیک معلوم نه دی.

د سمرقند په غونډه کې به د چین، روسیې، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند او پاکستان سربیره چې د شانګهای سازمان اصلي غړي دي، د بیلاروس، ایران او منګولیا په ګډون د څارونکو هیوادونو مشران هم ګډون وکړي.

افغانستان چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د شانګهای سازمان د څارونکي حیثیت ترلاسه کړ، د پخواني دولت له نسکوریدو او واک ته د ط البانو د راتګ له امله په دغه سازمان کې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دی.

د ط البانو سرپرست حکومت یو تن مرستیال ویاند بلال کریمي هم رسنیو ته ویلي چې د شانګهای غونډې ته د دوی چارواکي نه دي بلل شوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، هڅه کوي چې په سیمه کې له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې او د سیمې پر پراختیا تمرکز وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.