ايا روسيه په اوکراين کي اټومي وسلې کارولای شي؟

536

د اوکراين د جگړې سره سمدلاسه داسي اندېښنې راولاړي سوې چي په دغه لانجه کي د لوېديځ د مداخلې په صورت کي د روسيې اټومي غبرګون راپارېدلای سي.

Atomtest auf dem Mururoa-Atollکله چي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ مياشتي په ۲۴مه نېټه په اوکراين کي په خپله وينا د «ځانګړي نظامي عملياتو» اعلان وکړ، نو په ښکاره توګه يې وويل چي «بېله فرق څخه چي څوک زموږ مخکي د درېدو هڅه کوي… يا زموږ د هيواد يا خلکو لپاره ګواښ رامنځته کوي، هغوی بايد خبر واوسي چي روسيه به ورته عاجل غبرګون وښيي او پايلي به يې داسي وي چي په خپل ټول تاريخ کي به يې نه وي ليدلی.»

ولاديمير پوتين پر اوکراين د بريد د امر څخه درې وځي وروسته، يعني د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د روسيې پوځ ته امر وکړ چي د ناټو د مشرانو د تبصرو او د لوېديځ له لوري د اقتصادي بنديزونو په جواب کي دي اټومي تاسيسات د تيار سئ حالت ته راولي.

د روسيې سابقه لرونکي دپلومات او د باندنيو چارو وزير سرګې لاوروف هم په خپل وار له اټومي جګړې څخه خبرداری ورکړ، البته ويل يې چي روسيه د دا ډول حالت د مخنيوي حد اکثر هڅه کوي.

سرګې لاوروف زياته کړه: «زه به دې ته زړه ښه نه کړم چي ګواښونه په مصنوعي توګه مبالغانه وښيم، لکه بعضي چي دا کار کوي. خو ګواښ جدي دی او موږ يې بايد له پامه ونه غورځوو.» د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت د لاوروف د دغو څرګندونو په وړاندي په چټک غبرګون کي وويل چي د هغه څرګندونې «په لوړه اندازه غير مسؤلانه» دي.

په داسي حال کي چي واشنګټن د روسيې له لوري د اټومي وسلو د په تيارسئ راوستلو سره اړوند عملي غبرګون ونه ښود، کارپوهانو او لوېديځو چارواکو د اټومي وسلو د ګواښ موضوع د له پامه غورځولو څخه خبرداری ورکړ. د هغوی په آند پوتين ښايي اټومي وسلې وکاروي که د اوکراين په جګړه کي د ناټو د داخلېدو ګواښ احساس کړي او يا که ناټو په رشتيا جګړې ته داخله سي.

 

لوېديځ د پوتين لخوا د ګواښونو په هکله کوم غبرګونونه ښودلي دي؟

د امريکا متحده ايالاتو چارواکو د پوتين لخوا د اټومي تاسيساتو د په تيارسئ حالت کي راوستلو وروسته  دغه عمل په لوړه اندازه خطرناک، پاروونکی او په بشپړه توګه د نه منلو وړ وباله. د ناټو عمومي منشي ينس شتولتنبېرګ دغه عمل پاروونکی او غيرمسؤلانه وباله.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه و امريکايانو ته په وينا کي وويل چي د روسيې سره د ممکنه اټومي جګړې په هکله اندېښنه ونلري. نوموړي دا خبره د يو سوال په ترڅ کي وکړه چي وپوښتل سو ايا امريکايان بايد د اټومي جګړې له بيري اندېښنه ولري. د بايډن جواب «نه!« ؤ.

 

د روسيې له خوا د اټومي وسلو د استعمال امکانات څومره دي؟

د روسيې له لوري د اټومي وسلو د ممکنه ګواښ په تړاو د جو بايډن نظر په مجموع کي د امريکايي کارپوهانو او د لويديځوالو چارواکو تر منځ د خپور عمومي نظر سره ورته دی. د دغه نظر له مخي په اوکراين کي د روسيې له لوري د اټومي وسلو د استعمال چانس ډېر کم دی.

د «فارن افيرز» مجلې پخواني ليکوال ګيډيون روز تېره اونۍ وليکل: «له ۱۹۴۵ کال راهيسي د اټومي قوتونو هر مشر په جګړه کي د اټومي وسلو استعمال د ډېر ښه دليل پر اساس هميشه رد کړی دی.» هغه زياتوي چي پوتين هم په دې کي کومه استثنی نه دی او په آند يې پوتين به هم دا ډول اقدام ونکړي، «نه له دې کبله چي پوست زړه لري، بلکه منطق به ورته ونلري. دا ځکه چي دا ډول اقدام به يو ډېر غير عادي د غچ اخيستنې غبرګون راوپاروي» او داسي کومه ستراتيژيکه ګټه به هم ورسره مل نه وي چي دغه اقدام په توجيه کړل سي.

د کارپوهانو په آند د اټومي تاسيساتو په تړاو د روسيې څرګندونو دا مقصد ؤ چي واشنګټن او د ناټو ټلوالې متحدين يې په مستقيمه توګه د اوکراين په جګړه کي له دخيلېدو څخه وساتي. يو لوېديځوال دپلومات د موضوع د حساسوالي له کبله او د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چي «پوتين غواړي په دا ډول څرګندونو غرب وبېروي.» د هغه په وينا د هغوی «دا څرګندونې د باور وړ نه دي.»

 

روسيه څنګه اټومي وسله استعمالولای سي؟

په داسي حال کي چي لوېديځو هيوادونو پر اوکراين د روسيې د بريد راهيسي و اوکراين ته وسلې ورکړي دي، خو بايډن تېر کال لا ويلي ول چي د اوکراين پر خاوره د امريکايي عسکرو د مستقر کولو هيڅ پلان پر مېز نه دی پروت.

د امریکا متحده ايالات او ټلوالي يې هيڅ دلچسپي نه لري چي د روسيې سره په عادي جګړي کي ښکيل سي، نه يوازي له دې کبله چي دا ډول ښکېلېدنه د اټومي وسلو د بريدونو په تبادله تبديلېدلای سي.

کارپوهان اټکل کوي چي که روسيه وغواړي چي اټومي وسلې وکاروي، نو يو شمير امکانات لري چي پر توره بحيره له چاودنې څخه نيولې بيا د اوکراين په غير آباده سيمه کي د اټومي بريد يا حتی پر اوکرايني نظامي هدف او يا ښار باندي اټومي چاودنې پوري کيدلای سي.

خو په اوکراين کي د اټومي وسلې ممکنه استعمال پخپله په اوکراين کي روسي عسکر د راډيو اکيف شعاعو د خطر سره مخامخ کولای سي.

 

د لوېديځ غبرګون به څه وي؟

بعضي تحليګران په دې نظر دي چي واشنګټن د روسيې د اټومي حرکت جواب د اټومي غبرګون پر ځای په عادي نظامي غبرګون سره ورکولای سي، ځکه چي بل ډول جواب به نه يوازي د امريکا متحدين د ګواښ سره مخامخ کړي بلکه اټومي پراخه جګړه راپارولای سي چي په ترڅ کي يې امريکا ته هم ګواښ رامنځته سي.

د وسلو د کنټرول له انجمن څخه داريل کيمبال وايي چي هغه د امريکا متحده ايالاتو ته دا مشوره ورکوي چي امريکا او ناټو په لوړه اندازه عادي نظامي جواب پرځای په سياسي او دپلوماتيکه توګه بېله دې چي تاوتريخوالی لا پراخ سي، يا نوبت تر اټومي وسلو ورسيږي، د روسيې د منزوي کولو هڅه وکړي. دغه انجمن د وسلو ضد عامه پوهاوي لپاره کار کوي.

 

د روسيې بريد به اټومي سته نقشه څنګه بدله کړي؟

ناټو ښايي په راتلونکي کي بېرته په پولنډ او رومانيا کي له روسي راکټونو څخه د دفاع خپل نظام پر پښو ودروي. ناټو تر اوسه په دې هکله ويل چي د دا ډول يو نظام په مرسته غواړي چي له ايران، سوريې او د منځني ختيځ له بعضو برخو څخه ځان وساتي.

دا لا نه ده څرګنده چي ايا د روسيې له لوري بريد به د هند او پاکستان په شان هيوادونه هم د اټومي وسلو استعمال ته وهڅوي که څنګه. کارپوهان په دې آند دي چي که دا د نړيوال مخالفت سره مخامخ سي نو ښايي دا د نورو اټومي وسلو د استعمال امکانات راکم کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.