د شیر سرخ جرګه

شفق

1,387

د شیر سرخ جرګه

د احمد شاه بابا پر پګړۍ د غنمو د وږي ټومبل

په کنـدهـار کـي د هـوتکـي دولـت له منځـه تلـو وروسـته په افغانستان کـي خپلـواک سیـاسـي حکومـت شتـون نه درلـود

له هغه وروسـته چـي نادرافشـار ووژل شـو په کندهـار کــي

افغاني مشـرانـو یـوه ملـي جـرګه جـوړه کـړه او پـریکـړه یـي

وکـړه چـي نـور خپـل هیـواد خپلـواک کـي او خپلـه ځانتــه مشـر وټاکـي دا جـرګه د افغانستان په تاریخ کـي د شیرسرخ د جـرګـي په نـوم یادیـږي چـي په 1747م کال کـي په کندهـار کـي د شیر سرخ په زیارت کـي جـوړه سـوي وه په دي جـرگه کـي احمدشاه بابا د افغانستان د پاچا په تـوګه وټاکل شـو!

ددي جـرګي په اړه ګنـډا سنګ داسـي لیکلـي :

اته ورځـي پرله پسـي غونـډي روانـي وي په نهمه غونـډه  کـي د محمـد زیـو مشـر حاجـي جمال خان د رایـو اکثریـت  لاسـته راوړ ، خـو اقلیـت پیـاوړی وو… احمـد خان دا هـرڅه  په سـړه سیـنه اوریدل د صابـر شاه په نامه یوه ملنـګ د احمد خان ادعا وړانـدي کـړه نـو بیـا حاجـي جمال خان سملاسـي د احمد خان حقانیـت ته غـاړه کیښــوده. خـو د افغانسـتان مشهـور تاریخپـوه میـر غلام محـمد غبـار بیـا ددي جـرګـي په هکـله لیکـي : کله چـي خراسانـي نادرشاه ووژل شـو ، افغاني فـوځ چـي له څلـورو زرو غلجیـانـو او دولـس زرو ابدالیـانـو او ازبکانـو څخـه جـوړ سـوی وه د غلجـي نـور محـمد خان او ابدالـي احمـد خان په مشـرۍ د کندهـار پـر لور وخوځید کومه جـرګه چـي د اکټـوبـر په میاشـت کـي په 1747 م کال کـي د شیـر سرخ مزار ته څیـرمه جـوړه سـوي وه ، په پای کـي یـي احمـد خان خپـل مشـر وټاکه!

 د شیـر سرخ د غونـډي ګډونوال!

د غلجـي قوم مشران

د بارکـزي قوم مشران

د بلوڅـو خانان

د ابدالـي قوم استازي

ازبکـي خانان د یـوه روایـت له مخـي

حاجـي جمال خان بارکـزي

نـور محـمد خان علیـزی

د اسحاق زیـو مشـر موسَـی خان

د نورزیـو مشـر نصرالله خان

په غونـډه کـي هـر چا کوښښ کاوی چـي ځان د مشـر په توګه وټاکـي یوازي احمد خان وه چـي څي نه ویل د غونـډي په جریان کـي د صابـرشـاه په نامه یـوه ملنګ رازي او د  احمدشـاه بابا د مشـر ټاکلـو وړانـدیز کـوي په دي تـوګه د غونـډي ګډونـوال او حاجـي جمال خان بارکـزی د احمدشـاه بابا تایید منـي په دي تـوګه یـو ځوان زلمـي ته چـي عمـر یـي تـر  پنځـه ویشـت کاله لوړ نـده یـو درونـد مسولیـت ور لغاړي کیـږي! صابـر شـاه د غنمـو وږی د احمدشـاه بابا په پګـړۍ کـي ټومبـي هغه ته د پاچاهـي مبارکـي ورکـوي او وایـي :

تخـت و تاج دي مبارک شـه د پښتـون ټبــر زلمیــه

دا ملــت دي په تا لوړ سـي پـر غلیـم ســي بریالیـه

ستـر واکـمن شـوي ددي خاوري رب دي ستر لره زمریه

د اولـس په غـم شـریک سـه ملـت ویښ که ننګیالیـه

یو ګـړی غفلـت ونه کـړي واک ستا سـو ددي پسـه

په دردو یـي ځـان خبـر که لاس دي مینـځه له هوسـه

نـور د هیـڅ شـي کمـی نسـته خـو تنهـا چـي تربیـه سـي

په ملـي روح یـي ژونـدون وي له تقلیـده بیـګانه سـي

یـو د بل په غـم شـریک وي له نفاق څخـه ګوښـه سـي

خپـل ځان و پیژنـي هسي چـي پـر ځان بانـدي تکیه سـي

اوس نـو ستا و لاس ته ګـوري مـلا دي وتـړه احمـده

د خپـل قام په خدمـت پاڅه مـرسـته غواړه له احـده

د صابـر شـاه د درنـي او پخـي ویـنا څـخه وروسـته وار د شیر سرخ د جرګـي وبل درانه مشـر حاجـي جمال خان ، د بارکزیـو د قبیلـي مشـر ته ورسیـدی حاجـي جمال خان احمدشاه بابا ته بیعـت ورکـړ د مشـرتـوب او پاچاهـي مبارکـي یـي ورته وویله هغه ته یـي وویل چـي نـور نـو د پښتنـو ستـرګـي تاته دي زمـوږ په تا اعتمـاد دی او د خدای ج په مرسـته به په تا سـرلوړي سـو دا ټاټـوبـی به ودان سـي. او زمـوږ ټـولـو زړونه په دغه زیري سـره ښـاد دي حاجـي جمال خان وروسـته داسـي وویل :

 بُست به شـي آباد له سـره بیا به کنــډوالـي شــي

 هري خـوا ته به رواني د سرو اوښـو قافلـي شــي

په څپو به هلمند راشي هـر طرف ډکي شیلي شـي

 په هرکـڅ بانـدي به جوړي دزلمو نجونو میلي شـي

 چـي هلمـند په څپو کي دوی ته کـړي زاړه نکلـــونه

په ورو ورو به یـي څرګند کـړي خپل دزړه پټ ارمانونه

 شکر شکر خدایه تاته چي دي مشـر راپیـدا کا

اوس ددي زلمـي ته مل سي خپله مرسـته ور عطا کا

چـي دا تیـت اولس راغونډ کړي له بیلتـونه یـي جلا کا

په یوه اواز را پاڅـي یـو له بله ســره ملا کـا

له فـراه تـر هـریه له زرنـجه تـر زابلــه

ټـول ملـت په یـوه زړه سـي له تخـاره تـر کابلـه

له دي وروسـته نـور محـمد خان علیـزی (میـر افغان) و احمدشـاه بابا ته د پاچاهـي مبارکـي ورکـوي او ورته وایـي

که ظاهــر یـم تر تا مشـر یا تـر تا مـي ډیـر اولـس دی

که جګـړن مـي تـر لاس لانـدي یا ملـت زماپه وس دی

خـو ډیـر زور مي دی په لاس کي دا قدرت رالره بس دی

مشرتوب نه غواړم ځکه کشرتوب ته مـي هوس دی

نه چـي پیښ رانه ورانـي سي څه عبرګـون به کړم په حشر

یا! منلـی مي په ستـرګـو زه یـم کشـر ته یـي مشـر

د جرګـي په پای کـي پخپـله د لـوی احمـدشاه بابا وار ، چـي په عمـر کـي تـر ټـولـو حاضـرو قومـي مشـرانـو کشـر وه رسیـږي احمـدشاه بابا له یـوي خـوا د خپـل قـوم د سپیـن ږیـرو د مینـي ډکـي وینـاوي اوري. او بلـي خـواته ګـوري چـي پښتـانه زلمـي په جنګـي آسـونـو سپـاره او د تـورو ځلا یـي د لاهـور د جنګـونـو د فتحـي او پانـي پـت د وهلـو زیـری ورکـوي احمدشاه بابا هـم د مینـي او احساساتـو دي ته وهڅـاوه چـي د پښتنـو سپیـن ږیـرو په جـرګه کـي ودریـږي او خپـل قـوم ته داسـي ووایـي :

د لـوی خدای دا اراده وه چـي زي مشـر کړمه ستاسـو

له همده نه مـرسته غواړم غـوښت مي دی په دواړو لاسو

چـي پښتـون بیا را ژونـدی کړم لکه وو چي هسي بیا سو

ټوله یـو لاس یـو اولـس سـو بیګـانه له ملـکه باســو

یـو د بل په ژبه پـوه سـو چـي مـوږ څه یـو څه به شـونه

د ژونـدون لاري دي کـومـي مـوږ به کـومي خـوا ته ځـونه

که مـوږ یـو له بـله پـوه شـو نـور کارونه ټـول آسـان دي

ضـروري تـر هـرڅه مـوږ ته پیـژندل لـومـړی د ځـان دي

ځان به ویښ کـو هـري خـواته هـري خـوا ته غلیـمان دي

یـو په بل مـو ســره وژنـي وایـي خپـل یـو دښمنـان دي

زمـوږ زلمیان وینو کي رغړي دوی چک چکي کړي خندا کړي

منتظـر دي هغـه وخـت ته چـي به کلـه مـوږ تبـا کــړي

زه یم ستاسي تاسي زما یاست په وحدت خدای خوشالیږي

ها اولس چـي لاس یـي یـو وي ژر مقصـد وته رسیـږي

هـم په علـم هـم په تـوره له هیـچا نه نه پاتیـږي

که کـرهڼـه ودانـي ده یـو د بـل په مـرسـته کیږي

که پـوهنـه که عظمـت دی که مړانه شان شوکـت دی

ودانـي یا که عـزت دی ثمــره هــر یـو د وحـدت دی

د ښـار نجونـي او ښځـي چـي د پښتنـو د معمـول دود او دستـور سـره سـم یـي ، د پښتنـو په دي قومـي جرګه کـي بـرخه نه وه اخیستـي د خبـر د اوریدلـو سـره خوشالیـږي او د احمدشاه بابا مـور زرغـونـي انا ته د مبارکـي لپـاره ورځـي زرغـونه انا ددي خبر په اوریدو د خوشحالـي څخه په جامـو کـي نه ځایـیږي د خدای ج شکـر  ادا کـوي چـي داســي زوی یـي ورکـړی دی چـي د ټولـو پښتنـو وربانـدي اعتمـاد دی او د یـو ملـي رهبـر په حیـث یـي مخـي ته کـړی دی

سرچینـې:

 احمـدشاه بابا افغان! د میـر غلام محـمد غبار اثر

د غنمـو وږۍ! د عبدالـروف بینـوا اثـر

د افغانستان پـر معاصـر تاریـخ کتنـه!

نیټـه….   30/ 3/ 2022

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.