لوی احمد شاه بابا د تاریخ له نظره

شفق

1,555

که د خپـل هیـواد تیر تاریـخ مطـالعـه کـو نـو مـوږ یو وخـت ډیر قدر او  عـزت  درلـودی د افـغانستان د تیرو څلـویښتـو کلنـو جګـړو او ناخوالـو ته په کتـو سره به یو افـغان داسـي فکـر وکـي چـي دا هیـواد تل بیوزله ، خوار او د نـورو تـر واک لانـدي پاته سـوی! خـو که 250 کاله شاته ولاړ سـو نو په دي خاوره کـي یو وخـت یو بشپـړ خپلـواک او سولیـز حکـومـت موجـود وه ښایـي ځینـي خلـک باور ونه کـي خـو دا حقیقـت ده چـي د اوسنـي پاکستـان پنجـاب ، بلـوچیستان ، ډیره غازي خان ، ډیـره اسمـاعیل خان ، لاهـور ، کشمیـر ، پیښـور ، سنـد ، او د اوسنـي ایـران ، مشهـد ، سیسـتان ، او اصفـهان یو وخـت ددي هیـواد ولایتونه وه او یوه افـغان پاچا واکمنـي پر کوله ددي سربیـره د اوسنـي هنـد ډهلـی ، پنجـاب ، کشمیـر ، کلکـته ، دا سیمـي هم یو وخـت د افـغانستان تـر کنټـرول لانـدي آداره کیـدي! که د اقتصـاد په برخه کـي افغانستان یو پاته او غریـب هیواد ده خو د تاریـخ له لحاظه تـر ټولـو شتمـن هیـواد ده افـغانستان د یـوه داسـي تاریـخ درلـودونکـی ده چــي په هـغه نـن هـر افـغان افتخـار کـوي که هـر څـونه پـردي دلتـه راغلـي بیـرته په آرامـه ندي تللـي! په هـر حال نـن د لـوی احـمدشـاه بابا  پر کارنامـو نظامـي سفـرونو او د هغه پـر واکمنـي او پاچاهـي ږغیـږو

داحـمـدشـاه_بابا_پیـژنـدنه

احـمـدشـاه بابا د  زمان خان زوی د دولــت خان لمسـی د سـرمسـت خان کړوسـی د شیـر خان کـوسـَی او د خواجه خضـر خان کَودی دی چـي په قـوم سـدوزی دی او سدوزي د ابدالیـو یو څانګـه ده! احـمـدشاه بابا په 1722 زیـږدیز کال کـي د خپـل پلار زمـان خان له مړینـي وروسـته په هـرات کـي و نړۍ ته ستـرګـي پرانیستلـي ، پلار یه زمان خان د هـرات حکـمران او مشـر ورور یه ذولفـقار نومیـده مـور یه زرغـونه آنا د کندهار د ارغنـداب د کوهـک د سیمـي د عبدالغنـي خان الکـوزي خـور وه! کلـه چـي په هـرات کـي د ابدالیانـو حکـومـت د نادر آفشار په واسطـه لمنـځه ولاړ نو احـمدشـاه بابا یو ځای د خپل ورور ذولفقـار سـره کنـدهار ته راغـی او په دي وخـت کـي په کنـدهار کـي د هوتکیانـو حکومـت وه نو شـاه حسیـن هـوتـک دوی دواړه بندیان کـړل کله چـي د هوتکـو حکومـت هـم  نادر افشـار لمنـځه یو وړ نو دوی دواړه یه له بنـده خوشـي کړل او په 1738 زیـږدیز کال کـي و بل زنـدان ته ولیـږدول شـول ذولفقـار خان یه د زهـرو په واسـطه وواژه او احـمد خان یه په خپـل فـوځ کـي شامـل کـړ! احـمدخان د شپاړوسـو کلـو په شاوخـوا کي وه چـي د نادر په فوځ کـي یه ځانګـړی مقام درلـود د احـمدشـاه بابا لپـاره دده دغـه فوځي دنـده ډیـره تاثیـر لرونکـي او مهـه وه ځکـه دی یه د نـورو هیـوادونـو له سیاسـي ، فوځـي ، اقتصـادي ، او کلتوري چارو سـره اشنـا کـړ! کلـه چـي نادرشـاه افشار د محـمد خان قاجار او سـردار علـي قلي خان په واسـطه ووژل سو نو په دي وخـت کـي په افـغانستان کـي هیڅ کوم حکومـت او پاچا وجـود نه درلـود همغـه وه چـي یو جـرګه جـوړه سـوه دا جـرګه په کندهار کـي د شیـر سرخ زیارت ته څیـرمه جوړه سـوه اته ورځـي پرله پسـي غونـډي روانـي وي په نهـمه ورځ د صابـرشـاه په نوم یوه ملنـګ دا ادعا وړانـدي کـړه چـي احمـد خان دي پاچا سـي نو د جـرګـي ټولـو غـړو بي له کـومـي نیوکـي ورسـره ومنلـه همغـه وه چـي په 1747 زیـږدیـز کال کـي د اکټـوبر پـر څوارلسـمه احمـدشـاه بابا د افـغانستان پاچا وټاکل سـی!

احـمـدشـاه_بابا_دخپلـي_واکمنـۍ_پـر_مهال_څه_وکړل

احمـدشـاه بابا د واک ته رسیـدو سـره سـم پـر ټولـو قومـونو د یووالـي ږغ وکړ ملـي جـرګه یه جـوړه کـړه چـي د ګډونـوالـو شمیـر یه نهـه تنـو ته رسیـده چـي دته بـي په حکومتـي چارو کـي سلا ورکـوله مـرکـزي دولـت یه ټیـنګ او پیـاوړی کـی لـکه څنـګه چـي تـر دي دمـخه افغانستان د پردیـو تر واک لانـدي وه خـو احمـدشـاه بابا هیـواد د پردیـو له لاسـه خلاص کـړ او خپـلواک حکومـت یه جوړ کـړ! بامیـزي شاه ولـي خان د هیـواد صـدراعظـم ، سـردار محـمد جان خان د هیـواد د دفاع وزیـر او شـاه پسنـد خان د هیواد لوی درستیـز ونومـول سو🔹

همـدا راز د مالیـي وزارت ، کورنـی امنیـت ، د جـزا دفتـر ، استخـبارات ، مستـوفیـت قضـا ، درالانشـا ، د قومـونـو او قبایلـو جـرګه ، او په لسګـونـو لویـي او وړي آداري د دولـت په جوړښـت کـي منـځ ته راغلــي! احـمدشـاه بابا په لـومـړي سـر کـي شپـاړس زره منظـم پـوځ جـوړ کـړ چـي پلـي او سـواره ځـواکـونه پکـي شامـل وه احـمـدشـاه بابا همـدا راز له دیـرش زره نه زیات نامنظـم ځـواک درلـود . خـو د جګـړي پـر مهال دغـه ځـواک څـو چنـدو ته رسیـده د پلـي پـوځ لپـاره شپـږ روپۍ تنخـا او د سـورو لپـاره دولـس روپـۍ تنـخا ورکـول کیـده! احمـدشـاه بابا له کنـدهـار نه نیـولـي تـر هـراته ، او له خـراسانه را واخلـه بیا تـر بـدخشـانه پـوري ملـي یووالـی ټینـګ کـړ. د هـرات والـي یه درویـش علـي خان هـزاره ، د نیشاپـور والـي یه عبـاس علـي خان ، د مشهـد والـي یه شـاه رخ افشـار ، د کشمیـر والـي یه خـواجه عبـدالله ، د پټیـاله والـي یه امیـر سنـګ ، د بلـوچیسـتان والـي یه نصیـر خان ، د پنجـاب والـي یه زیـن خان مـومنـد ، د سنـد والـي یه شـهنـواز خان ، د ډیـره اسمـاعیل خان والـي یه مـوسـی خان ، او د ملتـان والـي یه شجـاع خان غـوره کړل. همـدارنـګه له بـدخشـانه تـر بادغیسـه او د زابل نه تـر پيښـوره پـوري یـي د دولـت اسـتازي په دنـدو وګـمارل سکه یه په خپـل نـوم ووهـله چـي له سپینـو او سـرو زرو څخـه جـوړه وه او یـو تـن هنـدي کارپـوه یه عمـومـي خـزانه دار وټاکه.

پـر_بانـدینیـو_هیـوادونـو_د_احمـدشـاه_بابا_بـریـدونه_او_فتـوحات

 یـو شمیـر کسـان پـوښتنـه کــوي چـي ولـي احمـدشـاه بابا پـر بانـدینیـو هیـوادونـو بـریدونه وکـول چـي له املـه ډیـر افغـانان ووژل سـول او هـم د نـورو هیـوادو پـوځیـان ووژل سـول چـي دا یـو لـوی ظلم او ګنـا ده ?

د احمـدشـاه بابا د بـریـدونـو لاملـونه ډیـر دي خـو په لنـډیـز سـره د ځینـو ټکـو یادول اړیـن بـولـم :

لـومـړی : داچـې احمـدشـاه بابا لا واک ته نه و رسیـدلـی چـي له هـرات نه نیـولـي تـر کابلـه پـوري افـغانستان د اوسنـي ایـران تـر ولکـي لانـدي وه ، او له کابلـه نیـولـي تـر پيښـوره پـوري د هنـدي ګـورګانیانـو په واک کـي وه.

دوهـم : دا چـي د افـغانسـتان په ګـډون د سیمـي د ټـولـو هیـوادونـو پولـي د اوس په څیـر څـرګنـدي نه وي ، کلـه به هیـواد ډیـر لوی سـو او کلـه به کـوچنـی سو!

دریـم : د احمـدشـاه بابا د واکمنـــي پـر مهـال په منځنـی اسیـا کـي په لسګـونـو سیمـه ایـیزي واکمنـۍ مـوجـودي وي . په ایـران کـي اصفهـان د علـي مـردان په لاس کـي وه . د فارس جنـوبـي برخـي د کـریـم خان زنـد له خـوا چلـول کیـدي. نـور فارس د څـو تنـو سیمـه اییـزو واکمنـانـو په لاس کـي وه . د خضـر سـواحـل د محـمد حسیـن قاجار په واک کـي وه آذربایجـان د یـوه افـغان مشـر آزاد خان غلجـي له خـوا آداره کیـده هـمـدارنګـه نـور سیمـه ایـز واکمـنان یادولـی سـو چـي د خپلمنـځـي جګـړو له کبـله یـي احمـدشـاه بابا ته بلنـه ورکـړه چـي په ایـران کـي هـم خپـل حکومـت جـوړ کـړي!

څلـورم : په هنـدوستان کـي د اورنګـزیـب له مـړینــي وروسـته د هنـد نیمـه وچـه د سلګـونـو سیمـه ایـیزو واکمـنـانو تـر ګواښ لانـدي راغلـه هـر چا ځان پاچا ګاڼه حال دا چـي انګـریزانــو هـم د ختیځـي کمپنـۍ په مـټ ډیـر واک او ځـواک تـرلاسـه کـړی وه د هنـد یـو شمیـر مغلـي چارواکـو  او مذهبـي پـوهانـو له احمـدشـاه بابا څخـه وغـوښتـل چـي هنـد ته راسـي او ورپیښـو کـورنیــو جګـړو ته د پای ټکـی کیـږدي! د یادو شـوو او نـورو لاملـونـو له مخـي احمـدشـاه بابا اړ سـو چـي اته واري پـر هنـدوستان حملـه وکـړي!

اوس به د احمـدشـاه بابا نظامـي سفـرونه را واخلـو

لـومـړی_سفـر  1747 زیـږدیز کال : احمـدشـاه بابا په لومـړي سفـر کـي د غـزنـي ، کابل ، او جلال آباد او پیښـور پـر لـور را ووت او د هیـواد په ختیـځ کـي د سنـد د دریاب تـر څنـډي پـوري سیمـي یـي داسـي تـر خپلـي ولکـي لانـدي را وستـي چـي یو نفـر هـم په کـي ونه وژل سـو د همـدي سفـر په څنـګ کــي احمـدشـاه بابا په 1748 زیـږدیـز کال کـي له دیرش زره فـوځ سـره د سنـد له سینـده څخـه تیـر سو او لاهـور ښـار یـي د خپـل ځان تابـع کـړ. که څه هـم د هندوستـان پاچا محـمد شاه بابـري ، د خپـل صـدراعظـم تـر قومانـدي لانـدي له ډهلـي څخـه سل زره کسیـزه فـوځ د نـومـوړي مقابلـي ته ور واستاوه ، خـو احمـدشـاه ابدالـي په دي قوي فوځ بانـدي بریالـی شـو او د سـرهنـد کلا یه ونیـوله او د هنـد صـدراعظـم قـمرالدیـن ووژل سـو! احـمدشـاه بابا له دي جګـړي وروسـته بیـرته کنـدهـار ته را وګـرځیـد

دوهـم_سفـر 1749 زیـږدیـز کال د لـویدیـځ پـر لور :

د 1749 زیـږدیـز کال په لـومـړیـو کـي احمـدشـاه ابدالـي له کندهـار څخـه د هـرات پـر لور ووت هـرات یه له څـو ورځـي جګـړي وروسـته د نادري حاکـم له ولکـي خلاص کـړ او درویـش علـي خان هـزاره ته یه وسپـاره او وروسـته یـي د خـراسـان د نـورو سیمـو د پیـوستـون لپـاره خپـل صـدراعظـم شـاه ولـي خان بامیـزي د شمـال لـور ته واستاوه  چـي هغـه هـم بریالـی شـو او مـروه ، فاریاب ، جـوزجان ، بلـخ ، خلـم ، بدخشـان ، او تخـارستـان ولایتــونه د ازبکـي خانانـو له ولکـي څخـه ، چـي یو وخـت د ماورالنهـر د حکومـت له لـوري په دي سیمـو کـي ځای پـر ځای شـوي وو ، له ولکـي څخـه خلاص کـړل او په مـرکـزي حکومـت پـوري یه وتـړل

دریـم_سفـر 1750 زیـږدیـز کال د شمـال لـویدیـځ پـر لور :

د 1750 زیـږدیـز کال په پسـرلـي کـي احمـدشـاه ابدالـي د خـراسـان له خـاوري سـره د نیشـاپـور د یوځای کـولـو لپـاره د هغـي سیمـي پـر لـور حـرکـت وکـړ. نیشـاپــور چـي د عباس قلـي خان بیـات په نـوم د یـوه شخـص په وسیـله آداره کیـده د احمـدشـاه ابدالـي پـر وړانـدي د نیشـاپـور د کلکـو دیوالـونـو تـر شـاه مقـاومـت ته راووت. احمـدشـاه د توپـونـو په واسطـه دیوالـونه ړنګ کـړل او ښـار یه ونیـوی عباس قلـي نـومـوړي ته تسلیـم سـی احمـدشـاه بابا هغه وبخښـی او په نیشـاپـور کـي یه د خپـل حکومـت د والـي په تـوګه مقـرر کـی!

څلـورم_سفـر 1752 زیـږدیـز کال د ختیـځ پـر لور :

په 1751 زیـږدیـز کال کـي د احمـدشـاه بابا دي ته پام شـو چـي په پنجـاب او کشمیـر ولایتـونـو کــي ستـونـزي رامنـځ ته سـوي دي او ددي ولایاتـو حاکمـان ، مرکـزي دولـت ته د مالیـي له ورکـړي اوږي سپکـوي . همـدا وه چـي د پنجـاب پـر لور یـي لښکـر وایسـت او یو شمیـر فوځیـان یـي هـم د کشمیـر پـر لور واستـول د پنجـاب په مـرکـز کـي یـي سـر کښـه لښکـر مات کـړ او بیا ځلـي یـي د ملتـان او پنجـاب کنټـرول په لاس کـي واخیسـت او کلـه چـي یه کشمیـر بیـا ځلـي ونیـوی نـو بیـرته د کنـدهـار پـر لور وخـوځیـد.

پنځـم_سفــر 1757 زیـږدیـز کال د ختیـځ پـر لـور :

په 1756 زیـږدیـز کال کـي د هنـدوسـتان صـدراعظـم ، عمـادالملـک غازي الدیـن په پنجـاب حملــه وکـړه  او لاهـور یـي د افغان حاکـم څخـه ونیـوی په کشمیـر کـي هـم د افـغانـي حاکـم پـر ضـد قیـام سـوی وه او د ډهلـي حکومـت یه تـر خپلـي ولکـي لانـدي راوستـی وو. احمـدشـاه بابا په همـدي کال په بیـړه له کنـدهـار څخـه د بلـوچیسـتان او سنـد له لاري د پنجـاب پـر لور حرکـت وکـړ او په بریالیتـوب سـره لاهـور ته دننـه سـی په همـدي حال کـي یه چـي کوم فوځ و کشمیـر ته استـولـی وه په بـریالیتـوب سـره یـي هغـه ولایـت هـم دیرغلګـرو له منګـولـو خلاص او بیـا ځلـي پـري حاکـم شـو احـمدشـاه بابا د لاهـور او کشمیـر د نیـولـو وروسـته خپلـي لښکـري د ډهلـي پـر لوري بوتلـي په دي وخـت کـي د عالمګیـر ثانـي په نـوم یو شخـص د هنـدوسـتان پاچا وه نـومـوړي د نـواب نجیـب الدوله افغان تـر مشـري لانـدي د احمـدشـاه د پرمختـګ د مخنیـوي لپـاره  لښکـر راوستاوه چـي دي لښکـر ډهلـي ته په نیـږدي سیمـو کــي احمـدشـاه ابدالـي ته ځان تسلیـم کـړ د هنـدوستان پاچا چـي کلـه دا حلات ولیـده خپـله هـم د تسلیمـي په بڼـه د احمـدشـاه ښه راغلاسـت ته راووت او احمـدشـاه بابا په بریالیتـوب سره ډهلـي ته دننـه شـو عالمګیـر ثانـي خپـله لور شهـزاده تیمـور ته په نکـاح کـړه او د هنـدوسـتان د پخوانـي پاچا محـمـد شـاه بابـري لور یه احمـدشـاه بابا ته واده کـړله احمـدشـاه بابا د هنـد حکومـت بیاځلـي عالمګیـر ثانـي ته ورکـړ او له خپـل لـوري یـي هغه ته وزیـر او سپـه سالار وټاکـل او بیـرته د کنـدهـار پـر لوري راوګـرځیـد

شپـږم_سفــر 1758 زیـږدیـز کال د جنـوب پـر لور :

په دي کال کـي په هنـدوسـتان کـي ګډوډي په لاره اچول شـوي وي نصیـر خان چـي د بلـوچیستان والـي وه د بلـوچیستـان آزادي یه اعلان کـړه خـو احمـدشـاه بابا خپـله و بلـوچیستان ته ولاړی او نصیـر خان هـم تسلیـم سـی احمـدشـاه بابا بیا ځلـي  نـومـوړی د بلـوچیستـان والـي وټاکـی او بیـرته کنـدهـار ته راوګرځیـده

اووم_سفــر 1761 زیـږدیـز کال د هنـد پـر لـور :

له 1758 زیـږدیـز کاله بیا تـر 1760 زیـږدیـز کاله پـوري په هنـدوستان کـي مهمـي پیښـي رامنځ ته سـوي سکانـو په پنجـاب کي د افغان دولــت پـر ضـد پاڅـون وکـړ او مـرهټیـانـو هـم د پخـوانـي وزیـر غازي الدیـن په مـرسته په ډهلـي کـي افغـان پلـوه حکومـت را نسکـور کـړ احمـدشـاه ابدالـي په 1760 زیـږدیـز کال کي له څلـویښـت زره لښکـر سـره له کنـدهـار څخـه د پنجـاب پـر لـور حرکـت وکـړ او هغـه سیمـه یه د مـرهټیـانـو له شتـون  څخـه پاکه کـړه او وروسـته یه د ډهلـي د نیـولـو لپـاره د هنـدوسـتان پـر لور ګامـونه واخیستـل! ډهلـي ته نیـږدي سنـدیا ، د مـرهټـه د فـوځ پیـاوړی قـومندان د احمـدشـاه بابا مقابلـي ته را ووت خـو! د احمـدشـاه د فـوځ له قـوي او پیـاوړي مقابلـي سـره مخـامـخ شـو ، خو له پښـو ولـویـد او لښکـر یه ماتـي وخـوړه او د ډهلـي پـر لور یه حرکـت وکـړ د احمـدشـاه بابا لښکـري ددي جګـړي وروسـته د ډهلـي تـر دروازي پـوري ورسیـدل! د مـرهټیـانـو رهبـر (بالا جـي بلجـي) چـي کلـه د خپـل فـوځ د دي پـر له پسـي ماتـو خبـر واوریـد ، د مـرهټیـانـو ټـولـو مشـرانـو ته یه امـر وکـړ چـي د نهایـي جګـړو او په هنـد کـي د افـغانانـو د ماتـي لپـاره چمتـو شـي! د څلـور میاشتـو په مـوده کـي د مـرهټـه قوواوي له 130000 سپـرو 70000 پلـو کسـانـو او ټـوپ او نورو بشپـړو تجهیـزاتـو سـره د احمـدشـاه بابا و مقابلـي ته چمتـو سـوي دغـه لښکـر لـومـړی پـر ډهلـي حملـه وکـړه او افـغانانـو ته یـي د دري یا څلـور زره کسـانـو د تلفاتـو په اړولـو سـره هغـوی لمـنځـه یووړل دي بریالـي فوځ د افغانانـو سـره د قطـعي جګړو په مـوخـه خپلـي لښکـري د پانـي پـت په سیمـه کـي ځای پـر ځای کـړي

دپانـي_پـت_جګـړه احمـدشـاه بابا هـم ځان د خپـلو لښکـرو سـره د پانـي پـت میـدان ته ورساوه او د مـرهټـه د فـوځ پـر وړانـدي یـي خپـل فـوځ منظـم کـړ دواړه فـوځـونه پـوره دري میاشتـي یو د بل په وړانـدي له کومـي نښتـي پـرته پراته وو. ددي مـودي په اوږدو کـي ، د احمـدشـاه ابدالـي قـوت او نظامـي ځیـکرتیـا ډیـره ښـه وده وکـړه. نومـوړي له بهـر څخـه د دښمـن د اړیکـو کرښـي پـري کـړي او دي لـوی فوځ ته یه د خوراکـي مـوادو د لیږد مخـه ونیـوله دغـه کار ددي سـبب سـو چـي د مـرهټـه دوه لکـه کسیـزه فـوځ د لــوږي احسـاس وکـړي او بلاخـره اړشـو ، چـي په وروستـي حرکـت سـره کار پای ته ورسـوي .بلاخـره د 1761 زیږدیـز کال په جولای کـي د مـرهټـه فوځـونـو په افغانانـو بانـدي درنـي حملـي پیـل کـړي افغانان په دي وپوهیـدل چـي دغـه جگـړه برخلیـک ټاکونکـي ده او که ماته وخـورې یو تـن به هـم هیـواد ته ژونـدی ولاړ نسـي نـو په پـوره میـړانه یـي په مقابلـه لاس پـوري کـړ! که څه هـم په دي جګـړه کـي افغانانـو د لسـو څخـه تـر پنځلـس زرو پـوري کسـان له لاسـه ورکـړل خـو! په پای کـي دغه جګـړه د احمـدشاه ابدالـي په بریالیتـوب سـره پای ته ورسیـده او ددي تـر څنـګ د هندو فوځ له 22 زرو څخـه زیات کسـان د افغانانـو لاس ته ولویدل د 500 په حـدود کـي فیلان او څـو زره اوښان او 50 زره آسان او دوه زره غـوایان د احمـدشاه بابا و فوځ ته په لاس ورغلـل! له دي جګـړي وروسـته احمـدشـاه بابا بیـرته کنـدهار ته راوګرځیـده

له دي پـرته احمـدشـاه بابا و هند او نورو سیمـو لکه مشهـد ته هم سفـرونه کـړي دي

دلـوی_احمـدشـاه_بابا_کارنامـي احمـدشـاه بابا یو دینـداره او مذهبـي شخـص وه دی د نورو پاچاهـانـو غـونـدي عیاش او ظالـم نه وه بلکـي یو سـاده هـوښیـار او دینداره شخـص وه احمـدشـاه بابا په ټولنیـزو چارو کـي د احمـدشـاهـي ښـار بنسـټ کیښـود د خلـم په نـوم د بل ښار بنسـټ یه کیـښوده د کابل ښـار د بیا رغـونـي لپـاره یه ډیـري هلـي ځلـي وکـړي احمـدشـاه بابا په سـوداګـریزو چارو کـي هـم ډیـر د پام وړ خدمتـونه کـړي خپـل استازي یه ونـورو هیوادو ته واستـول او هـم یه د نـورو هیـوادو ډیپلـوماټان خپـل حضـور ته رابلـل! احمـدشـاه بابا متشـرع ، حنفـي ، مذهبـه ، عالـم ، او په دینـي احکامـو پابنـده سـړی وه! احمـدشـاه بابا د نظامـي چارو او جنګـونـو او سیاسـت تـر څنـګ د پښتـو ژبـي یو لوی شاعـر هـم وه دده د پښتـو شعـرونـو دیـوان په 1319 هـ ش کال کـي د عبدالحـي حبیبـي په زیار په کابل کـي چاپ سو چـي په هغـه کـي دده عشقـي ، تصـوفـي ، حماسـي ، او اخلاقـي کلام په دونیـم زره بیتـو راغلـی  د شعـر مشهـور اقسام یه غـزل ،  رباعـي ، قطـعه ، مخمـس او مربـع لـري

د احمـدشـاه بابا د شخصیـت پیـژندنـي په برخه کـي که ووایـو  مالـومه نـده چـي ده څـو ودونه کـړي دي خـو د ښاغلـي عبدالمالـک فیضـان صیـب په کتاب کـي د احمـدشـاه بابا د میـرمنـو شمیـر په لانـدي ډول ده

1 – د نصیـر خان بلوچ د تـره لـور (ملالـۍ)

2- د محمـدشـاه مغلـي لور  (زینـب)

3 – د کابل د یوه مشهـور خان لور( عایشـه)

همـدارنګـه د خرقـي مبارکـي د مـوقـوفاتـو په وثیقـه کـي د احمـدشـاه بابا د اولادونـو نـومـونه چـي د تیمـورشـاه په وخـت کـي ترتیـب سـوي وو ، په لانـدي ډول ثبـت شـوي دي

شهـزاده سلیمـان ،  سکنـدر ، پرویـز ، داراب ، شهاب ، سنجـر ، او تیمـور چـي د احمـدشـاه بابا ولیعـد وو

#داحمـدشـاه_بابا_مـړینـه  احمـدشـاه بابا د ډیـرو سفـرونـو وروسـته ستړی سـی ژونـد یه ټول د آس پـر زیـن تیـر سـی تـر اته واري زیات هنـدوسـتان ته ولاړی ایـران او د افغانستان نوـرو سیمـو ته یه ډیـر سفـرونه وکـړل او بدن یه کمزوری سی خـو یو شمیر مـورخیـن بیا وایـي چـي احمـدشـاه بابا په کوچنیوالـي کي له آسه ولویده او د پزي یوه نارووغـي ورته پیدا سـوي وه  او مـړینه یه هـم د هغـي ناروغـي له کبله وه ، احمـدشـاه بابا تـر 26 کالـو پاچاهـي وروسـته ، د 51 کالـو په عمـر په 1773 زیږدیـز کال کـي وفات سـی او په کنـدهـار ښـار کـي د خرقـي شریفـي په انګـړ کـي خاورو ته وسپـارل سـی

د احمـدشـاه بابا د واکمنـي پـر مهال د اوسنـي پاکسـتان لاهـور ، کشمیـر ، ډیـره غازي خان ، ډیـره اسماعیـل خان ، ملتـان ، پيښـور ، بلـوچیستان ، او د اوسنـي ایـران مشهـد ، نیشاپـور ، اصفـهان ، او د اوسنـي افغـانستان کابل بدخشـان ، بلـخ ، جوزجان ، هـرات دا ټـول د لوی افـغانستان ولایتـونه وه چـې  پلازمیـنه یه د کنـدهـار ښـار وه

احمـدشـاه بابا چـي مـړ کیدی نـو یـوه پراخه امپـراطـوري یه په میـراث پـریښـوده

چــي د هنــد د ملکـو فتحــه مــې روزي سـوه

نـور ایـران لـره په تــوغ په نغـاره ځــــم

پـر دا کـړي داد دي خـدای نسـي پیښـمانه

تـر نګیـن مـي ایـران لانـدي شاهـانه ځـــم

نیټــه……   11 / 2 / 2022

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.