ایا تاج محل پیژنئ؟

1,252

ایا تاج محل پیژنئ؟

تاسو به ختما دتاج محل نوم اوریدلی وياو له د سره مو ښایي چي دهغه تصویرونه ،انځورونه او ویډیوګانی هم لیدلي او هم کتلي وي خو زما په اند په د اړه به تاسو ډیر کسان کیدای شي. تر ډیره بریده نه پوهیږی او پوره معلومات به نه لری.

لنډه تاریخي کتنه

دنړۍ د اوه ګونو عجایبو څخه یو هم تاج محل دی.دغه محل دمغولي پاچا شاجهان لخوا خپلي ایرانی معشوقي ممتاز ته د ډالۍ په توګه جوړشوی دی.

شاجهان په 14 کلن وو. چي په ممتاز باندي مین شو .چي وروسته یي له هغې سره واده هم وکړ.

او دغي جوړي 18کاله ګډ ژوند وکړ او په پای کي ممتاز دڅلورم زیږون پرمهال د تل لپاره له شاجهان څخه بیله شوه.

دممتاز له مړیني یو کال وروسته امپراطور شاجهان په ۱۶۴۳کال کي دتاج محل دمقبري جوړولو کار پیل کړاو په نیږدي لسو کالوکي یي دهغي کارونه بشپړ کړل.

دشته تاریخي شواهدو له مخي دتاج محل دمقبري جوړول دشاجهان د ډیر غم څرګندونه کوي.

چي پر دغه محل دهغه وخت ۳۲میلیونه هندي کالدارو پوري پیسي لګول شوي او دا مصرف د نن ورځي په خساب لسګونه میلیونه ډالره کیږي.

دتاج محل د کارونو له بشپړیدو وروسته دشاجهان پاچا زوی یو سخت ویجاړونکۍ کورنۍ جنګ پدي پار پیل کړ .

چي له خپل پلار څخه پاچاهي واخلي او دا کار ددي لامل شو. چي دغه محل دکار دلا دوام مخه یي ډب کړه.

ایرانیان ادعا لري چي دتاج محل د طراخۍ پلان دیو شمیر ایراني معامیرانو او انجینرانو له خوا طرخه شوی،

خو تاریخ پوهان وایي چي دا کار دمغولي امپراطورۍ مغولي طراخانو کړی او داسي هم ویل کیږي چي تاج محل دهندي ،ایراني ، ترکي او اسلامي معمارانو ګډ ترکیب دی.

چي داسي هم ویل سوي چي په دغه طراخۍ کي د روم او اروپا له معمارۍ څخه پکښي استفاده شوي.

ددغه محل د مقبري په مرکزي سختمان کي له سپینو او نیمه شفافو مرمرو څخه ګټه اخیستل شوي ده او په منځنۍ برخه کي یي د ممتاز او شاجهان د دواړو مقبري دي.

چي په خواره قیمتي ډبرو پوښل شوي دي.

یو بل جالب ټکۍ پکي دا دی . چي په داسي ډول جوړ شوی چي تر اوسه پوري د ورځي له خوا څخه ددغه محل په مختلفو واختونو کي له لمر او سیوري سره دمقبري رنګ مختلفو بڼو ته بدلیږي چي دغه چاره د دغه محل یوه بي مثله او ځانګړي ځانګړنه ګڼل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.