نه مې نفرت په زړه کې شته دی نه عقدې پالمه
زه خو کلتور د ژبې خيال د عقيدې پالمه
ته يې ساقي د ميکدې زه شهزادګۍ د ګودر
زه د ګودر نشه په ځای د ميکدې پالمه
د هيلو لمونځ کوم د مينې تلاوت کومه
زه پښتنه يم ارمانونه په سجدې پالمه
خمار لفظونو کې لونګ لونګ لونګ اچوم
په شرنګ لړلي يې کړم رنګ د سريندې پالمه
نه داسې نه يم چې شړۍ نه پښې وباسمه
او نه د بدو رواجونو قصيدې پالمه
عاقلې ساری يې تمام جهان کې نه وينمه
زه افغانی کلتور غزلو کې په دې پالمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.