ماشوم که حیوان

عبدالجلال امرخېل

1,090

ماشوم کۀ حیوان؟

ماشومان د هر هېواد بنسټیزه بشري پانګه جوړوي چې کۀ کار پرې وشي د یوۀ هېواد پرمختګ حتمي کوي. خو کۀ کار پرئ ونۀ شي د هېواد پرمختیا ننګولای هم شي او ښایي بېلابېل سرخوږي جوړ کړي، ځکه د ماشوم روغ ذهنیت، رغښت رامنځته کوي او ناروغ ذهنیت بیا ټولنه ناروغوي او یاد کسان پۀ راتلونکي کې آن رغېدلي بنسټونه هم نړولای شي. هغۀ ټولنه کې چې ماشوم ته حیوان ویل کیږي، راتلونکي کې باید د لویو ځناورو راڅرګندېدو ته پۀ تمه شي، ځکه ماشوم ورو ورو حیواني ځانګړنې خپلوي او هر څومره چې د ژوو خصوصیات خپل کړي هغومره یې پۀ انساني ځانګړنو کې کموالی راځي، یا کله چې ماشوم ویني چې د ژوو پۀ پرتله لږ ارزښت ورکول کیږي نو ورو ورو انساني کرامت ته ارزښت ورکول بې ګټې ګڼي او ژوو سره د سیالۍ لپاره ځان کې غیر انساني ځانګړنې ځای پر ځای کوي دا چې پۀ ټولنه کې دوه ډوله اهلي ژوي لرو، ګټور او بې ګټې! نو ماشوم لۀ بې ګټې ژوو سره ورته پېژندل کیږي خو د ګټورو پر وړاندې یې ارزښت راکمیږي ځکه غوا شیدې کوي او ماشوم هېڅ. خبر ندي چې دا یې د ټولنې او کورنۍ راتلونکې پانګه ده او کۀ بې ارزښته وروزل شي ښایي د پانګې پر ځای پۀ سر خوږي بدل شي. همدا ورته والي او پرتلنې د ماشوم پۀ لاشعور کې ځای پر ځای کیږي، یوه ورځ شعور ته راځي او ګڼې ټولنیزې او فردي ستونزې منځته راوړي، ځکه دې ټولنه کې هغه څۀ چې د ماشوم ورته والی ورسره څرګندیږي هم ارزښت نلري، ښایي لیدلي مو وي چې پۀ لرې پرتو سیمو کې خلک پۀ وړو کورنیو ژوو پسې تیږې واروي، دلته ده چې د انسان او حیوان تر منځ توپیر سختیږي، ځکه سپی خوړل کوي او انسان تیږې واروي. پۀ اصل کې د دواړو ځانګړتیاوې یو دي، یوازې دومره توپیر لري چې انسان خبرې کوي او سپي غاپی. دلته ورو ورو انساني کرامت ننګول کیږي ځکه نور لۀ ذهنیتي اړخه ماشوم ته د انسان او حیوان تر منځ توپیر ګران دی نو ورو ورو پۀ انسان باندې حمله کول پیلوي، جګړه کوي او نورو ته زیان اړوي، ځکه هغه اوسمهال پۀ لږ لفظي شخړې یا شورماشور سره فکر کوي حمله ورباندې کیږي (کله به چې سپي ورته وغپل نو فکر به یې کاوه نور یې خوري لۀ همدې امله به یې پۀ کاڼو ویشتۀ) د همدې ذهنیت لۀ مخې پۀ لږ جدي کېدو سره جګړه کوي او یو بل ښۀ سم ټکوي، دا ورو ورو پۀ عادت اوړي او کله چې د نوې ځوانۍ او ځوانۍ پړاو ته رسیږي نو ورو ورو یې جګړییز ذهنیت هم پیاوړی کیږي، خو کله یې چې پۀ چا زور ونۀ رسیږي، د راتلونکي پۀ فکر کې کیږي، سوچ کوي چې راتلونکي کې به کمزوری شي او نور به یې پۀ حملو حملو لۀ منځه یوسي، نو دمګړۍ پر دې فکر کوي چې څنګه اړوند کس لۀ مخې لرې کړي، دا چې د مال حلالولو چاړۀ د کندو پۀ سر ایښې نو همدې چړې ته لاس کوي او پۀ مقابل لوري باندې حمله کوي، مقابل لوری هم تر دۀ کم ندی هغه هم ورته وسله کاروي او کس بیا ناکامیږي، دا ځل تر دې د قوي وسلې پۀ اړه فکر کوي، دا چې د پلار ټوپک یې د خونې کنج کې پۀ سرۀ پوښ کې ایښی نو لاس ورته کوي او کاروي یې یا لۀ داسې ډلو سره یو ځای کیږي چې ناسم کارونه غلاوې او لوټمارۍ کوي او لۀ دې لارې خپل بدل اخلي، دا دښمنۍ ورو ورو پراخیږي او ناورین رامنځته کوي اړوند کس نور د خپل ځان د ساتنې لپاره هر څۀ کوي، وطن ورانوي، ورور وژني، بې عزتي اړوي، لوټماري کوي او پۀ ټوله کې یو وحشي کس ورڅخه جوړیږي.
سپی چې هر څومره ډېر پۀ کاڼو وولو هغومره ډېر د خطر احساس کوي، ډېر غاپي او ډېر خلک خوري ځکه هغه هم شعور لري او د ځان د بقا لپاره دفاعي حالت غوره کوي، یاني سپی هم د انسان لۀ لاسه خوړونکی کیږي، او بېرته پۀ انسان کې لۀ خوړلو وېره (خاصه فوبیا) رامنځته کوي دا ددې لامل ګرځي چې انساني ځانګړنې ورو ورو کمزورې شي او پر ځای یې د انساني ځانګړنو خلاف حیواني ځانګړنې ځای پر ځای شي او ورو ورو اړوند کس د ځینو سیاسي، مافیایي او لوټمارو څېرو د ګټو خوراک شي.
زموږ ټولنه کې دا چې هر څۀ ته حق ندی ورکړل شوی همدې هر څۀ خراب کړي، هېڅ ماشوم ته دا ندي ویل شوي چې بهر لۀ ژوو سره ښۀ چلند وکړي، دا د هغوی حق دی ځکه موږ عقل او شعور دواړه لرو چې عقل مو تل شعور ته لارښوونه کوي او لۀ ناسمو کړنو یې منع کوي خو ژوی یوازې شعور لري، عقل نلري چې شعور یې پۀ کنټرول کې راولي او خپلې کړنې پرط مهار کړي، د هغوی شعور موږ پورې تړلی کۀ زموږ عقل ددې لامل شي چې د هغوی شعور هم پۀ سالمه لار روان کړو هر څۀ به سم شي، د تعلیمي سپیانو پۀ تعلیم کې یوازې هغومره کوي چې د سپیانو شعور د انساني عقل تر کنټرول لاندې راولي ورو ورو سپیان پر همدې کړنو شرطي کیږي او د انسان د لاس امسا ګرځي، ددې پر ځای چې انسان ته تاوان ورسوي، ګټه ور رسوي او د امر مطابق عمل کوي.

څۀ باید وشي؟
ماشومتوب د انساني ژوند یو مهم پړاو دی کوم پړاو کې چې بېلابېل فکرونه او ذهنیتونه د انسان ذهن کې ځای پر ځای کیږي او وروسته پۀ عمل اوړي، ماشوم ته باید روغ ذهنیت ورکړل شي، هغه ډېرځله موږ بېلګه ګرځوي یاني هغه څۀ چې موږ کوو هغه یې هم ترسره کوي، کۀ ماشوم ته هر څومره ووایاست چې دا کړنه مۀ ترسره کوه! ښایي ویې نۀ مني، خو کۀ وویني چې تاسې خپله هغه کړنه نۀ ترسره کوئ نو ناببره به ووینئ چې ماشوم هم د هغې کړنې لۀ ترسره کولو ډډه کوي، همدارنګه کۀ ورته ووایاست دا کړنه تل ترسره کوه او تاسو یې نۀ ترسره کوئ، ماشوم به یې پۀ ژوند کې هم ترسره نکړي. کورنۍ روزنه باید پۀ سالمو کړنو او سالم چلند متمرکزه شي. نۀ یوازې پۀ سالمو خبرو.
کورنیو کې، ټولنه کې او پر ممبر دې د ژوو د حقونو او نورو ورته مسایلو پۀ اړوند وویل شي او خپله دې هم لۀ یادو حقونو پیروي وشي. ملا تل پر ممبر د ښځو پر ټیکریو، وېرې، دوزخ ته غورځېدونکو مواردو، غلا، دروغ ویلو او نورو مسایلو خبرې کوي خو بنسټیز مسایل ورڅخه پاتې وي. یا ځیني مسایل لۀ توضیح پرته بیانوي یا هم نیمه عربي ژبه کاروي چې هېڅوک نۀ پرې پوهیږي. د بېلګې پۀ ډول، وایي لۀ خدایه ووېرېږئ نۀ وایي چې لۀ خدای سره هغومره مینه وکړئ چې د وېرې لپاره ځای پاتې نشي، وایي غلا مۀ کوئ، نۀ وایي چې یو کس ولې غلا کوي او څنګه یو کس ماهر غل جوړیږي، لۀ چا یې زده کوي او څوک یې باید مهار کړي؟ ځواب یوازې لویان او د هغوی کړنې. وایي دروغ مۀ وایئ! نۀ وایي چې ماشومتوب کې ماشومانو ته د دروغو ژمنې ورکول د دروغ ویلو لوی لامل دی. بس پۀ تکراري، مخفي او بې ګټې مسایلو لګیا دي مخته ځي.
بل دا چې ناسم کلتور باید لۀ ټولنې پاک شي ځکه همدا نسل نسل ته لېږدیږي او لۀ بنسټه ټولنه خرابوي چې وروسته آن نظامونه هم راپرځولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.