غزل

عبدالباري جهاني

555
په توبه توبه زاهد کړمه مجبوره
کنه ولي به مي شپه وړلای مخموره
محتسبه جنتی ستا دي روزي سي
د شیدو پر ویاله ناسته سپینه حوره
ملاجان وايی وېشونه ازلي دي
زموږ یې خټه ده اغږلې له تنوره
د لوګي په څېر به ورک سي په خپل ځان کي
چي اسمان ته پورته کیږي له غروره
چي د حق پړی یې غاړي ته زیندۍ کړ
نور لا څه غواړې له ستوني د منصوره
زه به شمع غوندي ستا په لار کي بل سم
ته به سیوری د رقیب وهې په توره
چي د حسن یې ټول مصر خریدار دی
خدایه مور مه کړې پر داسي جانان بوره
عزراییل مي دی ملګری لکه سیوری
د زړه مېنه مي خالي ده له سروره
تور بورا دي وزر بل محفل ته یوسي
د پانوس لمبه مي ولوېده له نوره
جهاني به هم سبا پر هغه لار ځي
چي یاران ورباندي تللي له ضروره
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د مارچ پنځلسمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.