زیګموند فروید

عبدالجلال امرخېل

649

زیگموند فروید

فروید د ارواشننې بنسټګر او پۀ ارواپوهنه کې وتلې څېره وه چې پۀ اتریش کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستي او تمرکز یې تر ډېره د انسان د سلوک او چلند پر تحلیل او شننه متمرکز وو. همدې برخه کې یې بې شمېره کتابونه او مقالې هم خپرې کړي چې دلته یې یوۀ مهم اثر ته اشاره کوو او اجمالي مفهوم یې راخلو.

“پرمختګ او ستړیاوې یې” د زېګموند فروید د اثارو لۀ ډلې څخه یو مهم اثر دی چې پۀ ۱۹۲۹م کال کې ولیکۀ او پۀ ۱۹۳۰م کال خپور شو. فرویډ پۀ دې کتاب کې د ارواشننې ذهنیت لۀ مخې، د فرهنګ او تمدن پیداښت او بشپړوالی تر څېړنې لاندې نیولی.

دې کتاب کې د نېکمرغۍ اصلي مانا د هغو اړتیاوو پوره کېدل ښودل شوي چې د ژوند لپاره اړینې دي، د لومړیتوب د بهیر پر بنسټ منځته راځي او داسې جوړې شوي چې تېرې شي بېرته نۀ راګرځي. هغه وړاندې لیکي د هر هغۀ حالت دوام چې د خوند اصل ورته د رسېدو هیله لري، د منځنۍ او ملایمې خوښۍ لامل ګرځي.

موږ داسې جوړ شوي یو چې یوازې د اختلاف پر مهال ډېر خوند اخلو او پۀ یوۀ ثابت وضعیت کې ځانونه پۀ لږه کچه بریالي شمېرو، لۀ همدې امله زموږ د نېکمرغۍ امکانات پخپله زموږ فطرت محدودوي.

کلتور او فرهنګ د همدې اړتیاوو د ژر او وروسته پوره کېدو او اختلافونو پۀ پایله کې وده کوي او ورو ورو د پرمختګ لارې پرانېستل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.