فلسفه

ساحل روښان

639

د فلسفې لفظ د دوو یوناني (Philien) چې د یو شي د خوښولو مانا لري او (Sophia) چې د پوهې مانا لري، جوړ شوی دی. کله چې دا دواړه الفاظ سره یو ځای شي نو د (علم خوښوونکي) مانا ارائه کوي. په ټوله کې فلسفه د هغو اصولو د پېژندلو پوهه ده، چې د هستیو د ذاتي پېژندنې لپاره انسان ته ښوونه کوي او د بېلابېلو موجوداتو لومړنیو حقایقو او د هغوي د رامنځته کېدلو په علتونو یې سر خلاصوي. که په ټولیز ډول خبره وکړو نو فلسفه د دې پوښتنې د حل په هڅه کې ده، چې نړۍ او ژوند او په هغوي کې شته قوانین ولې منځته راغلي دي؟

ته څوک یې؟ نړۍ ولې پیدا شوې ده؟ نړۍ څنګه پیدا شوې ده؟ هغه څه چې په نړۍ کې کېږي تر شا یې کومه اراده او موخه شته؟ تر مرګ وروسته ژوند شته دی؟ او نورې دې ته ورته پوښتنې. فلسفه ډیره لرغونې ده او د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې بېلابېلو انسانانو په دې تړاو کار کړی د دې لړۍ له پیله تراوسه چې د پېښو په اړه هر څومره څرګندونې شوي دي تقریبا ټولې یې په لاندې پنځو سیستمونو کې لوستل کېږي:

۱: سکیپټیسېزم (Skepticism)

۲: ایډیالېزم (Idealism)

۳: ماټریالېزم (Materialism)

۴: دوالېزم (Dualism)

۵: پراګماتېزم (Pragmatism)

۱: سکیپټیسېزم (Skepticism) د دې سیستم ملاتړي بشري شعور ړوند ګڼي او د دې وړ یې نه بولي چې مسایل دې درک کړي او په سمه مانا دې وپېژني. دوي وايي چې موږ دې نړۍ ته پټې سترګې راغلي یو او په دې نه شو پوهیدلی چې د څه لپاره راغلي یو او چېرته یو؟ دوي دا ښه ګڼي چې هرې پوښتنې ته ووايي (نه پوهېږو) او همدا نه پوهیدل یو ډول (پوهه) هم ګڼي. دوي په دې باور دي، چې هر چاته هغه څه ریښتیا ښکاري، چې عقیده پرې لري او څوک چې په څه عقیده لري هماغه ریښتیا هم دي.

۲: ایډیالېزم (Idealism) د دې سیستم ملاتړي شعور تر مادې مخکې ګڼي او په دې باور لري چې نړۍ تر هغې وروسته منځته راغلې ده. دوي نړۍ د انساني شعوري ځواک په مرسته د پېژندنې وړ ګڼي. دا ډله له مرګه وروسته ژوند هم مني او د تلپاتې او ښه ژوند خطاب ورته هم کوي.

۳: ماټریالېزم (Materialism) د دې سیستم ملاتړي هر څه د طبیعت په ټټر منځته راغلي او بېرته همدې ته ستنېدونکي ګڼي. دوي وایي چې انساني شعور دا وړتیا لري چې په طبیعي پېښو څېړنې وکړي او قوانین یې په سمه مانا وپېژني دوي (ماورا‌‌ءالطبیعه) یانې (تر طبیعت اخوا) په کوم څه باور نه لري او دا د بشري شعور یوه تصوري زېږنده بولي. لنډه دا چې دوي هیڅ ډول دین او مذهب نه مني او نړۍ د یو تصادف په پایله کې رامنځته کیدونکي ګڼي. دې سیستم ته ارسطو وده ورکړه بیا په منځنیو پیړیو کې ورک شو بیا بېرته (کانټ) راژوندی کړ.

۴: دوالېزم (Dualism) د دې سیستم ملاتړي روح له مادې وړاندې پیدا شوی ګڼي. دوي باور لري چې ټوله نړۍ او پکې موجود شیان ټول د یوه ستر ځواک په هوډ او اراده جوړ شوي او ټوله واکمني ورته منسوبه ده. دوي نه د ماټریالېزم او نه هم ایډیالېزم سره ورته والی لري په دې مانا چې دوي هم طبیعت مني او هم ماوراءالطبیعه. دوي د ماټریالېزم خلاف وايي چې د انسان عقلي کمزوري د دې مانا نه لري چې څه درک نه کړي یا یې ونه ویني او د نشت حکم دی پرې وکړي.

۵: پراګماتېزم (Pragmatism) د دې سیستم ملاتړي د هر څه په اړه د پوهیدنې لار څېړنه بولي او په دې باور لري چې د پنځګونو حواسو له لارې کوم څه ترلاسه کېږي همدا حقیقت دی. دوي وايي چې په هماغه څه باید ځان پوه کړو چې انساني ژوند ورته اړتیا لري او عقل یې پېژندلی شي. دوي د ماټریالېزم او ایډیالېزم سره خلاف دي. دا سیستم نن سبا د فلسفې په ډګر کې ډیر دود هم دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.