په اوکراين کې جګړه؛ په نړۍ کې په ميليونو خلک لوږه ګواښي

442

د نړيوالې لوږې سره د مرستې آلمانۍ موسسه وايي چې د اوکراين جګړه د وږو خلکو وضعيت نور هم پسې خرابوي. په خبره يې د وږو شمېر اوس ۴۵ ميليونو ته رسېدلی دی.

Afghanistan | Humanitäre Situationد آلمان له لوږې سره د مرستې د موسسې سرمنشي، ماتياس موګه، د »راينيشه پوست« ورځپاڼې ته ويلي دي چې د لوږې د بحرانونو مخه نوره نه شي نيول کېدای. د هغه په خبره: »د هغو خلکو شمېر چې د لوږې د يوه سخت بحران په درشل کې دي، د جګړې له کبله ۴۵ ميليونو ته لوړ شوی دی. دا د کال د پيل په پرتله درې ميليونه تنه زياتوالی دی.«

د هغه په خبره ټول ټال ۸۸۱ ميليونه انسانان کافي خواړه نه لري. د غربي هيوادونو يوه برخه هڅه کوي چې د اوکراين د جګړې له کبله د حاصلاتو د کمېدلو په وړاندې اقدامات وکړي، خو د موګه په خبره دغه هلې ځلې کافي نه دي.

د سوماليا او د کېنيا د شمال په څېر ځايونو کې له درو کلونو راهيسې بارانونه نه دي شوي. د موګه په خبره »خلک کمزوري شوي دي.« د هغه په خبره د کرونا پانديمۍ او د پوځي شخړو پايلې هم سربېره پر دې په ډېرو سيمو کې محسوسيږي.

د يادې مرستندويې ټولنې سرمنشي ماتياس موګه د آلمان له حکومت څخه اوس غوښتنه وکړه چې د اوو مخکښو صنعتي هېوادونو یا جي اووه ټولنې په راتلونکو کنفرانسونو کې دغې موضوع ته »لومړيتوب« ورکړي چې په خبره يې »د اړونده هيوادونو ملاتړ بايد خورا زيات کړل شي.«

موګه وويل: »هغه څه چې په افغانستان کې يې تجربه کوو چې د اړينو ۴،۴ ميلياردو يورو مرستو يوازې نيمايي برخه راټوليږي، بايد تکرار نه شي.«

موګه د کډوالو له نويو خوځښتونو څخه هم خبرداری ورکړ او ويې ويل، چې »خلک به کوم بل امکان ونه ويني او کډوالۍ ته مخه کوي« چې د اروپا پر لور کډوالي به هم له دې سره زياته شي.

دا مهال ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې اړينې مالي مرستې ۴۳ ميليارده امريکايي ډالر اټکل کوي چې د موګه په خبره »دا تر ټولو زياته اړتيا ده چې تر دې دمه موجوده وه.« خو نړيوالې ټولنې تر اوسه پورې يوازې د ۳،۶ ميلياردو ډالرو ژمنه کړې ده چې د موګه په خبره د لازمو مرستو »يوازې اته سلنه ده. دا خورا کمې دي. شتمن هيوادونه بايد ژر ډېروالی پکې راولي.«

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.