ارسطو څوک و؟

فدا محمد باران

1,404

ارسطو د لرغوني یونان ستر فیلسوف، عالم او مفکر و. ځیني خلک یې ګرځنده دایرة المعارف بولي، مانا دا چې په هغه وخت کې چې کوم علوم وو، له هغو ټولو سره یې اړیکه وه.

دی د علومو پلار دی. سقراط، افلاطون او دی هغه کسان دي چې د غربي علومو تهداب د دوی په اثارو باندې ایښودل شوی دی. ځینې خلک یې په فلسفي لحاظ د افلاطون زوی او د سقراط لمسی بولي. دوی درې وتلي فیلسوفان بلل کېږي.

ارسطو له میلاد نه ۳۸۴ کاله مخکې د یونان په شمال، مقدونیه کې زیږیدلی دی. اوس مقدونیه پخپله یو هیواد دی.

ارسطو د ډاکټر زوی و او پلار یې د مقدونیې د پاچا د کورنۍ ډاکټر و او مور یې هم له داسې کورنۍ څخه وه چې ډېر غړي یې ډاکټران و. مور او پلار یې شتمن و، د اکاډمۍ لګښتونه یې په اسانه ورکولی شول، په اوولس کلنۍ کې یې د افلاطون اکاډمۍ کې شامل کړ. په اکاډمۍ کې یې ډېر ژر ځان مطرح کړ او د خپل استاد افلاطون توجه یې جلب کړه. افلاطون به ویل چې ارسطو مجسم عقل دی او په ارسطو هم افلاطون ډېر ګران و، ده به ویل استاد پر ما ډېر ګران دی، خو یوازې یو څه تر ده پر ما ډېر ګران دی او هغه حقیقت دی.

د ښه استعداد له امله ژر د استادۍ درجې ته ورسید او هغه شاګردانو به چې په درسونو کې ستونزې لرلې، ده ته به یې مراجعه کوله.

ارسطو هیله درلوده چې د خپل استاد نه وروسته په اکاډمۍ کې استاد شي، خو دا چې دی اصلاً د “اتن” ښار نه و، اجازه ورنکړل شوه. په اتن کې به چې څوک د اتن نه و وحشي او مهاجر به بلل کېدل. د اتنیانو غوندې یې سیاسي حقوق نه لرل او نه یې د رایې کارولو حق لره.

ارسطو فیشني او باسلیقې ځوان و، په ځان به یې ډېرې ګوتې وهلې او ډېر منظم به ګرځیدو، خو بیا یې هم ښه څېره نه لرله، وړې سترګې یې وې او کمزوري لنګي یې لرل. په ژبه کې به هم بندیدو.

ارسطو ۳۳۵ ق. م. کې د (The Peripatetic School)  په نوم یو ښوونځی (لیسیوم) جوړ کړ. دغه ښوونځي کې دوه وخته تدریس کېده، د سهار لخوا نه به یې خاصو شاګردانو ته ځانګړی درس ورکولو. د ارسطو عادت و چې ګرځیدو به، استاد به مخکې او شاګردان به شاه ته پسې ګرځیدل او په موضوع به یې خبرې کولې. “تګ او فکر، فکر او تګ” دا یې فلسفه وه.

دویمه برخه یې د ماسپهین عمومي درسونه و چې هر چا په کې برخه اخیستلی شوه.

ارسطو په خپلو شاګردانو ډېر ګران و او تل به یې نازولو.

ارسطو له طبیعت سره ډېره مینه لرله او د طبیعت بدلونونه به یې څارل.

یوه ورځ غره ته ختلی و، هلته یې د بحري حیواناتو سیپۍ لیدلې وه، نو دا مقوله یې راوویسته چې په کوم ځای کې چې نن غر دی، پخوا بحر و.

ده ډېر کتابونه لرل او لومړنی کتابتون هم ده جوړ کړی.

ځینې تاریخي کتابونه وایي چې ارسطو د لوی سکندر استاد هم تېر شوی او د سکندر پلار یې ښه ملګری و. د سکندر کبیر تر مرګ وروسته د اتن ښار سیاستوالو دی د خدایانو پر وړاندې د افوهاتو په ویلو تورن او قاضیانو د مرګ حکم پرې ورکړ خو ده د سقراط د پریکړې خلاف تیښتې ته زنده باد وویل او له اتن څخه وابیې ته وتښتید او هلته یې د مور د زوکړې په کور کې واړول. خو ژوند تر دې وروسته ډېره یاري ور سره و نه کړه او څو میاشتې وروسته د معدې د ناروغۍ له امله مړ شو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.