منصور حسین حلاج څوک و؟

فدا محمد باران

1,711

منصور يو ليوني و د معشوق اداب يې هېر کړل

منصور يو ليونى و د مستي شراب يې ډېر کړل

غني خان

منصور یا منصور حلاج اصلاً حسین نومیده، خو په اکثرو ادبي اثارو او روایتونو کې د خپل پلار منصور او یا هم د منصور حلاج په نوم یادشوی. حلاج نداف ته ویل کېږي، هغه کس چې پنبه له پنبه دانې بیلوي. حسین بن منصور حلاج په دریمه ه.ق پیړۍ کې د کفر او الحاد په تور اعدام شو، لاسونه ترې غوڅ شول او بیا وسوځول شو.

اکثریت خلک حسین بن منصور سالک او د وحدت الوجود نظریې پیروی بولي او وایي چې دی د خدای په مینه کې دومره ورک شوی و چې ځان به یې خدای بللو.

او کم شمېر نور کسان وایي چې حسین بن منصور فلسفي و او د ډېر ریاضت او مطالعې نه وروسته په دې باور شوی و، چې ناغوذ بالله خدای نشته او انسان په خپله خدای دی.

لوی شاعر حافظ وایي چې حسین ځکه اعدام شو چې اسرار یې افشا کړل.

حسین بن منصور په ۲۴۴ ه.ق کال د ایران په بیضای فارس کې زیږیدلی، اتلس کلنۍ کې عراق ته تللی او هلته له ډېر وخت تېرولو او زده کړو وروسته د کفر او الحاد ویلو په تور د سُني او شیعه دیني عالمانو لخوا ملحد او مرتد بلل شوی او په دار خیژول شوی. دی په  ۳۰۹ ه.ق کال د حمل په یوولسمه نیټه د عباسي خلیفه مقتدر په زمانه کې د بغداد د شرعې د قاضي محمد بن داود طاهر په حکم اعدام شو. ویل شوي چې لومړی زر دُرې ووهل شو، پښې او لاسونه ترې غوڅ شول، سر یې وځړول شو او جسد یې وسوځول شو.

د ځینو صوفیانو لخوا یې سر، پښې او لاسونه او د بدن ځینې نور پاتې شوي غړي په عراق کې دفن شوي.

وایي چې حسین بن منصور حلاج یې تر اعدام وړاندې پوښتلی و چې عشق څه دی؟ ده ورته ویلي و، چې نن به یې ووینې، سبا به یې ووینې او بل سبا به یې ووینې. په هغه ورځ دی اعدام شو، په سبا وسوځول شو او په بل سبا یې ایرې باد یووړې.

زما لپاره د حسین بن منصور د اعدام په قضیه کې جالبه نکته دا ده چې یوولس سوه کاله مخکې حسین د اناالحق نارې وهي او وایي چې خدای نشته او انسان حق دی، عام خلک پرې کار نه لري او دا چاره یې د محکمې مسولیت بللی؛ مګر یوولس سوه کاله وروسته په افغانستان کې فرخنده او په کوزه پښتونخوا کې مشال خان د کفر په شک (باور هم نه) په عام محضر کې پرته د وخت د قاضي او د محکمې له پریکړې د عامو خلکو  له خوا وژل کېږي.

_________________

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.