ولې بايد پانګه اچونه وکړو!؟

فیصل مومند

845

ولې بايد پانګه اچونه وکړو!؟

په ياد ولرئ پانګه اچونه د سرمايې د خوندي ساتلو ترڅنګ د سرمايې د زياتوالې يواځينۍ لار ده!

موږ اکثره وخت سرمايه ددې پرځای چې په کار يې واچوو په بانک يا هم کور کې ساتو چې دا چاره يوازې د سرمايې په ساتلو کې مرسته کوي، سرمايه کې مو هيڅکله کوم تغير نشې راتلای او سرمايه مو په خپل حال پاتې کيږي، خو که چيري موږ خپله سرمايه په کار واچوو او پانګونه وکړو دا به نه يوازې د سرمايې په خوندې ساتلو کې بلکې د خپلې سرمايې څخه د عوايدو په ترلاسه کولو، د سرمايې په دوه چنده او څو چنده کولو، او همدارنګه د راتلوونکې لپاره د سرمايې په سپما (بچت) کولو کې هم مثبت بدلون راوستلی شي.

که چيري موږ پانګه اچونه وکړو دا به د عوايدو د ترلاسه کولو لپاره يواځينۍ او غوره سرچينه شي، هم به مو سرمايه خوندې وي او هم به د عوايدو پيدا کولو لپاره يو غوره سرچينه موندلي وي او هم به د يو غوره کاروبار څښتن شو.

الله ج وايې، تاسو حرکت وکړئ، زه به برکت پکې واچوم!

مشوره! سرمايه مو په کار واچوئ، مثبت بدلون به ومومئ، راتلوونکې لپاره به ډير څه ترلاسه کړئ، غني به شئ او مالې استقلال (ازادې) به ترلاسه کړئ.

که تاسو واياست چې سرمايه لرو خو د پانګونې لپاره مو تراوسه غوره ځای نه دی پيداکړی? نو دا هيڅ د تشويش وړ کومه خبره نه ده، د پانګونې لپاره ډير غوره فرصتونه شته چې ډيرو خلکو د فرصتونو څخه په استفادې مالې ازادې ترلاسه کړي ده.

لکه څنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده، موږ اوس وخت په ډيجيټل نړۍ کې ژوند کوو، هرڅه په ډيجيټلي بڼه د بدلون په حال کې دي، نو د پانګې اچونې لپاره هم ډير ډيجيټل فرصتونه شتون لري، چې د پانګې اچونې لپاره په اوس حالاتو او اوس نړۍ کې د انلاين کاروباري فرصتونو څخه بل غوره ځای نشته.

ولې د انلاين کاروباري فرصتونو څخه د پانګونې اچونې لپاره بل غوره ځای نشته!؟

۱- ځکه انلاين کاروباري فرصتونه هرځای او هروخت په ډيري اسانۍ سره د لاسرسی وړ دي، او موږ په ډيري اسانۍ سره کولی شو چې په انلاين کاروباري نړۍ کې پرمختګ وکړو او ګټه ورڅخه واخلو.

۲- ځکه په انلاين کاروباري نړۍ کې موږ کولی شو چې په ډيري کمې اندازې سرمايې سره هم پانګه اچونه وکړو.

۳- ځکه په انلاين کاروباري نړۍ کې موږ ته ډير نور فرصتونه هم په لاس راتلای شي او موږ ورسره د مثبت بدلون په لور پرمختګ کولی شو.

۴- ځکه په انلاين کاروباري نړۍ کې موږ کولی شو چې په ډيري کمې اندازې سرمايې سره هم ډير غوره عايد ترلاسه کړو.

۵- انلاين کاروباري نړۍ کې موږ داسې خلکو سره پيژندلی شو چې په دې برخه کې موږ ته نيکې لارې ښايي او مشورې راکوي او د پرمختګ بدلون په لور زموږ ملتيا کوي.

۶- په انلاين کاروباري نړۍ کې موږ د ډيجيټل سيسټمونو، ډيجيټل نړۍ سره په اسانۍ اشنا کيدلی شو، او په ډيري اسانۍ په ډيجيټل کاروباري نړۍ کې پرمختګ کولی شو.

د انلاين کاروباري فرصتونو په لټه کې شئ، په ارزښت يې پوه شئ، انلاين کاروباري فرصتونه وپيژنئ او د انلاين کاروباري فرصتونو څخه مثبته ګټه واخلئ، له نيکو او هغه خلکو سره په دې اړه په اړيکه کې شئ او مشورې وکړئ څوک چې خپله په انلاين کاروباري نړۍ کې قرار لري، خپله پکې فعاليت ولري​، خپله ورڅخه ګټه اخلي، خپله يې پکې پرمختګ کړی وي، خپله يې پکې مثبت بدلون کړی وي، يوازې همدا خلک‌ دي چې تاسو سره په دې اړه نيکې مشورې شريکوي، او د پرمختګ په لور ستاسو ملتيا کوي.

په انلاين کاروباري نړۍ کې د خپل راتلوونکې لپاره پانګه اچونه وکړئ او د مالې ازادۍ او د مثبت بدلون په لور پرمختګ وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.