زه دې وینم راسره یې

ساجد بهار

523

زه دې وینم راسره یې…!!!

ــــ ـــــــــــ

زه دې وېنم راسره یې!

په سینه دې سر را ایښی

هره ساه دې حس کومه

هر یو رګ دې لمسوی شم

هر باڼه دې شم شمېرلی

دا بیا ولې را یادېږې؟

ولې تا پسې خفه یم؟

ــــ

زه دې وینم راسره یې

مخامخ دې مخ ته ناست یم

توتکۍ سترګې دې وینم

هر یو حس مې درته ځیر دی

آن د زړه درزا دې اورم

دا بیا ولې را یادېږدې؟

ولې تا پسې خفه یم؟

ــــ

زه دې وینم راسره یې

د تګ وېره دې هم نشته

لاس دې هم زما په لاس کې

له نړۍ نه ګوښه ناست یوو

شیبه وړاندې مې ښکل هم کړې

دا بیا ولې را یادېږدې؟

ولې تا پسې خفه یم؟

ـــ

زه دې وینم راسره یې!

ته مې خپله اروا بولې

ته مې درد زغملی نشې

ته مې اوښکې لیدای نشې

آن له هر چا درته ګران یم

دا بیا ولې را یا دېږې؟

ولې تا پسې خفه یم؟

ـــ

زه دې وینم راسره یې

زه دې وینم را نږدې یې

زه دې وینم چې زما یې

زه دې وینم چې زه ستا یم

زه دې وینم نه بېلیږو

دا بیا ولې رایادېږې؟

ولې تا پسې خفه یم…؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.