په اوکراین کې د هژمونيستي موخو او خپلواکۍ جګړه

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

726

انسان وژنه هر ځاى د هر چا لخوا په هر ډول شرایطو کې خواشينوونکى  کړنه ده.  په اوسني پيچلي نړۍ په ښکاره ډول د  سولې خپلواکي، بشري حقونو  ديموکراسي او عدالت  تر عنوانونو لاندې  د پردې ترشا د اقتصادي، سياسي او هژمونيکي موخو درلودونکي ځواکمن هېوادونه د جګړو نوښتګر وي. د ځمکې کُره د پورته يادو شويو موخو د ترلاسه کولو لپاره د استخباراتي لوبو ډګر ده. کمزوري او په جنجالونو کې لتاړ ملتونه پکې د شطرنج د مهرو په شان لوبول کيږي.

د بشري حقونو د خوندیتوب بنسټونه يوازې ننداره غولونه او دوکه ده.  که د انساني وجود پيل ته هم لاړ شو، نو پوهيږو چې لاهم د هابيل او د قابيل د پلويانو ترمنځ هغه کړکېچ دوام لري چې قابيل پيل کړي وه. اوس هم د قابيل پلويان حسود او ځواکمن دي، د هابيل د ملګرو ژوند ته ګواښ جوړوي. دا لوبه نه ختمېږي. له ادم نه تر دې دمه له قابيله تر هابيله روانه ده او  ترقيامته به دوام مومي.

دا ځانګړي بحث ته اړتیا لري چې له ناتو او اروپایي ټولنې سره د يو ځاى کېدو لپاره د اوکراین د حکومت اوږد مهال هلې ځلې واقعاً د دغه هېواد له ملي ګټو سره سمون خوړ او که د کومې پياوړي استخباراتي شبکې لخوا داسې سناریو  جوړه شوه چې اوکراين بايد د ملي ګټو د خوندیتوب په موخه   د روسیې ضد دريځ نيولى واى.  پوښتنه دا ده  چې ناتو او اروپایي ټولنې د اوکراین له تشويق کولو سره سره  ولې دغه هېواد ته غړيتوب ورنکړ؟

ګازپروم د روسيې د انرژي وزارت او ددغه هيواد د ستراتیژیکو موخو د تحقق بنسټ ګڼل کېږي. د روسيې په بهرنى تګلاره کې هم ارزښتمن رول لري. ددغه شرکت لخوا د نهه نيم مليارده يورو په لګښت د بالتیک له بحيرې لاندې د  نارد سټريم (٢) په نوم د انرژي د انتقال پروژه چې المان ته نيغ په نيغه روسى ګاز رسوي او اوکراین ته پکې د ترانزیت د اسانتيا برابرولو اړتیا نه پاتې کېږي، داسې پروژه ده چې په روسي ګازو باندي د اروپا تکيه زياتوي او د انرژي په مارکیټ باندي د روسيې برلاسى يقيني کوي.

اوکراین ته ددغه نللیکې د ترانزیت فيس له درکه نه يوازې په کلني ډول درې مليارده دالر ګټه رسيده، بلکې د خپلواکي ساتلو لپاره ښکاره ضمانت هم وو، خو بايډن او انګيلا مرکل په يوه ناسته کې د اوکراین د استازي له حضور پرته ددغې پروژې حمايت وکړ. بايډن ظاهراً دغه هوکړه المان ته د ټرمپ د غلطو تګلارو له امله د رسيدلي زيان تلافي کول وبلل.

ښکاره خبره ده چې د نارت سټريم (٢)  روسي پروژې په هکله د امریکا او المان هوکړه د پوتين هغو خيالونو ته روح ورکړ چې ويل به يې؛ “اوکراین کله هم خپلواک هېواد نه وو او نه به کله هم د خپلواک هېواد په توګه پاتې شي”  يا هم “يوه داسې اروپا چې په روسي انرژي وچلېږي”. د پوتین دغه خبرې  د اوکراین د له منځه تللو معنا درلوده.

د امریکا لخوا روسیې ته په اوکراین باندي د يرغل په تړاو د شين څراغ ورکولو نورې نښې هم شتون لري. په چيچنيا، جورجیا، کريميا او سوريه کې د پوتين د تګلارو بريا او له افغانستان څخه د امریکا تېښتې، روسیې ته د خپل پخواني برم ترلاسه کولو لپاره نفسياتي ځواک او انرژي ورکړه چې په اوکراین باندي يرغل وکړي.  د روسیې له پولو څخه بهر د پوتین د مخالفینو وژنو، زهري توکو کارولو په تړاو د امریکا سوړ غبرګون هم په اوکراین باندي د يرغل لپاره په غيرمستقيم ډول د پوتین د تشویق لامل ګڼلاى شو.

اروپا د روسيې لخوا په اوکراين باندي له بريد وروسته خپل وجود ته د پيښو ګواښونو د مخنیوي لپاره د خپل نظامي ځواک پياوړي کول په خپلو لومړيتوبونو کې ونيوه. په سملاسي ګامونو پورته کولو يې پيل وکړ او طبيعي خبره ده چې اروپا د خپلو ځواکونو د سمبالولو لپاره امریکایي وسلو ته اړتیا لري. د ځینو اروپايي هېوادونو لخوا له امریکا څخه د پرمختللو وسلو د پيرلو خبرې روانې دي. د جګړې له پيل څخه د امریکا د وسلو جوړوونکو سترو شرکتونو د توليداتو بيې په مسلسل ډول په لوړيدو دي.

اوکراین تلفات ورکړل، ټولنه، بنسټونه او اقتصاد يې وپاشل شو، خو د خپلواکي جګړه پرمخ وړي. خپلواکي ورته ارزښت لري او  د اوکراین خلک په دغه ارزښت باندې پوهيږي. امریکا به د خپلو پرمختللو وسلو د پلور لپاره ښه پراخ مارکېټ پيدا کړي او دغه هېواد ته به د روسيې لخوا د ممکنه ګواښ کچه ښکته يوسي. په اوږد مهاله توګه به امریکا له بحران څخه  ګټه پورته کړي.

په سويډن کي د يوه  انسټیټیوټ د يوې نړيوالې څيړنې په ترڅ کې په نړۍ کې د وسلو جوړولو تر ټولو ستر پنځه مخکښ شرکتونه په ګوته کوي چې ټول امریکايي دي او په ٢٠ ٢٠ زيږديز کال کې يوازې د امریکا نظامي لګښت د ټولې نړۍ د نظامي لګښتونو ٣٩% برخه درلوده.
په غرب کې اوس دا تاثر عام دى چې په اوکراین کې روسیې ته هر ډول ديپلوماتيک  امتیاز ورکول او يا هم جنګي بريا ته رسيدل به د حکومت جوړونې ملت جوړونې ديموکراسي او بشري حقونو د خوندیتوب ټولې هيلې له منځه يوسي. په اوکراین کې يو لاسپوڅي حکومت به د اروپا د استحکام د له منځه وړلو لپاره هروخت د خطر زنګ وي او  د پوتین د نوې روسيې (Novorossiya) ذهنيت به پياوړى کړي. د دغه ډول سناریو رامنځته کيدل لويديځ ته د منلو نه دى.

د اوکراین جګړه  داسې مهندسې او وپيچل شوه چې روسيې يې  په تړاو فکر هم نه وو کړى.  غرب د اوکراینیانو مقاومت ته د وسلو او پيسو په ورکولو او په روسيه باندي د سختو بنديزونو له امله  انرژي ورکړه.

پوتین باید اوس پوه شوى وي چې خپلو هژمونيکي موخو ته د رسيدو په  پلان کې سهوه شوى دى. اقتصاد يې دومره سخته ضربه وخوړه چې په نزدې راتلونکې کې يې د بيا رغونې نښې نه ليدل کېږي. بهرني پانګوال ورڅخه د تېښتې په لټه کې دي،  خپل ګاونډیان او اروپا به ورباندي اعتماد نکوي.  لا نور ځاني او مالي زیانونه به هم ويني. د سلګونه ملياردو دالرو او يورو پولي زيرمې يې په امريکا او اروپا کې کنګل شوې. د غرب  اغيزمن او ځپونکې اقتصادي بنديزونه به يې په اقتصادي او سیاسي توګه وځپي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.