نیچه او کینه

بخت

715

نيچه وايي دا ومنه چې بخيل يې!.

مخکې له دې چې خپل اصلي مطلب ته ور داخل شم ، غواړم چې ځينو ټکو ته او د ځينو ملګرو په غوښتنه د هغه ژوند ته هم کتنه وکړم.

نيچه له مرګه وروسته د ډېرو د پام وړ وګرځيد ، او طبيعي ده چې هم يې مخالفان لرل او هم پلويان .کرګر صيب راته ويل چې زموږ په وخت کې نيچه ډېر بد تفسير او معرفي کيدو او شوى ده ، دا هغه وخت و چې دلته په افغانستان کې کمونستى او مارکسيستى افکارو سخت زور اخيستى و .

کله چې موږ له يو فيلسوف سره زړه تړو دا بايد په دې معنا نه وي چې د هغه له ټولو مطالبو سره موافقت وکړو ، خو موږ تل ددې خبرې برعکس عمل کړى ، هغه مطالب چې پکې فيلسوف خطا وتى وي ، او چندان ګټور او زموږ د منلو وړ هم نه وي،د هغه لپاره هم د سلو او زرو د ليلونو د پيدا کولو کوښښ کو ، وسړيه هغه څه يې ومنه کوم څه يې چې ستا او ستا د ټولنې په ګټه وي.

خو داسې هم بايد ونه شي چې د يو فيلسوف مطالب خوراه ګټور وي ، خو موږ د هغه سره د مخالفت له امله ، په شل او زرو د ليلونو باندې يې د ردولو کوښښ وکړو ، او په هغه ګټورو مطالبو باندې يې د سترګو پټولو کوښښ وکړو.

راځئ د نيچه ژوند ته.

نيچه په 1845م کال کې د المان په يو کلي کې پيداشو پلار يې دهغه کلى کشش و ، نيچه د دليسې او پوهنتون په دوران کې يو ښه او ارام زده کوونکى و ، 24يا25کلن به و چې د پوهنتون استاد شو ، خو څه موده ورسته يې د پوهنتون رسمي کار او له هغو خلکو سره چې په پوهنتون کې ورسره مخامخ کيدو  بد راغلل ، نو پوهنتون يې پريښود ، د الپ په غرونو کې يوې سيمې ته لاړ او هلته يې د خپلو کتابونو په ليکلو پيل وکړ…

د نيچه ژوند له مشکلاتو او ستونزو ډک و. له کورنۍ سره يې ښې اړيکې نه درلودلې ، په يو ځاى کې ليکلي چې د مور غږ مې نه خوښيږي او د خور غږ مې درددوي

له ښځو سره د اړيکو په جوړولو کې هم چندان ښه نه و او ښې اړيکې يې ورسره نه لرلې او کتابونه يې هم نه خرڅېدل

.کله چې 44 کلن شو له رواني اختلال سره مخامخ شو . يوه اسپه يې وليدله چې د څېښتن  له خوا په متروقه وهل کيږي ، ورمنډه يې کړه او په غېږ کې ونيوله او ورته وې ويل زه تا درک کوى شم.

له اختلال وروسته يې روغتيا پيدا نه کړه او د 55 کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې، خو له ځان څخه يې تلپاتې ، ځېلدونکې ، له مېړانې ډکه فلسفه پرېښوده .نيچه ( په ځان واکمن کېدل )  فلسفي پيغام راوړ ، په ځان واکمن کېدل ، هغه مرحله ده چې يو فرد له پوره مېړانې او شجاعت سره ، په پراخې سينې ، د ژوند په ټولو مشکلاتو برلاسى  کيږي ، چې دې فرد ته اورمن Overman وايي .

اورمن ، داسې کس وي چې د ژوند ټولو مشکلاتواو ستونزو ته په پوره شجاعت او مېړانې لببيك او هرکلى وايي.

خپل بخيل توب ومنه !

يعنې دا ومنه چې بخيل يې ، نيچه تشخيص کړې وه چې کينه، حسادت يا بخيل توب د ژوند له مهمو برخو څخه ده. لکه څنګه مو چې په تېرو برخو کې وويل چې نوموړى د مسيحت کلک دوښمن ده ، دلته هم وايي چې ؛مسحيت موږ ته راښيي چې کينه لرونکي احساساتو باندې د شرم احساس وکړو ، په مسيحت کې دا ډول احساسات د شر له ډولونو څخه شمېرل کيږي يا دې ډول احساساتو ته د شر په سترګه کتل کيږي ، نو ځکه يې له  ځان او نورو پټوو .خو  نيچه باوري ده ، چې حسادت يا کينه تر هغو  پورې هيڅ  کومه ستونزه نه ده ترڅو چې موږ يې د خپلو حقيقي غوښتنو لپاره د يوه لارښود په توګه استعمال او ګټه ترې واخلو.

د کوم کس په وړاندې چې ستا بخيلتوب را پاريږي ،دا بايد ددې نښه وي چې يوه ورځ کولى شم د هغه په شان شم .

ليکلوال ، شتمن ، فيلسوف ، او نور چې ستاسو د بخيل توب د پارولو سبب ګرځي ، دا ددې اشاره درکوي چې تاسو هم ددې وړتيا لرئ چې د هغه په شان شئ

(که د تره زوى سره دې 2021 ماډل مارسيډيز ده. نو ددې لامل خوبه شي ،چې زړه کې سم کرل رېبل ورته وکړې.خو ددې په ځاى چې چسپکي ورته کېږدې او تر خلاص يې کې  دا فکر وکه چې څه ډول دا رقم موټر يا له دې پورته موټر لاسته راوړى شم)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.