یوناما د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه څیړنه کوي

526

د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوایي بریدونه له تندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. ملګرو ملتونو په دغو بریدونو کې د ملکي خلکو په نښه کیدو په اړه انديښنه ښودلې ده. منظور پشتین دغه بریدونه جنګي جنایت بللی دی.

May be an image of one or more people

پاکستاني پوځ د جمعې په شپه د افغانستان د خوست ولایت په څلور کلو کې بمبار وکړ او د کونړ په ولایت کې یي پر یوه کلي د توپ مرمې وتوغولې. په دغو بریدونو کې چې د وزیرستاني بی ځایه شوو سیمې په نښه کړای شوي و، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول.

د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځ هوایي بریدونه له تندو غبرګونو سره مخامخ شوي دي. د ملګرو ملتونو سیاسي نمائندګۍ (یوناما) د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې د ملکي خلکو پر وژنې انديښنه ښودلې ده.

د دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې ملکي خلک هیڅ کله هم نظامي هدف نه وي او یوناما حقایقو او د دې پيښې له امله د اوښتې مرګژوبلې پر معلومولو کار کوي.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور احمد پشتین دغه برید غندلی دی. نوموړي په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د ښځو او ماشومانو په نښه کول او د بی ګناه انسانانو وژنه جنګي جنایت دی.

نوموړي په افغانستان کې دغه بریدونه د پاکستان د ناسم سیاست پایله بللې او د بندولو غوښتنه یي کړې ده.

طالبانو هم د دغو بریدونو له امله پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان د خلکو صبر دې نه آزمایي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ناوخته په خپل تویتر کې د پاکستان په مخاطب کولو سره لیکلي دي چې نور «داسې تیروتنه» مه تکراروئ، که نه نو ډیرې بدې پایلې به ولري. ټول مسایل باید له سیاسي لارې حل شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د هوایي او توپخانه یي بریدونو په غندلو سره دا د بشر ضد جنایت، د افغانستان د ملي حاکمیت نقضول او د نړیوالو اصولو او مقراراتو خلاف عمل بللی دی.

کرزي پر پاکستان غږ کړی دی چې د افغانستان په اړه خپل سیاست او تګلاره دې بدله کړي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازولې هم د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان پر قلمرو ښکاره تیری بللی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «د افغانستان په خاوره کې دننه د پاکستان هوایي بمباري د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې تیری او د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو سازمان د منشور، د امنیت شورا، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او د ۲۰۰۲م کال د ښه ګاونډیتوب د اعلامیې ښکاره نقضول دي.»

که څه هم پاکستان تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د رویټرز خبري آژانس په افغانستان کې د پاکستان د سفارت ویاند له خولې لیکلي دي چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوایي بریدونه نه دي ترسره کړي.

سربیره پر دې په خوست ولایت کې په سلګونو تنو د شنبې په ورځ د پاکستان د دغو بریدونو پر ضد مظاهرې وکړې او د پاکستان پر ضد یې د شعارونو په ورکولو سره دغه بریدونه وغنده.

ظاهراً پاکستان دغه بریدونه له افغانستان سره پولې ته نږدې د خپلو اوو تنو سرتیرو د وژل کیدو په ارتباط ترسره کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د خپلو سرتیرو د وژل کیدو په ارتباط په دغه هیواد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر هم ور بللی وبللی و.

وروسته له هغې طالبانو هم په خوست ولایت کې د هوایي بریدونو او په کونړ ولایت کې د توپخانه یي بریدونو په ارتباط په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم احضار کړ.

په تیرو شلو کلونو کې څو څو ځله د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي تشنج رامنځته شوی دی. په دغو سرحدي سیمو کې د پاکستان د نظامي ځواکونو د توغندیزو بریدونو په پایله کې تل ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.