د حجاب اتل

1,316

هغه شیدې پلورونکی ترکي امام چې تاریخ ژوندی وساته او دا مجسمه د هغه مېړاني ته په درناوي جوړه شوې ده. کیسه داسې وه چې کله عثماني خلاف.ت ونړید فرانسه د ترکیې جنوب (قهرمان مرعش)، {Kahramanmaraş}، ولایت ته ننوتله، هغه مهال د ترکانو مېرمنې ټولې په حجاب کې وې. کله چې فرنسوي جنرال ترکۍ مېرمنې په حجاب کې ولیدلې ورته ویې ویل : اوس خو ستاسو حکومت ختم شو، تاسو ولې حجابونه اغوستي دي؟! تاسو د فرانس تر واک لاندې یئ، حجابونه مو وغورځوئ.

ترکي مېرمنو د فرنسوي جنرال خبره ونه منله، انکار یې وکړ او نه یې غوښتل خپل حجابونه لري کړي! خو جنرال وروړاندې شو او د یوې ښځي حجاب ته یې لاس وغځوه چې ورنه لري یې کړي، دا مهال هلته یو ترکی سړی موجود و، چې سوتجو نومیدی، یعني شیدې پلورونکی، دی هلته د یوه جومات امام و، د مسلمانو مېرمنو حجاب ته د یوه فرنسوي کافر لاس غځونه یې ونه شوی زغملی، د هغه له کمربنده یې د هغه توفنګچه وایستله، هغه یې پرې وویشت او قتل یې کړ.

له دې وروسته په ښار او سیمه کې د فرنسویانو پر ضد انقلاب راپورته شو او د (قهرمان مرعش) ولایت یې له فرنسویانو ازاد کړ. وروسته هلته د دې کیسې رمزي مجسمه
جوړه شوه چې د ده په نوم ونومول شوه ( د مرعش ولایت فاتح امام سوتجو). مجسمه کې محجبه ترکۍ مېرمن ولاړه ده، فرنسوي جنرال یې په حجاب کې لاس بند کړی پروت دی او ملا صاحب سوتجو توفنګچه پرې نیولې ولاړ دی.

د دې ترکي اتل امام (سوتجو) کیسه ترکي مدرسو کې تدریسیږي، هلته یو پوهنتون هم (د امام سوتجو پوهنتون) په نوم یادیږي، داراز ترکیه کې په ګڼ شمېر خیریه ټولنو او د اوقافو په نورو ځایونو د ده نوم کېښودل شوی دی. الله تعالی دې هر ځای د مسلمانو مېرمنو پرده وکړي او الله دې د #حجاب د دې ستر اتل او قهرمان ګور له نوره ډک کړي.

لطفاً لا امراً، کیسه لایک او شیر کړئ او د حجاب په اړه د ګټي خبره کمنټ کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.