په غلط ډول د غاښونه برس کول

961

د نړۍ ۷۵ سلنه خلک غاښونه په غلط ډول برس کوي

پاک غاښونه لرل د ښایست تر څنګ، د انسان د روغتیا لپاره هم ډېر مهم او حیاتي ارزښت لري، خو پر دې پوهېدل هم اړینه خبره ده، چې د غاښونو د بورس کولو یا مینځلو لپاره کوم وخت تر ټولو ښه دی؟

روغتیاپالان وايي: که د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې غاښونه بورس شي،نو له ډېرو نارغیو به په امان پاتې شو، ځکه د انسان بدن ته ۹۰ سلنه مېکروبونه د خولې له لارې دنننه کېږي، چې د خولې په پاکۍ سره د ډېرو ناروغیو مخه نیسو.

یو څه بل ته چې باید پام وشي، هغه دا ده چې مونږ کې ډېری دا عادت لري، وروسته له ډوډۍ په غاښونو کې لرګې یا خلکی ووهي. دوی داسې ګمان کوي، چې په دې کار سره یې غاښونه پاکېږي، خو د دې کار په کولو سره مو د غاښونو روغتیا ته تاوان رسېږي، او اورۍ مو هم زخمي کېږي.

په ورته وخت کې روغتیاپالان وايي، چې له خوراک او څښاک څخه وروسته سمدستي د غاښونو بورس کول غاښونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.

که مو ګاز لرونکي څښاک پسې سمدستي غاښونه بورس کړل، نو توان به مو کړی وي.

روغتیاپالان د غاښونو مینځلو لپاره سهار او ماښام وختونه ګټور بولي، دوی ټینګار کوي چې غاښونه باید له خوراک او څښاک څخه نیم ساعت وروسته بورس شي.

د دې تر څنګ باید د غاښونو د مینځلو طریقې ته باید پام وشي. ځکه یوه سروې دا ښیي، چې د نړۍ ۷۵ سلنه خلک غاښونه به غلط ډول بورس کوي. روغتیاپالان دا زیاتوي، چې غاښونه باید په دایروي ډول بورس کړو. د غاښونو بورس کول باید له دوه تر درېیو دقیقو پورې وي.

هغه لاملونه چې د غاښونو د خرابوالي سبب ګرځي، ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱ـ د نوکانو زبېښل

۲ـ د ګاز لرونکو انرژی ګانو څښل

۳ـ د نشه‌یي توکي کارول

۴ـ په غاښونو د سختو شیانو ماتول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.