بو له له

عبدالمالک بېکسیار

652
موږه د غرونه غرونه غورو خلک
موږه د یو یو من خبرو خلک
پښتو – اسلام مو دواړه وشرمول
دي راخبر تر لرو لرو خلک
پر چوکۍ ناسته راته عار ښکارېږي
موږ د لیمڅیو، د ټغرو خلک
موږه په هر میدان کې باخت کړی دی
موږ د جرګو، موږ د لښکرو خلک
ټوله دنیا راڅخه وتښتېده
غواړې امان له موږ کنجرو خلک
ښکاره ده تښتي، ولې نه به تښتي ؟
د خپل ضمیر له سوداګرو خلک
موږ به تر مرګه وږي غرو کې اوسو
موږ د مماڼو، د ګورګورو خلک
درېشۍ موږ ته په تن سور کفر دی
موږ د څپلیو، د مزرو خلک
ډول په ټوپک، رباب په توپه ولو
موږ د ټپو، موږ د سندرو خلک
موږه شاور، کورکې بمبه څه کوو ؟
موږ د خوړونو، د ګودرو خلک
عمل چې ګورم درلودای مو، درېغه
چې بې لکۍ یو او بې ښکرو خلک
د یوویشتمې پېړۍ موږ سره څه ؟
موږ د بټېرو، د تنزرو خلک
بورۍ د سرې ور، کړکۍ پلاستیک
موږ د څېړیو د نښترو خلک
پلورو په پوچ غیران د ټول عمر یار
موږ د دوستۍ، یارۍ، ملګرو خلک
په پرتله د ځان او خره شرمېږم
موږ یو بدتر تر ځناورو خلک
چې په پټي مو ورور، ګاونډ سره جنګ
بیا شو د تورو او د زغرو خلک
یو مردار ډنډ دې بېکسیاره ژوندون
غولو کې ډوب دي تر ښنګرو خلک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.