د کتاب نړۍ واله ورځ

955

د کتاب نړۍ واله ورځ

مطالعه او لوستل د انساني ارزښتونو د ټینګښت وسیله ده، ددې خبرې د ثبوت لپاره کۀ لوستي او نالوستي کسان سره پرتله کړو نو راته مالومه به شي چې انساني ارزښتونه او پۀ ټوله کې انسانیت د هغو فکرونو، تجروبو او څېړنو پایله ده چې پۀ کتابونو کې لیکل شوي او د ټولنې پۀ وګړو کې خپریږي.

لۀ فکري او عاطفي اړخه د کتاب لوستونکو او نالوستو کسانو د عمر تر منځ نیم پۀ نیم توپیر لیدل کیږي کۀ یو نالوستی ۴۰ کلن کس لۀ یوۀ لوستي ۲۰ کلن کس سره پرتله کړو نو هېڅ توپیر به ونۀ لري.

د کتاب لوستل او لوستي کېدل د فکري، عاطفي او ټولنیز بلوغ پر وده د پام وړ مثبت اغېز شیندي او ژوند کې د ډېری ستونزو د منطیقي حل سرچینه ده.

د کتاب د نړۍ والې ورځې پۀ ویاړ راځئ چې پۀ هېواد کې د نالوستۍ د راکمولو لپاره موږ هر یو، سږ کال یو بل کس لوستی کړو او هغۀ ته توصیه وکړو چې یوبل کس ته لیک او لوست ورزده کړي دا به ورو ورو د نالوستۍ ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

کتاب ولولئ او ژوند مو بدل کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.