د صدر اکسرې (Chest X-ray)

737

د صدر اکسرې (Chest X-ray)

د صدر د اکسرې معاينه، د ناروغ د کلينيکي معایناتو يوه مهمه برخه جوړوي. د صدر د اکسرې سټنډرډ فلم خلفي‌قدامي (PA) منظره ده، چې په دې صورت کې د اکسرې فلم د ناروغ د صدر مخکې اېښودل کېږي.

د صدر د اکسرې د مطالعې شيما
د صدر د اکسرې د مطالعې پر مهال لاندې ټکي په پام کې ونيسئ:
• د فلم کيفيت
• د صدر د اسکلېټ معاينه
• د ناروغ وضعيت
• د شزن موقعيت
• د زړه د سیوري معاينه
• د منصف معاينه
• د ډيافراګم معاينه
• د سږو معاينه

د فلم کيفيت
د PA په يوه ښه منظره کې فقرې او پښتۍ د زړه په خلف کې ليدل کېږي.
د صدر د اسکلېټ معاينه
لاندې ټکي وګورئ:
• د پښتیو کسرونه (مخکيني يا اوسني)
• آيا پښتۍ په ناوړه ډول یوځای شوي (malunited ribs) يا يو له بل څخه لېرې شوي دي (emphysema)؟
• د رقبي پښتیو شتون
• د پښتيو توږنه (erosion) يا پرېکېدنه (notching). د پښتیو د سفلي سطحې پرېکېدنه د ابهر د coarctation یوه نښه ده. دا حالت د بين‌الضلعي شریانونو د هايپرټروفي له سببه منځته راځي
• کولپس‌شوې فقرې
• سکولیوز یا Scoliosis

د ناروغ وضعيت
د ناروغ د ارزونې لپاره چې آيا په یو مستقیم او سم وضعیت کې درېدلی یا یوې خوا ته تمایل لري، د clavicle د هډوکو انسي نهایتونه وګورئ، چې د فقرو له ستون څخه په کوم واټن کې دي. که ناروغ په سم ډول ولاړ وي، یو بل سره مساوي وي.

د شزن موقعيت
په نارمل حالت کې، شزن کې هوا (تور سیوری) لیدل کېږي. په نارمل حالت کې شزن لږ څه ښۍ خوا تمایل لري. که شزن له منځنۍ کرښې څخه د پام وړ انحراف ولري، باید هغه اسباب چې د هغه د کش‌کېدو یا ټېله‌کېدو سبب کېږي ولټول شي.

د زړه د سیوري معاینه
لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
• د زړه اندازه
• د زړه شکل
• د ابهر سیوری
• د سږو سیوری
• د زړه تکلسات

کاردیومیگلی (Cardiomegaly)
د زړه د اندازې تعیینول: په نارمل ډول، د زړه اندازه د صدر د داخلي قطر له نیمايي څخه لږ ده. د زړه د اندازې او د صدر د داخلي قطر نسبت، د قلبي‌صدري نسبت یا cardio-thoracic ratio (CTR) په نوم یادېږي. په نارمل حالت کې CTR له ۰.۵ څخه لږ وي (په غټانو کې). که دا نسبت له ۰.۵ څخه ډېر وي، د زړه په غټېدو (cardiomegaly) باندې دلالت کوي، چې علت یې ممکن د زړه د اجوافو د توسع يا pericardial effusion وي.

د زړه شکل: د زړه شکل د زړه بېلابېلو ناروغیو ته په کتو سره توپیر لري. که د پریکارډ انصباب شتون ولري، د زړه اندازه غټېږي او شکل یې کروي کېږي. د دې په څنګ کې یې حدود واضح وي او قلبي‌-حجاب‌حاجزي(cardiophrenic) زاویې ډېرې حاد کیږي. که د زړه اجواف غټ وي، ځانګړو منظرو ته چې د یوه ځانګړي جوف غټوالی ښيي اړتیا لیدل کیږي.

د زړه مايټرلايزېشن
د مايټرل په تضيق کې لاندې نښې تشخيصيه دي:
• د زړه د کیڼې څنډې مستقیم کېدل، چې د کیڼ اذین د appendage د غټېدو له سببه منځته راځي.
• ريوي اوعيې متبارزې وي او د سږو علوي فصونو کې د وعایي نښو (vascular marking) ډېروالی د وینې د بیا توزیع له وجې منځته راځي. دا نښه د سرساتنمن نښې (sergeant major sign) په نوم یادیږي.
• د ریوي احتقان نښې هم وي، یعنې ریوي نښې متبارزې وي.
• کیڼه قصبه د کیڼ اذین د توسع له سببه پاس خوا ته ټېله کیږي.
• د سږو په سفلي زون کې د Kerley’s B lines شتون: دا افقي کرښې دي، چې ۱-۲ سانټي‌مټر اوږدوالی لري او د وینې او لمف د اوعیو د ضخامې له سببه (د ریوي لوړ فشار په پایله کې) منځته راځي.
• د باريم بلع (په جنبي منظره کې) د کیڼ اذین د غټېدو له سبب غاښونه (indentation) ښيي.
د ابهر سیوری
په صدري فلم کې لیدل کېږي، چې ابهر د زړه د سیوري له ښۍ څنډې څخه سرچینه اخلي، وروسته تاویږي او د لاس د ګوتې د بند (knuckle) په بڼه جوړښت جوړوي، چې د زړه د کيڼې څنډې په تر ټولو لوړ ټکي کې د نیم‌هلالي سیوري په شان لیدل کیږي. په پرمختللو عمرونو او هایپرټنشن کې دا knuckle ډېر متبارز وي.
د ريوي شریان سیوری: pulmonary knuckle د aortic knuckle لاندې واقع دی. دا knuckle په لاندې حالتونو کې متبارز کیږي:
• د ریوي شریان د تضیق څخه وروسته توسع (poststenotic dilatation of pulmonary artery)
• د ریوي وینې د جریان ډېروالی
• د ریوي شریان لوړ فشار
• د ريوي شريان انوريزم
د زړه تکلس(Calcification):
په نارمل حالت کې په زړه کې هیڅ ډول تکلس نه لیدل کیږي. د مایټرل دسام، ابهر دسام، pericardium او ابهر قوس تکلس په بېلابېلو پټالوژي‌ګانو کې لیدل کیږي.

د منصف (mediastinum) معاينه
منصف یوه فضا ده، چې په قدام کې د sternum، خلف کې د فقرو او څنګونو کې د سږو په واسطه چاپېر شوی دی. د معاینې پر مهال یې باید اندازه، شکل او موقعیت ولیدل شي. د کتلو (lymphoma) شتون یې د توسع سبب ګرځي.

د ډيافراګم معاينه
په نارمل ډول، د ډیافراګم علوي سطح له یوې ضلعي‌-حجاب‌حاجزي (costophrenic) زاویې څخه تر بلې زاویې پورې په څرګند ډول لیدل کیږي. ډیافراګم په ښۍ برخه کې نظر کیڼې برخې ته ۲.۵ سانټي‌مټر لوړ دی. که دا توپیر له ۲.۵ سانټي‌مټرو څخه ډېر وي پر یو شمېر پټالوژي‌ګانو دلالت کوي ( لاندې خوا ته amebic hepatitis او پاس خوا ته د ښي سږي د سفلي فص collapse. په کیڼه خوا کې د ډیافراګم لاندې یو سیوری لیدل کیږي، چې علت یې په معده کې د هوا شتون دی. په ښۍ خوا کې کبد دی، نو ځکه کوم سیوری نه لیدل کیږي. په ښۍ خوا کې د سیوري شتون د معدې یا امعا پر تثقب دلالت کوي.
د ډیافراګم د ښي ګنبد لوړوالی: دا منظره په amebic hepatitis کې لیدل کیږي.

د سږو معاینه
لاندې برخې لري:
• د ريوي ساحو معاينه
• د سرو د سیورو معاينه
• د پلورا معاينه

د ريوي ساحو (lung fields) معاينه
د کلینیک له نظره، ریوي ساحې په درې زونونو وېشل کیږي:
• علوي زون: له ذروې څخه تر هغې کرښې پورې چې د دوهم ضلعي غضروف سفلي څنډه کې رسم شي، په کې شامله ده.
• متوسط زون: د دوهم ضلعي غضروف سفلي څنډې څخه تر هغې کرښې پورې چې د څلورم ضلعي غضروف سفلي څنډه کې رسم شي، په کې شامله ده.
• سفلي زون: د څلورم ضلعي غضروف سفلي څنډې څخه تر قاعدې پورې، په کې شامله ده.
یادونه: دا د زونونو تصنیف د ریوي لوبونو سره مطابقت نه لري. د غټو او وړو درزونو ښودل پر بدن باندې د کرښو د وېستلو په واسطه یوه بېله طرحه ده (د سږو سطحي اناټومي – تنفسي سیسټم).
د وینې اوعیې او بین‌الفصي درزونه یواځیني جوړښتونه دي، چې په ریوي ساحه کې د لیدلو وړ دي. داخل‌ریوي غیرنارمل سیوري عبارت دي له:

الف. ارتشاحي سیوري
منتشر ناڅرګند سیوري، چې په ټوله ریوي ساحه کې خپاره دي. کېدای شي یواړخیز یا دوه‌اړخیز واوسي. اسباب یې عبارت دي له:

ریوي اذیما: په دې صورت کې، د سږو دواړه خواوې اخته وي. سُرې ته نږدې سیوري د محیط په پرتله ډېر متبارز وي. محیطي ساحې نسبتاً صافې وي، دا ډول اخته‌کېدنه د ماښام څكلكي د وزرونو (bat’s wings) د منظرې په نوم یادېږي.
تکاثف (consolidation): ممکن یو بشپړ فص کې وي (lobar pneumonia) یا د منتشرې ارتشاح په ډول وي (bronchopneumonia). ریوی ساحه د تکاثف په صورت کې مکدر (opaque) وي.
یادونه: د ښځو د ثدیو سیوری، ممکن په کاذب ډول د سږو په قاعده کې تکاثف تقلید کړي.

کولپس: د ریوي collapse علامې په لاندې ډول دي:
د واحد یا متعددو لوبونو opacity
د منصف یا ډیافراګم بېځایه‌کېدل (نظر دې ته چې د سږي کومه ساحه اخته ده) اخته ناحیې خوا ته. معمول سبب یې ټوبرکلوز دی.

فایبروس: په فایبروز کې، ممکن د collapse نښې د سږي په پارانشیم کې د reticulonodular متراکم سیوري سره ولیدل شي. معمول اسباب یې ټوبرکلوز، pneumoconiosis او sarcoidosis دي.

كروي سیوري (Spherical shadows)
ممکن یو یا څو مدور سیوري، چې څرګند حدود ولري په ریوي ساحه کې ولیدل شي.
اسباب:
• ابتدايي کنسرونه
• مټاسټازونه (د توپ د مرمۍ منظره یا cannon ball appearance).
• ریوي آبسې
• توبرکلوزیکه گرنیولوما یا tuberculosis granuloma

خطي سیوري
متعددې او نازکې کرښې دي، چې په منتشر ډول په ریوي ساحه کې شتون لري. دا septal کرښې دي. هغه مهال د لیدلو وړ دي، چې ضخیمې وي. د دغو کرښو شتون په ریوي اذیما، ریوي لوړ فشار یا chronic bronchitis باندې دلالت کوي. دا کرښې د وینې له اوعیو سره اشتباه کېدلای شي؛ اما باید په یاد ولرو، چې د وینې اوعیې د سږي د محیط په دوه سانټي‌مټرۍ کې د لیدلو وړ نه دي، په دې حال کې چې غیرنارمل خطي سیوري د سږو په محیط کې لیدل کېږي.

منتشر واړه سیوري
د دغو سیورو د توضیح لپاره لاندې اصطلاح‌ګانې په کار وړل کېږي:
• لکې (mottling)
• د شاتو د مچیو ځاله (honeycomb)
• نازک نوډیولر (fine nodular)
• شبکوي (reticular)

شبکوي‌نوډیولر (reticulonodular)
په دې حالت کې، واړه، خپاره او متعدد سیوري له ۱-۲ ملی‌مټر څخه په لږه اندازه په صدري فلم کې لیدل کېږي. د دغو سیورو د شتون په صورت کې د لاندې ناروغیو خوا ته فکر کېږي:
• منتشر توبرکلوز miliary TB
• نوموکونیوزس یا pneumoconiosis
• ریوي اذیما
• فایبروسنگ الویلایتس یا fibrosing alveolitis
• برانککتاسز یا bronchiectasis

کهف (Cavitation)
یوه محدود شوې ده، چې په ریوي نسج کې لیدل کېږي. دا کهفونه په هغو کې د هوا د شتون له وجې د لیدلو وړ کېږي. کله‌ناکه مایع هم له هوا سره یوځای کېږي، چې په دې صورت کې د مایع هوا یوه سویه (air fluid level) د لیدلو وړ وي. کهف د یو شمېر ناروغیو لکه ټوبرکلوز، ریوي آبسې او کنسر یوه نښه ده.

تکلس(Calcification)
متعدد او واړه تکلسونه په التیام‌موندلو ټوبرکلوزیکو محراقونو یا hamartoma کې لیدل کېږي.
یادونه: د ریوي ساحې د translucency ډېروالي، د بین‌الضلعي مسافو پراخېدنه له یو بل څخه او د زړه کوچنی سیوری د emphysema له نښو څخه ګڼل کېږي.

د سُروي سیوري معاینه
سروي سیوری له سروي اوعیو او لمفاوي عقدو څخه جوړ شوی دی. د سرې د سیوري متبارزېدل د ریوي اوعیې د توسع یا یا کتلې (پړسېدلې لمفاوي عقدې) په پایله کې منځته راځي. ریوي اوعیې د وینې د جریان د ډېروالي یا ریوي لوړ فشار په سبب متوسع کېږي. لمفاوي عقدې معمولاً په ټوبرکلوز، lymphoma، په ثانوی ډول د قصبو له کنسر څخه وروسته او په sarcoidosis کې متبارز کېږي.

د پلورا معاینه
د پلورا جوف د مایع (hydrothorax)، هوا (pneumothorax) او مایع-هوا (hydropneumothorax) د شتون د موندلو لپاره معاینه کړئ.

د پلورا انصباب (Pleural effusion): د پلورا په جوف کې د مایع شتون د پلورا د انصباب په نوم یادېږي. دا مایع کېدای شي transudate، exudate، قیح یا وینه واوسي. په صدري فلم کې ورته وي. د پلورا د جوف مایع ممکن آزاده یا جوف‌لرونکې (loculated) واوسي. که مایع آزاده وي تر ټولو لومړنۍ نښه یې د costophrenic زایوې له منځه‌تګ دی، ځکه د ځمکې د جاذبې د ځواک د اغېز په سبب، مایع د پلورا په تر ټولو لاندې برخه کې غونډېږي. که مایع په کافی اندازه ډېره وي، د سږي ساحه له لاندې څخه پاس خوا د متحدالشکله opacity په شان مغشوش وي، البته علوي څنډه یې په مقعر ډول تر ابط پورې د شعریه عروقو د اغېز له وجې ادامه مومي. اما که د مایع اندازه دومره لږه وي چې د صدر په جدار کې پاس ولاړه شي، په دې صورت کې د تحت‌ریوي انصباب (subpulmonary effusion) په نوم یادېږي. د صدري فلم د لیدلو لپاره ناروغ باید په بستر کې په جنبي وضعیت (lateral decubitus) باندې وي. په دې صورت کې مایع د صدر په وحشي dependant ساحه کې غونډېږي او په څرګند ډول لیدل کیږي.
یادونه: له دې تخنیک څخه د واړه pleural effusion او ضخیم‌شوې پلورا تر منځ د تفریقي تشخیص لپاره ګټه اخېستل کېږي، چې په وروستي کې د مایع سویه(fluid level) شتون نلري.
که مایع جوف‌لرونکې (loculated) واوسي، ستونزمنه ده چې په PA کې له consolidation او تومور سره یې توپیر وشي. په دې حالت کې باید یو جنبي فلم واخیستل شي. په دې صورت کې یوه متراکمه opacity لیدل کېږي.
اسباب:
• ټوبرکلوز
• کنسرونه
• د زړه احتقاني عدم‌کفایه
• ریوي احتشا
• نفروټیک سنډروم
• د ډیافراګم لاندې آبسې، چې د پلورا جوف ته یې تمزق کړی وي.

نوموتورکس(Pneumothorax)
نوموتورکس د لاندې ټکو په واسطه تشخیصېږي:
• د پلورا بهرنۍ څنډه په څرګنده توګه د صدر له جدار څخه د هوا د translucent ساحې په واسطه بېله شوې وي.
• ریوي نښې (lung markings) د پلورايي کرښې بهر کې د لیدلو وړ نه وي.
• شزن مقابل لوري ته ټیله کېږي.
اسباب:
• ټوبرکلوز
• امفزیما
• ترضیض

هایدرومونوتورکس
د هوا‌-مایع سویې شتون د hydropneumothorax لپاره تشخیصیه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.