لنډیو کې پروت فریاد

نصیب جان یوسفي

697

ملا تړلي مې میرات شول

تربور مې خپل انګړ کې ګرده ګډوینه

دا خو تر ډېره مالومه خبره ده، چې لنډۍ اکثره د ښځینه قشر لخوا ویل شوي دي، او هغه لنډۍ چې د ښځو لخوا ویل شوي وي نسبت نارینو ته ډېرې په زړه پورې، زړه راښکونکې، جالبې او خوندورې دي. لنډۍ ټول دوه ویشت سیلابونه موږ ته د یو پښتون انسان تراخه او خواږه ژوند کیسې کوي.

په پښتنې ټولنه کې د ښځو سره زیاتی، د هغوی په حق کې شوي ظلمونه او دې ته ورته نور حالت په ټپو کې را نغاړي.

په دغه لنډۍ کې ځینې کلمات راغلي دي، چې شاید د یوې سیمې لهجې پورې تړاو ولري او تر ډېره نور وګړي ورسره بلدتیا ونه لري لکه: ملاتړلی: جمعه یې ملاتړلي راځي په ټوله کې نارینۀوو ته استعمالېږي، ولې زموږ په کلیوالي سیمو کې هغه چا ته ویل کېږي، چې په ولس کې یوه کورنۍ حساب پرې کوي، د ګټې حساب او کار سړی وي او هغه کورنۍ یې په نوم پېژندل کېږي.

تربور: دښمن ته نږدې معنا لري، جمع یې تربورونه دي تره زامن یا د کاکا زامنو ته وایي په پښتنو کې ترې د سرسخت سیال تعبیرېږي.

په دې ټپه کې یوه پښتنه د خپل ژوند د هغې صحنې کیسه کوي، چې د کورنۍ غړي یا ملاتړلي مېړونه یې نشته او تربور یې په یوه بله پلمه ربړوي چې په پښتني ټولنه کې یې زیاتې بېلګې لیدل شوي دي، دلته ډېر ځله داسې شوي، چې یوه کورنۍ قصداً میراتېږي او دا کار تربرونه کوي؛ ځکه چې مېراث یې و دوی ته ورپاتې کېږي، ځکه پښتنو کې یکهګي هم یو ستر عیب دی، کوم نارینه چې له موره یو وي، هغه که څومره ښه انسان وي هم؛ څوک خور و لور نه ورکوي، په دې دلیل چې پخوا به پښتنو کې څوک له موره یو و؛ زیاتره وخت به مېراث خورو واژه، چې ځمکه، مال او جایداد یې ورپاتې شي.

دا پښتنه هم همدا چیغه وهي، چې ملیاتړلي مې مړه شول، اوس مې تربرونه په خپل انګړه کې، خپل چاپېریال او خپل کور کې آرامه نه پرېږدي او ګرده مې تاووي.

دا د یوې پښتنې ناره ده او د پښتنو د ناوړه دود یوه بېلګه، چې په دې ټپه کې په هنري ډول ذکر شوې وه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.