د ډاکټر حسن شرق له یاداښتونو

شفیق همدرد

603

حسن شرق د سردار محمد داوود خان نیږدې ملګری وو،نوموړی په خپلو یادښتونو کې کاږي ، کله چې سردار محمد داوود د لومړي وزیر له چوکۍ لرې او پر کور کېناست نو له خلکو سره به یې کتل. شرق وایي چې په ماپسې نور محمد تره کی ډېر شله وو چې له سردار محمد سره مې ملاقات برابر کړه . بلاخره یوه ورځ مې تره کی سردار ته ور ؤست، تره کي د ډېرو نور مسایلو د مطرح کولو ترڅنګ له داوود څخه وپوښتل چې ستا نظر د خدای او اسلام په اړه څه دی؟

سردار داوود د دې پوښتنې په اورېدو ټکان وخوړ، حیران حیران یې دې په اصطلاح نابغه ته کتل. سردار محمد داوود ورته کړل چې زه په خدای ج ایمان او باور لرم او د اسلام د مقدس دین لاره وی یم. سردار ورته و ویل چې ایمان لرل او نه لرل د یوه شخص په درایت او فهم پورې اړه لري او د اداراک قوه بیا په انسانانو کې متفاوته ده، زما په آند دا مسایل او موضوعات د مشاجرې او مباحثې وړ نه دي.

تره کي بیا ورته کړل چې زه مې د خپل ګوند په استازیتوب له تاسې مننه کوم چې د شوري اتحاد سره مو د نیکو او ښو اړیکو بنسټ کېښود.

سردار داوود چې له داسې خبرو او پوښتنو څخه تنګ شوی او مخ یې له قهره سور شوی وو، تره کي ته کړل، زه دا هرڅه د افغانستان، ملت او خلکو لپاره کوم، ما غوښتل چې د ګران هیواد در وازې مې د ټولو هیوادو پر مخ خلاصې وي … د دې خبرو په کولو سره یې په لوړ غږ تره کي ته و ویل چې نور نو زما او ستا خبرې همدلته پای ته رسیږي.

حسن شرق کاږي چې څو ورځې ورسته مې چې کله سردار محمد داوود خان ولید نو را ته یې و ویل چې: ډاکټر جانه داسې خلک( اشاره یې ترکي ته وه) نه د افغانستان په درد خوري نه د وطن، ځکه داسې کسان نه په خدای ج باور او نه له خلکو سره مینه لري، نو ښه به دا وي چې له داسې کسانو څخه لرې و اوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.