هېواد

کبير کاکړ

638

نه په دوعا ، نه په ښېرو جوړېږي
نه د شپو ورځو په توبو جوړېږي
چې وحدت نه وي صداقت هم نه وي
نه په نفرت نه په کينو جوړېږي
اهل د کارته ، کار سپارل اړين دي
نه د واکمنو په وعدو جوړېږي
په تنبلۍ خوراک څښاک هم نه شي
دا د ځوانانو په نيرو جوړېږي
چې اولادونه علم او فن ولري
د وطن هرڅه په همدو جوړېږي
کاکړه ستاخو د جرګو وطن دى
دا د مشرانو په جرګو جوړېږي
٢٨ ، ٤ ، ٢٢

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.