غزل

کبير کاکړ

830

 

له ځينو نه په دروغو کې خوږې خبرې اورم
او کله له نفرت ډکې ترخې خبرې اورم
قانون دى تړل شوى په ځنځير د زولنو کې
ښکاره د تشدد ډېرې سپېرې خبرې اورم
له ښکې بادونه الوزي راځي په بره بره
له برو څخه هم اوس د فتنې خبرې اورم
سپين ښکاري ته به وايې له کعبې څخه راغلي
د سپينو ترشا تورې کله شنې خبرې اورم
د سولې د ورورۍ د محبت به درته وايي
د سولې په نامه ترې د جګړې خبرې اورم
د عدل د بښنې په وعدو وفا ونشوه
له غمه هره ورځ د جنازې خبرې اورم
تاريخ د پلار نيکه خو په شرمو، نه شرموي څوک
کږو خولو نه نن بيا ډېرې کږې خبرې اورم
تاريخ به احمدشاه امان الله کله هېر نکړي
په وياړ يې افغانانو نه درنې خبرې اورم
کاکړه د ملي ګټو ساتنه زمونږ فرض ده
اوس ځکه د يووالي د جرګې خبرې اورم
کبير کاکړ
 ٢٤،١،٢٠٢٣

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.