بواسیر څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او درملنه

966

بواسیر د مقعد یا د لوېې کولمې د وروستۍ برخې اړوند د وینې د وریدونو پړسوب، لوېيدل او کله کله سوري کېدل دي چې د وینې د بهیدو لامل ګرځي، په عام ډول دغه رگونه د فاضله موادو خارجولو دنده پر غاړه لري، خو که چېرې دغه رگونه د فشار یا بل څه لامله وپړسېږي او یا وینه غونډه شي نو انسان له جدي ستونزو سره مخ کوي.

بواسیر ناروغي داسې بڼه هم لري چې په سترګو نه لېدل کیږي او نه هم دردونه لري خو د انسان په داخل کې شتون لري چې د فاضله موادو پر وخت خارجیږي او تیز نیلي رنګ ته ورته رنګ لري.

ددې ناروغۍ دوه ډوله دي، چې خارجي او داخلي (خوني او بادي) ورته ویل کیږي، که د مقعد په داخل کې وي داخلي ډول او که د مقعد وروستۍ برخه کې وي نو خارجي ویل کیږي، داخلي یا بادي یې درد هم کم لري او په سترګو هم نه لېدل کیږي خو خارجي یا خوني یې بیا دردونه هم لري او د فاضله موادو د وتلو پر مهال وینه هم ځي، د لندن په یوه دولتي روغتون کې یوه مشهور جراحي ډاکټر «نیک ویسټ» وایي: په داسې وخت کې عاجل ډاکټر ته رجوع کول پکار دي، ځکه چې دا د پټ بواسیر نه ډېر خطرناک دی.

په دغه ناروغۍ ښځې او نارینه ټول اخته کېدی شي، خو د ۴۵ نه تر ۵۰ یا تر دې زیات عمره کسان پرې ډیر اخته کیږي.

د ناروغۍ درجې او نښې په لاندې ډول دي:

تشناب ته له تلو وروسته د مقعد په وروستۍ برخه کې درد او سوزیدنه، د وړې پوکاڼۍ په شکل فاضله موادو کولو نه وروسته د مقعد داخل کې وي، خو پخپل ځای پاتې وي.

تشناب ته د تلو پر مهال د وینې بهیدنه یا موجودیت، د ضرورت پوره کولو نه وروسته د مقعد څخه بهر راوځي، په دې کې غونډه شوې وینه خارجیږي خو بیرته خپل ځای ته پخپله ځي.

په مقعد کې  د یوې کتلې یا دانې را منځته کېدل، دا درجه یا نښه دویمې درجې ته ورته ده، خو هغه پوکاڼۍ شکله شی چې د مقعد څخه بهر راوځي، د ګوتې په واسطه ننویستلو ته اړتیا لري، خو که مونږ په دغه وخت کې د ګوتې استعمال ونکړو، پوکاڼۍ د مقعد څخه بهر پاتې کیږي.

د مقعد تورم پړسیدنه او التهاب، دا تر ټولو خطرناکه درجه یا نښه ده، او اکثره د مقعد دننه عملیاتو ته اړتیا لري، کوم چې د مقعد دننه یې ستونزه پیدا کړې وي.

د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه

بواسیر مختلف لاملونه لري، د ډاکټر«نیک ویسټ» په وینا، د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه د فاضله موادو د وتلو پر وخت زور یا فشار راوستل دي، په تېره چې بیا انسان چاغ هم وي نو د مقعد په رګونو یې فشار زیاتیږي او د بواسیر لامل جوړیږي.

روزانه د اوږدې مودې لپاره کېناستل (په ځانګړي ډول د پښو په سر کېناستل پر رګونو فشار راولي) یا ودرېدل، د ښځو امیدواري او د مقعد ځای سوزېدل (دغه نښه یې تر ټولو چټکه او ښکاره نښه ده چې ژر ترې د بواسیر ناروغي هم څرګنديږي).

سربېره پر دې داسې ناروغۍ چې د بواسیر لامل جوړیږي او یا هم ددې ناروغۍ رامنځته کېدو کې مرسته کوي، اوږدمهاله ټوخی، اوږدمهاله نس ناستې ناروغي او یا هم داسې میراثي ناروغي چې د بدن په داخل کې وي، شاملې دي.

د بواسیر ناروغۍ درملنه:

باید داسې کارونه وکړل شي چې د ناروغۍ مخنیوي کې مرسته وکړي، ددې لپاره لاندې نسخې عملي کړئ:

تشناب کې د ډکو متیازو لپاره په ارامه کښینئ، او هڅه مه کوئ چې زور ووهئ، همدا ډول ډېر وخت مه تېروئ، تشناب ته د ژر ژر تلو لپاره زړه ښه کړئ خو په یو وار ډېر وخت مه تېروئ.

په خوراکونو کې د فایبر کچه زیاته کړئ، په اصطلاح د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ، همدا ډول د ګرم خوراکونو څخه ځان وساتئ (خو باید وویل شي چې ګرم خوراکونه پر هر چا بد اغیز نه کوي).

په مناسبه اندازه پیدل تګ وکړئ (د ورځې په اږدو کې د نیم ساعت په اندازه)، له اندازې ډېر پیدل تګ هم د بواسیر لامل جوړیږي.

زیاتې اوبه وڅښئ، ډیرې اوبه څکل هیڅ ډول تاوان نه رسوي، نو د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه دوه نیم لیتره اوبه وڅکئ، او همدا ډول د سګریټو له څکلو څخه هم ځان وساتئ.

همدا راز ددې ناروغۍ پر وخت د درد کمولو لپاره باید لاندې لارې غوره کړل شي:

د درد کمولو لپاره استراحت، د درد انتي بیتیک او د رګونو یو ډول (منقبضوونکي) کریمونه استعمال کړئ.

په ګرمو اوبو کې یو شېبه کښیناستل هم د درد ارامولو لپاره غوره بېلګه ده، سربېره پر دې د نظافت مراعات کول تر ټول اړین دي، چې د تشناب کولو نه وروسته مقعد په پاکو اوبو په نرمښت سره پریمنځل شي.

په لومړي سر کې خو د بواسیر ناروغي په پورته ذکر شوو شیانو له منځه ځي خو که چیرې دغه ناروغي په بده واوړي او یا دردونکي شي بیا یې درملنه اړینه ده، که چیرې په پورته ذکر شوې درملنه کې ناغیړي وشي د ناروغۍ بېرته راګرځېدو امکان هم ډېر وي، او آن چې د عملیاتو وروسته هم ددې د راګرځېدو امکان شته خو که چیرې ناغیړي وشي.

همدا ډول ډاکټران اکثره د بواسیر نوعیت معلومولو څخه وروسته د جراحي عملیاتو پرېکړه کوي، او ددې لپاره ډاکټرانو ډول ډول عملیات د بواسیرو لپاره وړاندې کړي دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.