چوپړ کلمه او معناوې یې

سیلانی تمهید

630

آيا «چوپړ» د خدمت کول/ خدمت کردن/ Serve معادله کلمه ده؟

 ځينې لیکوالان پخپلو ليکنو کې د « خدمت کول/ خدمت کردن/ Serve» پر ځای د « چوپړ» کلمه کاروي. دوی پرته لۀ کوم لغوي ګردان، تحلیل او څېړنې دا کلمه ددې لۀ پاره کاوري چې ګواکې موږ سوچه پښتو کلمې کارو او د دري ژبې لۀ کارونې ډډه کوي. مګر پۀ دې نۀ دي خبر چې آيا «چوپړ» د خدمت کولو معادله کلمه کېدلی شي او کنه ؟

 پۀ دري ژبه کې د چوپړ معادل ویی خدمت/ خدمت کردن او انګریزي ژبه کې Serve ورته کارول کیږي. اما د انګریزي او پارسي ژبې «خدمت کردن او Serve » د کارونې ساحه ډېره پراخه او پۀ ډېرو برخو کې د کارونې وړ دي، خو برعکس « چوپړ» د یادو کلمو د یوې برخې ځایناستي کولی شي او پۀ یوه ځانګړې برخه کې د کارونې وړ ده.

ځينې پۀ دې آند دي چې د پارسي ژبې میزبان او د انګریزي ژبې “Host” کلمې د چوپړ معادلې کلمې دي. پۀ حقیقت کې موږ پۀ پښتو ژبه کې یادو کلمو ته معادله کلمه لرو چې هغه « کوربه » دی. میزبان/ host/  او کوربه  هغه چاته ويل کيږي چې د مېلمنو ښۀ راغلاست او پذیرایی کوي یا هم پۀ بله وينا د مېلمنو کوربتوب پۀ خپل ځای، سيمه، هېواد، کور… کې  کوي. او دا کلمه « میزبان/host/ کوربه » چې د مېلمنو يو ډول معنوي خدمت کول دي، د هغۀ خدمت کولو پر ځای نۀ کارول کيږي، چې یو کس یې پخپل علمي، کاري او ساحوي چاپیریال کې کوي.

 د چوپړ د کارونې ځایونه دخدمت او Serve د کلمو لۀ کارونې سره ډېر توپير او جلا ځانګړنې لري. خدمت کردن/ Serve/ پۀ علمي،کاري، معنوي او ټولنیزو برخو کې کارېدونکي دي، البه پۀ ځينو خاصو مواردو کې ددې کلمو پر ځای ځينې نورې کلمې شته چې کارول کيږي چې هغه ځای او موضوع ته په کتو سره دا کار کيږي. په دې برخه کې د خدمت کولو ځينې بېلګې راوړم، لکه: زۀ د خپلې مور خدمت کوم. زۀ خپلې ژبې ته خدمت کوم. زۀ د خلکو پۀ خدمت کې يم. لۀ خدمت کولو نۀ ستړی کېږم… مګر د « چوپړ» کلمه زموږ د پښتو ژبې پۀ بېلابېلو لهجو کې ځانګړې کارونې لري، خو پۀ ټولیزه توګه سره ورته او پۀ ځينو ځایونو کې برعکس یا پۀ منفي معنا کارول کيږي. زۀ یې د کارونې ځينې ځایونه دلته لیکم:

 موږ یو چاسره اړیکه نیسو او د یو چا سفارش ورته کو، نو هغه موږ ته پۀ ځواب کې وايي: زۀ مو پۀ چوپړ کې يم. يا هم د مېلمنو د راتګ پۀ وخت کې وايو: زۀ ستاسو چوپړتیا کوم یا هم زۀ ستاسو چوپړوال یم. زموږ د چوپړ والي څانګه… پۀ ځينو لهجو کې چوپړي د نایي او خدمت کار پۀ معنا کاروي، دې ته ورته د کارونې ځایونه هم لري چې کېداشي اوس زما ذهن ته نۀ وي راغلي… نو هغه تاسو راته وليکئ.

 مګر ځينې کسان د « چوپړ » کلمه پۀ نامناسبه ځایونو کې کاروي. لکه: زیار صاحب پښتو ژبې ته ډېر چوپړ کړی. احمد ته مې زنګ وکړ، ته ورشه ستا به ښۀ چوپړ وکړي. هغه ډېر چوپړي هلک دی. زۀ د افغانانو ډېر چوپړ کوم او حتا د کوربه توب پر ځای هم کاروي. دې ته ورته ډېرې نورې نامناسبې کارونې.

معاصره ژبپوهنه پۀهغو ژبو کې چې پۀ خپلو ادبیاتو متکي وي، د کلمو مترادفات نۀ مني. یعنې دا چې پۀ ژبه کې مترادفات نشته او یوه کلمه د بلې کلمې پر ځای نۀ کارول کيږي. در واخلئ د « عشق او محبت» کلمې چې دواړه بېلې کلمې او د کاورنې بېل ځایونه لري. لکه : زۀ مې مور سره ډېرره مینه لرم. مګر نشو ویلی چې زۀ مې مور سره ډېررر عشق لرم یا کوم.

همداسې پۀانګليسي ژبه کې ( dependent, related, belong…) وييونه ځانته د کارونې ځايونه لري. نو پۀ پښتو ژبه کې هم د « چوپړ» ویی ځانته د کارونې ځايونه لري. پۀ پای کې باید ووايم چې چوپړ کلمه پۀ ټولنیزو خدماتي برخو کې د کارونې وړ ده، البته پۀ ځينو ځایونو کې، پۀ علمي او کاري ساحه کې یې کارونه علمي تېروتنه ده همدارنگه د خدمت کولو معادله کلمه هم نشي کېدلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.