د متحدو عربي‌ اماراتو ولسمشر “شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان” ومړ

690

د متحدو عربي‌ اماراتو ولسمشر “شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان” ومړ

د متحدو عربي اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر ‘شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان ال نهیان’ نن جمعه د ۷۳ کلونو به عمر مړ شوی دی.

هغه چې د شیخ زاید بن سلطان مشر زوی و‌، په ۲۰۰۴ کال د خپل پلار له مړینې وروسته د ابوظبۍ حاکم او ولسمشر شو او ترڅنګ یې د متحدو عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو عالی سر قوماندان هم و.

شیخ خلیفه بن زاید که څه هم په ۲۰۱۴ کال کې د مغزي سکتې له کبله د ناروغۍ پر بستر پریوت او له هغې راهیسې یې د هېواد مهمو چارو کې نقش نه درلود، خو رسمآ پر دغو دندو پاتې و.

دې موده کې د هېواد چارې تر هغه کشر ورور عبدالله بن زاید پر مخ وړلې.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د نړۍ له لومړنیو مشرانو دی چې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان پر مړینه یې خواشینې ښودلې.

متحد عربي امارات په ۱۹۷۱ کال د اوو امارتونو د اتحاد پایله کې رامنځ ته شو‌، اوبو ظبۍ پکې تر ټولو ستر امارت دی او د دغه امارت حاکم د هېواد ولسمشر هم وي.‌

د رپوټونو له مخې عبدالله بن زاید بن سلطان ال نهیان به ژر د خپل مشر ورور شیخ خلیفه ځای ناستی اعلان او رسمآ د متحدو عربي اماراتو د ولسمشر په توګه کار پیل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.