خوار ځواکي یا سو تغذیه

2,982

خوار ځواکي/سؤ تغذیه یا Malnutrition

کله چي د خوراکي توکو د اړتیا او ترلاسه کولو په منځ توازن نه وي دې حالت ته خوار ځواکي یا Malnutrition کېږي چي په دوو برخو وېشل سوی دئ:

الف – over nutrition  ډېره غذا خوړل  (obesity,overweight )

ب –  under nutrition  لږ غذا خوړل  (stunting,wasting,underweight)

د لږ غذا خوړلو protein energy malnutrition (PEM)  په پایله کي ناروغ د درو حالتونو سره مخامخ کېږي:

۱. stunting له دې څخه موخه د ناروغ  قد دئ چي د عمر په نسبت کم وي. دا حالت د اوږد مهاله خوار ځواکۍ له کبله رامنځ ته کېږي.

۲. wasting له دې څخه موخه د ناروغ  د عضلاتو له منځه تلل دي. په دې حالت کي د ناروغ د عضلاتو ضیاع د قد په نسبت رامنځ ته کېږي. یاد حالت د لنډ مهاله خوار ځواکۍ له کبله پېښېږي.

۳. underweight له دې څخه موخه د ناروغ وزن دئ چي د عمر په نسبت يي وزن کم وي. نوموړی حالت کېدای سي په اوږد مهاله او لڼد مهاله حالتونو کي رامنځ ته سي.

د خوارځواکۍ ناروغانو مساعد کوونکي حالات

خوار ځواکي لرونکي ناروغان به انتاناتو ته ډېر مساعد وي، وینه به یې ډېر ژر مکروبي کېږي. (سینه بغل pneumonia، د معدي او کولمو مکروبي کېدل gastroenteritis )

همدارنګه یاد ناروغان به د ويټامینونو او مینرالونو له کمښت (vitamin and minerals deficiency) سره به مخامخ وي.

په دې ناروغانو کي د انسان د وجود هضمي، تنفسي او بولي سيسټم ډېر ژر به امراضو مبتلا کيږي.

د خوار ځواکي ناروغانو نښي

الف – د ناروغانو قدونه یې ټيټ وي.

ب – د ناروغانو وزنونه یې کم وي.

ج – د ناروغانو زخمونه جوړېدل یې ډېر وخت نیسي.

د WHO/UNICIF د څېړنو له مخي د خوار ځواکۍ ډلبندي په دې شکل ده:

الف – د ماشوم وزن او قد له ۷۰٪ څخه کم وي.

ب – په دواړو پښو کي پړسوب موجود وي.

ج – د mid upper arm circumferences  (MUC)  له 11,5 سانتي متر څخه کم وي.

د – د ماشوم وزن نهایت کم وي.

د کلینک پر بنسټ د خوار ځواکۍ ډولونه

۱. Marasmus دا ناروغان وچ کلک او بیداره وي، ښه اشتها لري، د عضلاتو ضیاع او د جلد لاندي شحم پکښي له منځه تللی وي.

۲. Kwashiorkor  دا ناروغان عموما پړسېدلي او فعاله وي، عضلات يې له منځه تللي وي خو ځينيو د جلد لاندي شحم موجود وي.

۳. Marasmic kwashiorkor د دې ناروغانو پښي پرسېدلي او پښتي (Ribs) سره نښتي وي.

د خوار ځواکۍ ناروغانو د سببي ناروغيو (Etiopathogenesis) په اړه نظرونه

۱. (Dietetic hypothesis) تیوري

کوم ماشومان چي د پروټین په کمښت اخته وي کواشیوکور اوکوم چي د کالوري په کمښت اخته وي د مرسموس په ناروغيو اخته کېږي.

۲. (Gopalansadaptationhypothesis) تیوري

ځیني ماشومان د ډېر وخت له پاره د غذا له کمښت سره مخامخ کېږي او توافق کوي او په تدریجي ډول سره وزن له لاسه ورکوي چي په مرسموس اخته کېږي. برعکس هغه ماشومان چي د غذایي موادو د کمبود په نتيجه کي توافق و نه کړي په کواشیوکور باندي اخته کېږي.

۳. (Goldenhypothesis(oxidantradicals) تیوري

د خوار ځواکۍ په نتیجه کي انتانات مداخله کوي کېداي سي آزاد راډیکلونه په بدن کي حجرات تخریب کړي او د خوارځواکۍ سبب وکرځي.

۴. (Aflatoxincontamination) تیوري

په ورستو او له وخت تېرو خوړو کي یو ډول فنکس وده کوي  چي د خوړلو له امله نوموړي فنکس توکسین مواد ځیګر (liver) ته ځي او د پروټین په جوړېدو کي نیمګرتیاوي رامنځ ته کوي.

د خوار ځواکۍ لاملونه

– د مور د شیدو بې کفایتي او کمښت،

– د دوو  زېږیدنو تر منځ واټن نه مراعتول

– د واکسینونو نه شتون

– خراب عادتونه او بد رواجونه

– غربت

– له ۱۸کلنۍ څخه مخکي واده کول او له ۳۵کلنۍ څخه ورورسته د اولاد زېږول

د خوار ځواکۍ ناروغي تفریق تشخیص

د Nephrotic Syndrome, Firariasis او ټولي هغه ناروغۍ چي د پړسوب لامل کېږي باید تفریق تشخیص سي.

د خوار ځواکۍ ناروغانو اختلاطات

Superadded infections

Dehydration & Dyselectrolytemia

Hypothermia , Hypoglycemia ,Anemia , Bleeding ,

Rickets , Dermatitis ,CHF

د خوار ځواکۍ ناروغانو انزار

په لاندي حالاتو کي خوار ځواکه ماشومان خراب انزار لري:

د زیاتو مایعاتو ضیاع

د ګلوګوز کمښت

د بدن د تودوخي درجي کمښت

د زړه عدم کفایه

د ويني تشوشات، اختلاطات، د اسید بیز تشوشات

د شعور تشوش

وخیم انتان septic shok)) د ځیګر غټ والی

دخوار ځواکۍ ناروغانو وقایه

ماشوم ته د شيدو په ورکولو تأکید کول

د ماشوم د تي پرېکولو له وخت څخه باخبره اوسېدل

د ماشومانو په صحیح توګه او پر وخت واکسین کول

مېندو ته د باکیفیته او پاکو خوړو په برخه کي Health Education ورکول

د دوو ولادتونو تر منځ واټن مراعتول

هغو ناروغانو ته چي د خوار ځواکۍ له خطر سره مخامخ دي د هغو د وجود د کتلو ارزیابي کول او MUAC کره کتنه سرته رسول

د خوار ځواکۍ ناروغانو درملنه

د دې ناروغانو درملنه د ناروغۍ په شدت پورې اړه لري که چېري د خوار ځواکۍ ناروغي په کمه او منځنۍ اندازه وي ناروغ ته لارښووني کېږي او رخصت ورکول کېږي او که ناروغ له شدیدې خوار ځواکۍ سره مخامخ وي بیا په روغتون کي بستر او تداوي کېږي.

الف – په Mild and moderate خوار ځواکۍ کي ناروغ ته د ورځي 150kcal/kg هغه غذا باید ورکړل سي چي په کافي اندازه د پروټین او انرژي ولري.

ب – ناروغ ته د ورځي له 6 ځله څخه ډېر د خوراک کولو توصیه وسي.

ج –  ناروغ ته باید په کافي اندازه منرالونه او ويټامینونه ورکړل سي.

په شدیده (sever) خوار ځواکۍ کي د ناروغ د ګلوګوز کمښت تداوي، د تودوخي د درجي نارمل کول، د مایعاتو د ضیاع مخنیوی، د الکترولایتونو ترمیم، د انتاناتو مخنيوی، د مایکرونیوترينت ترمیم، بیا ځلي تغذیه پیلول، د ناروغ د جوړېدو وروسته باید ناروغ تعقیب (Follow up)  شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.