د نکریزي روغتیايي ګټې

1,308

نکریزې یوازې لاسونه نه سره کوي؛ روغتیایي گټو په اړه یې دلته معلومات راسره ولولئ!

خبر ياست چې د نکريزو پاڼې کټ مت د سناء پاڼو په څېر وي ، وچې او ميده کړې پاڼې (نکريزي) ښځې او نجونې په اوبو کې لمدوي او پر لاسونو يې دښکلا او رنګولو لپاره ږدي خو مخکې تر دې چې د نکريزو له طبي لحاظه په درمليزو ګټو وغږېږو، لومړی به دا ووايو چې نکريزي د خاصيت له پلوه د نورو شيانو خلاف يخې او ګرمې دواړه دي.

خو څرنګه چې ګرم خاصيت زيات لري، مګر د يخ خاصيت اغېزې يې له بل هغه لومړی را څرګندېږي نو له همدې امله طبيبانو وچې او يخې ګڼلې دي.

که څه هم نکريزي مدربول (متيازې روانوونکي) دي، وينه هم پاکوي، دردونه له مېنځه وړي په ځانګړي ډول هغه دردونه چې د ګرمۍ له امله راولاړ شوي وي.

پردې سربېره لاسونو او پښو سوی چې پرې کېښودل شي له مېنځه وړي. که د ګرمۍ له امله په ځانګړي ډول د ژېړي پر مهال دسر ماغزه خورار کوۍ نو بايد په ګرمو اوبو کې نکريزي وا غږل شې او دشپې له مخې د ويدېدو پرمهال پر سر داسې کېښودل شې چې بيا يې تود وتړي او د شپې ځان هم ور سره ګرم وساتل شې. که د شپې ددغو نکريزو له امله بدن هر څومره خولې شي نو بايد چې سر بر سېره نه کړل شي. سهار چې له خوبه پاڅئ د خدای په فضل به مو د ماغزو غر هار ورک او له مېنځه تللی وي.

هغه کسان چې ژېړی يې وي بايد « د اغزکي» يا «خمازورې» چې ځينې خلک ورته «خپانګه» هم وايي په اوبو کې لږ څه نکريزي ګډې او څو ورځې وڅښې، نو له د غه بد مرغه ناروغۍ څخه به دتل لپاره خلاص شې.

په همدې ترتیب نکريزي د ډېرو پوستي ناروغيو لکه د جذام او خارښت لپاره پر زړه پورې ګټې او معجزانه اغېزې ښند لای شي. خو په ډاګه شوې چې نکريزي له خپلو بې شمېره ګټو سره ، سره دمرۍ(حلق) او سږيو لپاره زيانمنې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.